په زده کوونکو کې د نوښتونو د پیدا کولو لارې

ژباړه: شاه محمد بشیر

0 1,093

د نن ورځې ژوند هر شېبه د نوي کېدو په حال کې ده ، خلاقیت او نوی والی د فعال ژوند او انسان د خوشحاله او بریالي ژوند لپاره نوي والي او خلاقیت ته اړتیا ده؛ ترڅو پورې   خپله انګېزه د بېلابېلو غوښتنو لپاره پراخه کړو. انساني ټولنه د ژوندي پاتې کېدو او له مرګ نه د تېښتې لپاره نوي والي ته اړتیا لري. د نن ورځې شعار((  که خلاق او نوښتګر ونه ووسئ، له منځه تګ مو حتمي ده)) د ټولو سازمانونو د مدیرانو پر وړاندې دغه شعار ولاړ ده. مګر د ښوونیزو سازمانونوو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې، چې د هېواد د اولادونو او راتلونکو جوړنکو، تربیت په غاړه لري، مسولیت زیات ده. په دې خاطر ښوونیز سازمانونو له یو طرف دنده لري، چې د رشد، خلاقیت روزل، نوی والی او د وکړو له استعدادنو او وړتیاونه سمه او ښه ګټه اخیستل ، چې دا خپله د فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو پراختیاوو لپاره  په ټولنه کې لار هواروي له بل خوا د ځان د بقا لپاره په سازمان

کې خلاقیت او  نوي والي روزل او له هغه څخه ګټه اخیستل دي.

په ښوونیز چاپیریال کې د خلاقیت مخنیوی:

۱ـ د زده کوونکو نمرې د هغوی د ښه والي معیار ټاکل

دغه مسله یو له لویو ستونزو څخه په زده کوونکو کې د وړتیاوو د روزلو د مخنیوي څخه شمېرل کېږي. کله چې زده کوونکی حس کړي، یواځېنی شی، چې ډېر ارزښت لري او په ارزونه( ارزیابي) کې د ښه والي معیار ګڼل کېږي، هغه لوړي نمري دي او نور څه نشي کېدلی؛ نو په پایله ډېرې نمرې د هغه لپاره مهم هدف کېږي. په دې خاطر هغه یواځې د ډېرو نمرو د لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوي او خلاقیت او نوی والی ورته معنا نلري.

۲ـ د تدریس سنتي مېتود یا معلم محوري

افراطي سنتي روشونه، چې هغه کې ښوونکی تر ډېره پورې په ټولګي کې محوري رول لوبوي. تر ډېره پورې په وینا او خبرو کولو باندې راګرځي. دا سبب کېږي چې زده کوونکی په تدریس او زده کړه کې یو فعال رول لپاره د ګډون لږ فرصت پیدا کړي. هغه زده کوونکي چې دغه ډول تحصیلي سیستم کې زده کړې کوي د وړتیاوو د روزلو لپاره فرصت نه پیدا کوي او په کراره ډول خپل خوځښت او مخته تګ له لاسه ورکوي.

۳ـ د خلاقو روشونو نه د ښوونکي ناخبري

په ډېرو موردونو کې د ښوونکي نااشنایي له هغو روشونو سره چې زده کوونکی خلاق کېږي یو لوی مانع ګڼل کېږي. هغه ښوونکی، چې د خلاقیت له ارزښت، موانعو او د روزنې له روشونو سره بلد نه وي معلوم ده، چې نه یواځې چې د زده کوونکو د استعدادنو د روزنې لپاره په ټولګي کې اقدام وکړو، بلکې ممکن په شعوري او د وخت په تېرېدلو د ټولګي درس په چاپیریال باندې بدل کړي، چې په هغه کې د زده کوونکي خلاقیت وځپل شي.

۴ـ  زده کوونکو د خلاقیتونو  روزنې لپاره د لازمو امکاناتو نشتون

که څه هم ډېر خلاق فعالیتونه د ځانګړو هزینو او امکاناتو ته اړتیا نلري، ولې په تدریسي روشونو کې له بدلون راوستل هم په ښوونیز چاپیریال کې د اجرا وړ ده؛ مګر د دغو حداقل لازمو امکاناتو نشتون هم سبب کېږي، چې په ټولګي کې د خلاقیت د روزنې بهیر ټکانی او یا هم له شکست سره مخ شي. دغه کمبودونه په ډېرو مواردو کې بد تاثیر د زده کوونکي پر علاقه او انګیزې باندې تاثیر کوي، چې شرکت ونکړي.

۵ـ  درسي کتابونو منځپانګه او موخې

موضوع، موخې او درسي منځپانګه یو ډېر لوی بحث ده او له بېلابېلو برخو د ارزونې وړ دي؛ مګر دلته چې یو ښوونیز نظام کې درسي کتاب یو له مهمو او د تدریس له  مواردو څخه ده ګټه واخیستل شي او په عین حال کې د موخو او منځپانګې ترمنځ د خلاقیت تر عنوان لاندې منظور شوي نه وي؛ نو زده کوونکی د ګړنو ازادي او لازمه توانایي به ونلري، چې د درسي کتاب له چوکاټ ووځي او په پایله  هغه زده کوي، چې صرفآ د درسي کتاب خواته کېني او له هغه پرته نه.

۶ـ د زده کوونکي فردي تفاوتونو ته پام نه کول.

د دغه واقیعت په پام کې نه نیول، چې زده کوونکی له نورو سره ګډ مشترکات لري؛ خو بیا هم  فرد پورې منحصر دي او د ځانګړو وړتیاوو، علایقو او کششونه  لري، چې دغه سبب کېږي یو ښوونکی د ټولو زده کوونکو په اړه یو ډول فکر ولري. دغه ډول فکر لرب د ښوونې په برخه کې د خلاقیت د مخنوي یو له اساسي مانعو نه ګڼل کېږي او د خلاقو زده کوونکو د سردرګومۍ باعث ګرځي.

۷ـ  زده کوونکو ته د زیاتو درسي تکالیفو ورکول

د زیاتو درسي تکالیفو ورکول د زده کوونکو ډېر وخت نیسي. په هغو مواردو کې چې زده کوونکي ته ډېر زحمت ورکول کېږي او ناچاره کېږي چې ټول خپل توان او فکري انرژي د دغو تکالیفو په ترسره کولو تېر کړي، چې فرصت او توان د نورو فعالیتونو لپاره نلري. له دې برسیر چې د هغوی لپاره ډېر درسي فعالتونه ترسره کول خوشحاله کوونکی نه وي؛ په هغو کې د نورو فعالیتونو  د ترسره کولو لپاره چې زده کوونکی خلاق کوي او هغوی ته فکري او رواني ارمتیا ورکوي، بې میله او بې علاقې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply