زموږ دنده پای ته نه رسېږي

عابدالله حیدرزی

0 899

انسان د طبیعت یوه برخه ده، غوره کامیابي په طبیعت غلبه نه ده بلکي له هغه سره جوړ جاړی دی.

 چاپیریال د انسان د اړتیاوو د پوره کولو او ژوند ځای دی او هره ورځ چې تیریږي ارزښت یې لاپسې زیاتیږی. خو له بده مرغه دا مهال انسان په دې خاورینه کرُه کې له طبیعی منابعو څخه له حده د زیاتې ګټې اخیستو، په خاوره، اوبو او هوا کې د خطرناکه ککړتیاوو رامنځ ته کولو له امله، د له منځه‌ تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

 د يوويشتمې پيړۍ او اوسني عصر لويه ستونزه چاپیریالي ستونزې جوړوي. د چاپيريال ككړتيا اوسني نسل ته لوى ګواښ متوجه كړى دى. پوهانو ته ثابته شوې ده، چې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څيړنې نظر نورو ټولو څيړنو ته ستونزمنې، مهمې ، د بيلابيلو برخو لرونكې او ضروري دي. چاپيريال ساتنه او د طبيعي توازن حفظ هم د بشريت او هم د ټولو نورو ژونديو موجوداتو په خير ده.

د څيړنو په اساس هر کال په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه درې ميلونه وګړي د ککړ چاپيريال له لاسه خپله ساه ورکوي، چې په دې کې (۹۰٪) سلنه په پرمختلليو هېوادونو او نور مخ په وده او وروسته پاتې هېوادونو کې شتون لري.

د چاپیریال ساتنې په مسلو کې له انسانی ځواک څخه زیاتې ګټې اخیستو او په هره برخه کې د چاپیریال ساتنې زده‌کړې دود ګرځولو ته اړتیا لری.

اسلام مبین دین تل خلکو ته دا حکم کوي چي تاسو خپل ځانونه او خپل چاپیریال پاک وساتئ تر څو د ډول ډول روغتايی ستونزو څخه بچ شئ.

داسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرمایی:
دلاري څخه چټلي’پلیتي او هر مضر شی لري کول صدقه ده.

په ۱۹۶۰مو کلونو کې افغانستان ته د یو متمدنه هیواد په سترګه کتل کیده او کابل ته به یې د ښارونو ناوي ویل کیده.دا ځکه چې په همدي وخت کې د کابل ښاریان خپل ښار دومره پاک او شین ساتلی ؤ چې د ټولې نړۍ سترګي ورته اوښتي،متأسفنا چې په وطن کې مو پردۍ پاله کور ګډي جګړي شروع شوي او دغې مودي زیات دوام ونکړ او ډیر زر زمونږ ښارونه او هیواد د هغو ښارونو په ډله کې راغی چې د ښار نظافت او دچاپیریال سالمه ساتنه نه کوي او ورځ تربلې یې هوا ککړیږي.

دا مهال چې دهیواد نفوس ورځ تربلې په زیاتیدو دی په لویو ښارونو کې دخلکو لخوا د ښار اوسیدني ښاري فرهنګ نه مراعات کیږي،هیڅوک ځان د چاپیریال د ساتنې په اړه مسؤل نه ګڼي باید موږ او تاسې ټول پدې خبر ووسو چې دچاپیریال په ساتنه کې هغومره مسولیت چې دولت ته متوجه کیږي همغومره مسولیت عام خلک هم لري.
که دلته د یوې خوا دولت ګرم دی له بلې خوا خلک هم په پوره ډول پړه دي

دا به سمه وي چې د کثافاتو وړل او ټولول د ښاروالۍ کار دی، خو ښاروالۍ نږدې د ښار په ګڼو سیمو کې کثافات دانۍ لګولي دي، خلک ولې په کې کثافات نه اچوي او د کثافت دانیو څنګ کې يې اچوي. سمه ده چې ښاروالي به هم خپل کار سم نه کوي خو د یوه لاس نه ټک نه پورته کیږي که چېرته خپله ښاریان او د سیمې اوسیدونکي د خپل چاپیریال د پاک ساتلو هڅه ونه کړي نو یوازې ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې اداره څه نه شي کولی.

زمونږ دنده د چاپیریال په ساتنه کې:

په ښار کې هره سیمه او کوڅه خپل مشر (وکیل ګذر) لري همدا مشران دې د خپلو سیمو خلک راټول کړي او ورته دې ووايي چې کثافات په خپل ټاکلي ځای کې واچوئ او د چاپیریال په ساتنه کې ټول سره لاسونه یو کړئ، په خپلو کورونو کې هم ووايئ چې خځلې بې ځایه ځای وانه چوئ، نو څه فکر کوئ تغیر به رانه شي او په ډېر لږ وخت کې به موږ د ډېر یو ښه چاپیریال لرونکي و نه اوسو.

موږ او تاسي باید هر یو د چاپیریال په پاک ساتلو کې خپل مسولیت ادا کړي په یو ډېر ښکلي او پاک چاپیریال کې به مو استوګنه وي.

د ښار د هرې سیمې مشران خپل کشران او کورنۍ د چاپیریال ساتنې د اهمیت او ارزښت په اړه پو کړي او د خځلو او ګندګیو د بې ځایه اچولو مخه ونیول شي تر ډېره بریده به مو ښار او سیمه پاکه شوې وي.

زموږ دنده ده، چې د یو پاک چاپیریال په رامنځ ته کولو کې خپله برخه کار وکړي.

که چېرته موږ د چاپیریال د پاکولو او پاک ساتلو مسولیت یوازې په ښاروالۍ او د چاپیریال ساتنې په ادارې پورې محدود کړو فکر کوم چې دا به سم کار نه وي، ځکه موږ خپله د دې ځای او سیمې استوګن یو او تر ټولو ډېر د بد چاپیریال اغیز پر موږ او زموږ پر کورنیو کیږي؛ مانا دا چې ستونزه موږ ته پیښیږي، نو په حل کولو کې يې باید تر نورو لومړی منډه ووهو.

همدارنګه د ښاروالۍ مسولین وايي چې خلک په هر ځای کې د چاپیریال پر وړاندې د ښاروالۍ اړوند کومه ستونزه ګورې په سیمه کې دې نږدې د ښاروالۍ ناحيو ته ورشي خو ما ولېدل چې په ډیری ځایونو کې کثافات دانۍ لګیدلې وې، خو خلکو د کثافات دانيو پر ځای خځلې او ګندونه د کثافات دانیو تر څنګ اچولي که دولتي مامورین ټول ښار پاک وساتلی شي، خو که هر کس او هر فرد په خپله برخه کې مسولیت وپېژني نو ډېر ژر به وویني، چې ټوله سیمه يې ښیرازه کړی

راځي د خپل چاپیریال د پاک ساتلو لپاره کار وکړو فکر نه کوي چې بیا به نو په یو پاک او سالم چاپیریال کې مو استوګنه وي.

(وايي، ښار زموږ ټولو شریک کور دی.) لکه څنګه چې د خپل کور د پاک ساتلو خیال ساتو راځي د خپل ښار په پاک ساتنې هم پوره پاملرنه وکړو.

وايې چې (( هره ورځ د چاپېریال ساتنې ورځ ده.)) نو موږ او تاسو هم باید د چاپیریال ساتنې ادارې او نورو مسولو ادارو سره یو ځای د خپل ښار د پاکولو په برخه کې مرسته وکړو.

ښه چاپیریال د ښه او سالم ژوند زیږنده دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply