ادبیات؛ علم که هنر ده؟

لیکوال: شاه محمد بشیر

0 1,044

په دې اړه په لسګونو ادبپوهانو او هنرپوهانو بحثونه کړي، چې ادبیات علم که هنر ده؛ خو هیڅ یو یې کومې مشخصې پیلې ته نه ده رسېدلی او علت یې هم د دغو دواړو کلیمو ترمنځ نږدې والی او هغه ځانګړنې چې په ادبیاتو کې شامل دي، په دواړو پورې اړوندیږي، ځکه څوک په زغرده نشي ویلی، چې ادبیات علم که هنر ده.

په سر کې به  د علم او هنر لپاره یو لنډ تعریف وکړو،چې تر یو حد پورې راته د دواړو توپیر څه نا څه شوی وي.

علم: له هغې پوهې څخه عبارت ده، چې پر تجربه، منطق، پیاوړي استدلال او عیني واقیعتونو ولاړ وي او هر خبره یې په منطق او استدلال باندې ثابتوي.

هنر: عبارت له هغه څخه ده، چې استدلال او عیني واقیعتونو ته اړتیا نلري.  تخلیق کوونکي پورې اړه لري، چې څنګه یې بیانوي. که چېرې یو پېښه حقیقت ونلري؛ نو لوستونکی او اورېدونکی پوښتنه نه کوي او د درواغو اطلاق هم پرې نکوي، چې دا خبره د ادبیاتو هم ده.

موږ د ادبیاتو په بېلابېلو ژانرونو کې داسې موضوعات او مطالب وینو او لولو، چې په منطقي او عقلي لحاظ محض درواغ دي؛ خو بیا هم لوستونکی او اورېدونکی ورته ګوته نه نیسي، چې ووایي دا خو درواغ دي. لکه تشبهاتو کې چې راغلي: د یو چا قد چنار غوندې کول، یو څوک له  سپوږمۍ سره ورته کول، چې د دواړو ترمنځ یې وجه شبه ښایست ده… داسې نورې خبرې، چې حقیقت نلري؛ خو بیا هم څوک پرې نیوکه نه کوي. یا پخوانۍافسانې، چې انسان به له یو ځای نه بل ځای ته والوت. په تلویزوني ډرامو کې لسګونه داسې پیښې، چې حقیقت ته نږدې نه وي. که چېرې ووایو، غزل هغه ادبي ژانر ده، چې د بیتونو شمېر یې څلور وي او موضوع په بشپړه ډول نشي بیانولی. دغه وخت کې ټول نیوکه کوي او وایي، چې دا خبره دراوغ ده، ځکه هر ادبپوه ته معلومه ده او ثابته شوې، چې غزل له پنځو بیتونو نیولې تر پنځلسو پورې او یوه موضوع کولای شي، چې په ښه ډول بیان کړي.

د ادبیاتو په وېشنه کې بیا موږ ویلي، چې ادبیات د محتوا له مخې په دوه ډوله دي، تخلیقي ادبیات او تحقیقي ادبیات

تخلیقي ادبیات هغه ادبیاتو ته وایي، چې د لیکوال او شاعر له لورې تخیلق کېږي، چې د هغه په ادبي تخلیق او هنر پورې اړه لري.

تحقیقي بیا له هغو ادبیاتو څخه عبارت دي، چې د تخلیق شوو ادبیاتو په اړه بحث او څېړنه کوي. دغه بحث او څېړنه یې باید د منطق او استدلال په اساس وي.  په ادبیاتو کې موږ ادب تیوري، ادب تاریخ او ادبي کره کتنه مطالعه کوو، چې هر یو یې علمي موضوعات دي. هر تیوري او تعریف باید په منطق، استدلال او عقل پورې اړه ولري او لوستونکو ته قناعت ورکړي.

په پایله کې؛ که څه هم د هنر او ادبیاتو جامع او کامل تعریف نشته، همدارنګه ادبیات او ټولنیز علوم هر وخت د تغیر په حال کې دي؛ نو ځکه ورته د وخت اړیتاوو په اساس تعریفونه کېږي. خو دومره ویلی شو، چې تخیلقي ادبیات هنر او تحقیقي ادبیات علم ده. ادبیات د علم او هنر مجموعه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply