افغانستان له پرلپسې ازموینو بریالی ووت

محمد نسیم حیدري

0 609

۲۰۱۴ کال د افغانستان په مطبوعاتو کې د بو او ببلو کال و او د هرې رسنۍ د سر او پای خبر د افغانستان په احتمالي سقوط و. افغانستان بریالی ووت او د مغرضانه او نااګاهانه تبلیغاتو څپه تېره او ناکامه ثابته شوه. د بحراني ټاکنو پر سر د توافق په نتیجه کې ملي وحدت حکومت جوړ شو او یو وار بیا په شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو د بقا او ورپېښو ګواښونو تحلیلونه پیل شول.

د بهرنیو ځواکونو له مستقیم ملاتړ پرته د افغان ځواکونو د دوام په اړه تحلیلونو ځینې دومره وارخطا کړي وو، چې نالیدلي یې له اوبو مخکې موزې اېستلې وې. خو دا تحلیلونه هم ناکام پاتې شول او یو وار بیا افغانستان له یوې لویې ازموینې بریالی ووت.

خبره د افغان ځواکونو د قربانیو او پرلپسې د بحراني وضعیت مدیریت دی، چې په حکومت کې له منځنيو جنجالونو نیولې د امتیازاتو تر اخیستو، کمزوري اقتصاد، زورورې جګړې او د سولې بهیر په حرکت راوستو پورې په هره مرحله کې ستونزې او مشکلات وو، خو بالاخره هره مرحله پخپل ځای سمه مدیریت شوه.

ولسمشر غني رسنیو ته وویل، چې د واکمنۍ پر مهال یې شاوخوا ۴۵ زره افغان سرتېري وژل شوي دي، ټولو انتقاد وکړ او پړه یې د ولسمشر غني په مشرۍ د هغه په امنیتي او دفاعي ارګانونو واچوله، اما هیچا هم دا ونه ویل، چې دغه کسان خو له پیریانو سره په جګړه کې نه دي وژل شوي، نو هغه وژونکي څوک دي؟ ولې جګړه کوي؟ د چا لپاره یې کوي؟ او تر اوسه یې د جګړې نتیجه څه ده؟

طالب د جګړې لپاره پر پاکستان سربېره د سیمې له ګڼو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې او په جګړه کې یې د ټولو وسلې او مهمات امتحان کړل. دوی خپل نهایي زور وواهه چې افغانستان ته به سقوط ورکړي، په دوو سیاسي جغرافیو به یې ووېشي او په دې خوشباورۍ یې چې له نړیوالو ځواکونو پرته افغان ځواکونه ډېر دوام نشي کولی، خپل درې برخې ملګري له لاسه ورکړل.

وضعیت د جګړې لوری واړوه او افغان ځواکونه له دفاعي په تهاجمي حالت واوښتل. د افغان ځواکونو د توندې جګړې په نتیجه کې یوازې په تېر یوه کال کې طالبانو اته داسې ولسوالۍ وبایللې او افغان ځواکونو ترې ونیولې چې له کلونو راهیسې له دوی سره وې. مهم قوماندان یې ووژل شول، زندانونه یې مات شول او په ګڼو مواردو کې افغان ځواکونه پرې برلاسي شول. دا ټول وضعیت له ستونزو او مشکلاتو سره، سره د یوه بریالي مدیریت پایله وه.

تر دې وروسته ټاکنې، سوله او له امریکا سره د اړیکو جنجالي کېدل هغه نور مسایل وو، چې د حکومت منتقدینو ته یې بهانه په لاس ورکړه او یو وار بیا دې تحلیلونو زور واخیست چې ټول څه د افغان حکومت له لاسه ووتل، د ټاکنو پر ځای موقت حکومت کار وړ انتخاب دی، سوله یوازې په هغه طریقه ښه ده او راتللی شي چې طالبان او پاکستان یې غواړي او له امریکا سره د افغان حکومت پڅې اړیکې د طالبانو لپاره هغه زرین چانس دی چې د افغان حکومت په مقابل کې ترې استفاده کېدلای شي.

افغان حکومت واقعاً له سخت وضعیت سره مخ و، خو سالم مدیریت او په بریالي ډول د لوبې د هر فاز لوبول هغه څه وو چې ولسمشر غني او افغانستان یې یو وار بیا له دې ازموینې بریالی واېست.

د بودجې په نشتوالي او کموالي سربېره د ټاکنو په ترسره کېدو سره ولسمشر غني امریکا ته پیغام ورکړ چې جمهوریت په دغه ډول خوندي کېږي او یوازې د سولې بهیر له حاشیې څخه متن ته د افغان حکومت راوستل د سولې بهیر بریالی کولی شي. د نړیوالو متحدینو قانع کول، د اروپایي ټولنې له لوري د افغان حکومت ملاتړ او د سیمې هېوادونو سره د معاملو محور کنټرولول هغه نور عوامل وو، چې دغه سخته ازموینه یې په کامیابۍ پای ته ورسوله.

طالبانو فکر کاوه د سولې په نوم هر امتیاز او غوښتنه یې منل کېږي او د موقت حکومت په ازمویل شوې ناکامې تجربې یو وار بیا افغانان تېر اېستلی شي، خو له داسې غبرګون سره مخ شول چې بیا یې نه د افغان ځواکونو د منحل خبره له خولې ووته او نه یې د موقت حکومت اپشن کار ورکړ.

افغان حکومت خپل موقف په واشنګټن کې بیان کړ او د امریکا ګڼو فشارونو ته تسلیم نشو. ټولو ډنډوره جوړه کړه چې ولسمشر غني له امریکا سره د اړیکو په خرابولو د افغانستان لپاره لوی طلایي چانس ضایع کوي. ټول څه داسې مدیریت شول چې له امریکا سره د افغانستان اړیکې بېرته عادي شوې او په امریکا کې په کور دننه د افغان سولې موضوع ته داسې لابي وشوه چې یو وار بیا یې دغه هېواد قانع کړ چې د ټولې پروسې په متن کې د افغان حکومت رول ومني.

دا په پرلپسې ډول د ازموینو په امتحان کې د افغانستان او ولسمشر غني د بریالي راوتو دلایل دي. د واک د تسلیمېدو له لومړۍ ورځې نیولې بیا تر ننه له ګڼو ازموینو او دسیسو سره مخ شو، خو ټول څه په ښه ډول مدیریت شول او دسیسې خنثی شوې.

د لویې جرګې له لارې د بدیل حکومت دسیسه، د سولې د مخالفت دسیسه، د ټاکنو پر ځای د موقت حکومت دسیسه، د جګړې زور اخیستو امتحان او په کمزوري اقتصاد د افغانستان د اقتصادي څرخ په حرکت راوستو ټولو ازموینو کې بریالي کېدل د ولسمشر غني د سالم مدیریت پایله ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply