مسکو او کابل د سټراټیژیکو اړیکو د تامین نوی ور پرانیزي

ژباړه: غوث جانباز

0 632

روسیې او افغانستان د ملي امنیت شوراګانو د مسوولینو په کچه، خپلې اړیکې پراخووي.

تېرو شپږو میاشتو کې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف د امنیتي مسایلو په اړه، ، دوه مهمې لیدنې کړې دي. نو پر همدې اساس په ډاډ سره ویلی شو چې محب او پاتروشیف ددې توان لري چې د کابل ـ مسکو ترمنځ د سټراټیژيکو اړیکو د تامین نوی باب پرانیزي.

د روان ۲۰۱۹ کال د نوامبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه، د همګټو هېوادونو د ملي امنیت شورا سلاکارانو ناسته چې روسیه کې جوړه شوه، په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ته د ځانګړي مېلمه په حیث بلنه ورکول شوې وه. د سیاسي نفوذ د لید لوري پر اساس، حمدالله محب د افغانستان پر حاکمیت له ولسمشر غني وروسته دویم کس یادېږي. حمدالله محب ته د د نویو وطن پالونکو د رهبر په سترګه کتل کېږي. دغه نوي وطن پالونکي په دې توانېدلي چې وروستي یو کال کې، د حکومت په لوړه کچه، سیاسي ـ اداري برخو کې پراخ اصلاحات راولي.

د دغې ډلې افغان سیاسیونو استازي، اوس مهال د افغانستان په اردو، پولیسو، استخباراتي  او امنیتي  ادارو او ځینې نور د رهبرۍ پوستونو په واک کې لري. د نویو وطنپاله ځوانانو دغه ډله له پراګماتیزم (عملګرا) او سیاسي ریالیزم څخه تشکیل شوې ده. هغوی د هر ډول ټروریسټي او افراطي خوځښتونو سخت مخالفین دي او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې سره د ښو اړیکو تامین غوښتونکي دي.

تر څه وخت وړاندې مسکو کې هرې سیاسي ډلې چې له اوسني برحاله ولسمشر محمد اشرف غني سره سره اړیکې درلودې، زیات درناوی ورته نه کېده.

ضمیر کابلوف چې د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان برخه پر مخ وړي، خپله زیاته پاملرنه یې قطر کې له طالبانو سره د اړیکو تامین، پخواني ولسمشر حامد کرزي او کابل کې نورو سیاسي ډلو سره د نویو دسیسو جوړېدو ته کوله.

دغه طرزالعمل ددې لامل شو چې له افغانستان سره د مسکو اړیکې فوق العاده خړې پړې شي او دغه هېواد ونه توانېد چې افغانستان کې خپل دریځ قوي کړي. له طالبانو سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر مامورینو زیاته علاقه او مینه، په پای کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګټه پای ته ورسېده. خلیلزاد یو کال ناکامه هڅه وکړه چې افغانستان کې سخت دریځي ملایان (د طالبانو ډله) دې ته وهڅوي چې جهاد پرېږدي او د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

ځینې علایم ددې ښکارندوي کوي چې د روان ۲۰۱۹ کال د وړي په پای کې، مسکو ته داسې فکر ولوېده چې باید خپله  دغه څه ناڅه بریالۍ پالیسي کې بدلون راولي. که څه هم کابلوف له افغان سیاسیونو سره خپله مینه او علاقه درلوده؛ خو بیا هم پرېکړه وشوه چې خپله تګلاره کې بدلون ر اولي او د افغانستان له حکومت سره خپلې اړیکې سمې کړي.

دا په  داسې حال کې ده چې د جمهور رییس محمد اشرف غني د ټیم کسانو، په ۲۰۱۹ کال کې کرملین سره د اړیکو ښه والي او مقتابلې همکارۍ سیګنالونه ورکړي وو. له  دې منځګړو څخه یو هغه یې مسکو کې د افغانستان سفیر ډاکټر لطیف بهان دی. نوموړي تېرو اتوو میاشتو کې د کابل او مسکو د اړیکو ښه والي او نږدې والي لپاره د پام وړ کارونه کړي دي.

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ فعاله دي، خو له دغه هېواد سره د کابل د نویو اړیکو تامین لپاره ځینې اشارې تر غوږو شوې، دا اشارې د روسیې له بهرنیو چارو وزارت نه وې، بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت شورا څخه وې. له افغانستان سره د اړیکو تامین لپاره د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف لاس په کار وشو او د ډاکټر حمدالله محب ملګرتیا او همکاري يې پیل کړه.

له پاتروشیف سره د حمدالله محب لومړنۍ لیدنه د روان میلادي کال په وړي کې وشوه. دا لیدنه د روسیې په اوفا ښار کې د یو شمېر هېوادونو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د غونډې په څنډه کې ترسره شوه. سرچینې وايي، د د دغو دوو لوړ پوړیو چارواکو لیدنه په مثبته او ښه فضا کې ترسره شوه. د افغانستان او روسیې د دغو لوړ پوړو امنیتي چارواکو دویمه لیدنه د نوامبر میاشتې په شلمه نيټه ترسره شوه. د مالوماتو پر اساس، د محب او پاتروشیف لیدنې له یو ساعت زیات دوام وکړ. په دې اړه د روسیې د ملي امنیت شورا رسمي سایټ یوازې د لیدنې خبر ورکړی دی. محب او پاتروشیف په دې یو ساعته لیدنه کې منځنۍ آسیا کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د ترهګرو د ګواښونو پر مخنیوي خبرې شوې دي.

کابل کې یوې سرچینې ویلي، محب او پاتروشیف لوړه سیاسي پوهه لري، دواړه چارواکي خپلو هېوادونو کې  پر حاکمې اوضاع لوړ نفوذ لري، هغه نفوذ چې له خپلو رسمي موقفونو يې هم پورته دی. په ډاډ سره ویلی شو چې دواړو خواو د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه والي بحث کړی دی. دا چې د روسیې د ملي امنیت شورا په رسمي سایټ کې د محب او پاتروشیف د لیدنې راپور تر یوه پارګراف محدود دی، هم محب او هم پاتروشیف ددې پلوي دي چې د خبرو اترو جزییات یې پټ پاتې شي.

کابل کې یو شمېر شنونکي باور لري چې اوس وخت کې ویلی او درک کولای شو چې د محب او پاتروشیف ترمنځ د ستراتيژيکو اړیکو د پيل نوی باز پرانیستل شوی دی. هغه اړیکې او واقعیت چې له زیاتې مودې يې تمه کېده. د روسیې او افغانستان اړیکې له زیاتې مودې راهیسې د وزارتونو په کچه یوازې تر تشریفاتو محدودې دي. په دې اړیکو کې باور نه لیدل کېږي. په عین حال کې، د دواړو هېوادونو د ملي امنیت شوراګانو ترمنځ اړیکې په متفاوتو اصولو ایجادېږي. داسې اړیکې چې د دواړو هېوادونو  ترمنځ باوري او دایمي وي. دغه چینل کولای شي د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې سمې او له سره ونیول شي.

کابل کې د سیاسي چارو یو کارپوه، نی زاویسیمایاګازیته ورځپاڼې ته ویلي، ډېر ژر به افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان شي. ډېر کم خلک شک لري چې اشرف غني دې بیا ګټونکی نه وي. ممکن د افغانستان سیاسیون غږونه پورته کړي، خو د وضعیت د تغییر وړتیا نه لري. احتمال زیات دی چې مسکو پورتني عوامل په نظر کې ونیسي. دا احتمال هم شتون لري چې ممکن روسیه په راتلونکي کې افغانستان لپاره دوه سره ستراتیژي تر لاس لاندې ونیسي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او کابلوف به له کرزي، طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو ( عبدالله عبدالله او د ګلبدین حکمتیار زوی) سره لوبې ته دوام ورکړي. خو تر څنګ به یې د روسیې د ملي امنیت شورا او خپله پاتروشیف له ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر محب سره د اړیکو نوی چینل او ور پزانیزي.

اوسني پړاو کې، د افغانستان پر وړاندې د مسکو د ستراتیژۍ بدلون ته به په خپل ذات کې د پرمختګ نوم ورکړو. دغه ستراتیژي به له هغه غوره وي چې اوس روانه ده.

زمونږ سرچینې وایي، چې ډاکټر محب او نیکولا پاتروشیف به د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې یوه بله لیدنه هم ولري.

سرچینه : http://www.ng.ru/world/2019-11-

ژباړه: غوث جانباز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply