ښځه او چاپیریال

عابدالله حیدرزی

0 716

د مور غيږ د روزنې لومړنی مدرسه ده سربېره پردې چې هر ماشوم د ښو او بدو الفباوو تر څنګ نور څه هم زده کوي، ښځې په عينې وخت کې د چاپيريال سره نږدې اړيکې لري په مستقيم او غير مستقيم ډول د هغې نه برخمن کيږي په ځای ده چې ښځې چاپيريالي ژوند ته ځانګړي پاملرنه کوي ښځې کولی شي چې د خطر نه ډک کارونه د چاپیریال اړوند ته بدلون ورکړي.

په چاپیریال کې ککړتیا که هغه د اوبو، خاوري او هوا وي اصلې منبع یې کورونه دي چې زیاتره یې په کورونو کې تولیدیږي په ازاده فضا کې ککړتیا په خپله نه رامنځ ته کیږي تر سو موږ او تاسي یا انساني فعالیتونه یې لامل نه شي.

کله چې زموږ او ستاسي په کورونو کې کثافات جمع شي هغه کثافات بیا موږ راخلو او په ځاي ددي چې کثافات دانی کې یې واچو هغه د جومات مخي بل چا د کور مخي یا په لارو کوڅو او یا یې هم ویالو ته ور اچوو او ویالي ورباندي ډکوو او که ډیر مهربانه اووسو د ټاکلو کثافت دانیو په څنګ کې ږدو.

شاروالي په هر ځاي کې کثافات دانی ایښي خو ما څوک ونه لیدل چې کثافات په کثافت دانی کې واچوي همدا لامل ده چې چاپیریال مو ورځ تر بلي مخ په خرابیدو دي.

دا چې موضوع راڅخه بلې خوا ته لاړ نه شي راځم خپلې اصلي موضوع ته چې د ښځو ونډه د چاپیریال په ساتنه کې څه شي ده؟

دا چې له سړیو څخه ښځه ډیر په کور کې وي او ټوله ورځ په کور کې په کارونو بوختي وي، سړی سهار وختي له کوره ووځي د وظیفي په لور او ماښام کور ته راستنیږي.

نو د ښځو لپاره لاندي ټکې کولای شي چې د چاپیریال په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي.

  1. ښخې راتلونکي نسلونو ته د چاپيريالي فرهنګ د ليږ اصلي عاملې دي پدې ډول چې ښځې د خپلو اولادونو روزنه اوپالنه د دوی په غاړه ده،د ماشوم د پيدا کيدو سره سم د ژوند کولو لارې چارې ، فرهنګ ، رسم او محيط سره اړيکې د خپلې مور څخه زده کوي. څه ډول چې د ژوند کولو فرهنګ د ښځو په منځ کې عام شي او ښځې د اکو سيستم توانمندی وپيژني په هغه صورت کې کولی شي چې دغه معنوي ميراث خپلو اولادونو ته وليږدوي
  2. ښځې چې د کور سمبالښت مديريت په واک کې لري کولی شي چې د کور او محل د چاپيريال ساتونکي و اوسي.
  3. ښځې د اضافي لګښتونو مخنيوي کوونکي دي په همدې دليل ښځې د کور په اداره او د ماشومانو په ساتلو او روزلو کې رغنده رول لري، طبعيتا دلږ مصرف فرهنګ چې ځانګړی رول پدې برخه کې لري د ښځو په وسيله منځته راځي.
  4. که چېرې ښځې د اوبو د مصرف په برخه کې د مناسب فرهنګ څخه برخمنې شي د کورنی د نورو غړو ته ددې فرهنګ په لېږد سره کولی شي په کال کې زرګونه ليتره اوبه په خپل کور کې صرفه جويي کړي.
  5. د کاغذي رومالونو او لاس پاکونو او دېته ورته نورو کاغذونو کارولو کې کموالی او صرفه جويي کول.
  6. په کورنو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا د مخنيوي په موخه د درملو پر ځای د نورو سيمه يزو دوديزو موادو کارول.
  7. په کورونو کې دبرېښنا لږ استعمال چې پدې توګه د سلفر دای اکسايد کچه را کميدای شي.
  8. د پلاستيک او يو وار مصرف لوښو مخنيوی او يا لږ کارول چې وروسته بيا دهغې د تجزيې لپاره ۵۰۰ کاله لازم دي که چيرې د هغې نه په کمه اندازه کار واخيستل شي د چاپيريال په ساتنه کې به ډيره مرسته وکړای شي.
    که چېرې ښځې د کور نظافت (پاکوالی) ، د موټر مينځل د پيل نه د زبالو د حل لارې چارې او د دوهم ځل لپاره د هغې کار اخيستنه ، د کرنې لپاره دکورنی سرې ( کوډ) تيارول او ګټه اخيستنه او داسې نور پروګرامونه چې د چاپيريال ساتنې په هکله په لاره واچول شي چې تر ډيره بريده محيطي ستونزې حل کيدای شي.
    اما دې ډول موخو ته درسيدو لپاره او د ښځو ځواکمنول شايد ډيرې ستونزې ولري تر ټولو اړين يې دا چې ښځو ته نن ورځ د نړی په ډيرو هيوادونو کې د چاپيريال او نورو کارونو کې کمه ونډه (سهم) ور کول دي له همدې کبله د دوی زده کړې محدودې دي دليل يې دادی چې ښځې د کور د کارونو او نورو فعاليتونو له امله نشي کولی چې زيات وخت د محل په کارونو ، د کلي او زراعت په چارو کې بوخت کړي نو ځکه يې زده کړې نيمګړي دي په همدې وجه که ډله ييزې ارتباطي وسايل په تېره بيا راډيو او تلويزيون پدې برخه کې د ښځو لپاره زيات پروګرامونه او علمي مطالب ترتيب او نشر کړي دابه د چاپيريال ساتنه کې د ښځو په پوهه باندې يو سرمايه ګذاري شوي وي.

د دي کړنو په تر سره کولو سره به موږ وکولاي شو تر سو د چاپیریال د ککړتیا مخه او یا یې هم اثرات راکم کړو.

بیا به مو په یو پاک او سالم چاپیریال کې استوګنه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply