د کابل ښار غلا

شاه محمد بشیر

0 711

کابل یو ګڼ نفوسه ښار دی چې په کې ډول ډول خلک ژوند کوي، داسې ښار چې یو قدم اخیستل یې هم په پیسو کېږي؛ نو د دې لپاره چې د ځان لپاره ډوډۍ پیدا کړي او هغه کسان چې دندې نه لري او په سمه لار پیسې پیدا کولی نه شي؛ نو بېلابېلو ناوړه لارو او چلونو ته مخه کوي. هغه کسان چې له ولایتونو کابل ته راځي، ډېر له داسې پيښو سره مخ کېږي، په یوه نه یوه چل چا ترې پیسې اخیستې وي. زما د دریالس – څوارلس کالونو تجربه چې کابل ښار کې اوسېدل یم؛ ځینې پيښې مې لیدلي، هغه کسان چې کابل کې ژوند کوي او یا هم له نورو ځایونو راځي، دغو خبرو ته دې پام وکړي.

  1. کله چې غواړئ کابل ښار کې له یو ځای نه بل ځای ته لاړ شئ، حتمآ اړتیا ده، چې یو موټر ته وخېژئ. په دې خاطر چې موټروان او یا هم ورسره ناست کسان غله نه وي؛ نو د ځان د ډاډه کولو لپاره باید لومړي د موټر د دروازې لاستي ته وګورئ، که چېرې لاستي مات وو، پوه شه چې دا کسان غله دي، ځکه هغوی د همدې لپاره مات کړي، چې ونشي کولای خلاص یې کړي.
  2. اوس وخت کې دوه یا درې کسان یو پوډري(معتاد) ته په لاس یو ښایسته ټیلفون ورکوي او هغوی ورسره ګرځي، ورته وایي چې دا ټیلفون په ما خرڅ کړه. د هغه ټیلفون لپاره یې داسې قیمت ټاکلی وي، چې په نورو ځایونو کې یې قیمت لوړ وي، هغه کسان چې ورسره وي؛ نو ممکن په سلو او یا هم یونیم سل افغانیو ورسره نه جوړیږي. نور خلک چې په بازار کې تېریږي او راتیریږي، هغوی ته وایي، چې والله ښه ټیلفون ورسره دی؛ خو له ما سره سل یا یونیم سل افغانۍ کمې دي. وایخله ډېر ښه دی. دا معتاد دی کوم ځای نه یې غلا کړی. متعاد هم وایي، تا ته یې په دومره کم قیمت هم درکوم، ځکه هغه مې خوښ نشو، ښه سړی نه دی. په دې کې خراب موبایل په لوړ قیمت درباندې خرڅوي.
  3. هغه ټیلفونونه، چې په لاسونو کې یې وي هم جعلي وي. دغه ټیلفونونه د پل خشتۍ جومات ته مخامخ او د ګوټه سنګي تر پل لاندې ډېر دي. هغوی چې ټیلفون یې په لاس کې وي، پر یو کس باندې یې خرڅوي. داسې ټیلفون وي، چې له هر لحاظه ښه وي. کله یې چې وکوت، قیمت یې خلاص کړ او پیسې یې هم ور کړې؛ نو دغه وخت کې یې په یو چل ترې اخلي یا ورته وایي، چې سیمکارت پکې دی ترې باسم یې یا بل چل؛ نو بېرته داسې یو ټیلفون ورکوي، چې منځ یې له خاورو او خټو ډک وي او دا هم ورته وایي، چې ژر دغه ځای نه ځان باسه د غلا مال دی، څوک یې درنه ونه ویني اوس یې مه روښانوه. کله چې لږ لرې لاړ شي، خوشحاله وي، چې ښه ټیلفون مې په ارزانه واخیست. کله یې چې ګوري هغه یوازې خاورې وي.
  4. کابل ښار کې مو چې هره سودا اخیسته، هغه قیمت باندې یې مه اخلئ، چې په لومړي ځل یې درته وایي، ځکه هر مال په کابل کې درې – څلور چنده لوړ بیه کوي. کوښښ وکړئ، چې ډېر ښکته قیمت ورته ووایئ او څومره مو چې خوښه وي بیا یې  واخلئ. زما تجربه ده.  یو مال په شپږسوه افغانیو بیه کوي، کوښښ وکړئ، چې تاسې ورته په سل ووایئ. څومره یې چې ارزښت درلود بیا یې واخله.
  5. یو چا سره مال دی لکه بایسکیل هغه خرڅوي، کوښښ وکړئ، مه یې اخلئ، کله چې تاسې دغه مال واخیست او پیسې مو ورکړې؛ نو دغه وخت کې څو نور کسان ورسره وي، اصلي کس ځي او هغه کسان چیغې وهي، چې هله غل بایسکیل یې غلا کړ. هم پیسې درنه اخلي، هم بایسکیل او هم دې وهي.
  6. بل کار چې کابل ښار کې راوج دی، هغه دا ده، چې یوه ځای کې ډېر کسان راټول وي او بیروبار یې جوړ کړی وي. قوتي واله چای خرڅوي او څو مشخصو قوتیو کې یې پیسې اچولي وي او وایي چې جایزه دار چای. هغه کسان چې ترې چاپیر وي هغه ټول ملګري دي. یو کس یې لږ لرې لاړ شي، بېرته راشي قوتی راچک کړي، هغه ته زر افغانۍ راووځي؛ نو هغه څوک چې نه پوهیږي، وایي چې راځه ما ته به هم راووځي. داسې دوه، درې، څلور… قوتي واخلي هیڅ ورته نه راوځي او د هر قوتي قیمت درې یا څلور سوه وي، چې چای یې پنځوس هم ارزښت نلري.
  7. د ولایتو خلک ډېر صادق او ښه زړي وي، کله چې دوه یا څو کسان جنګ وکړي؛ نو د انسان دوستۍ په وجه غواړي هغه سره خلاص کړي. کوښښ وکړئ، چې داسې خلکو منځ ته مه وارځئ، ځکه هغه کسان جنګ نه کوي او ټول ملګري وي، کله چې منځ ته سړی ورشي؛ نو کشو ګیر کې یې له جیبونو پیسې وباسي.
  8. هغو کسانو سره چې پیسې وي او کابل ته راځي. هغوی دا خبره اورېدلې وي، چې کابل کې غله وي له ما څخه پیسې غلا نکړي؛ نو د خپل  پیسو جیب باندې یې کلک لاس ایښی وي، غله پوهیږي، چې دغه سره پیسې دي. تعقیبوي یې او پیسې ترې اخلي. په دې خاطر چې پوه نشي، کوښښ وکړئ، چې یوازې پر پیسو مو ذهني پام وي.

دا او دې ته ورته نور کارونه دي، چې کابل ښار کې ورسره سړی مخ کیږي، هغه کسان چې کابل ښار ته راځي؛ نو دغو کارونو ته دې پام کوي. ډېر دې ځیر اوسي، چې څوک ترې غلا ونکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply