غزل 

سید شاه سعود

0 730

شاعري دې رانه غواړي موسیقي دې رانه غواړي
بس هم دا مې زندګي ده زندګي دې رانه غواړي

په هوا کې ګرده ګرځه چې غزل غزل غزل شې
د سپوږمۍ له شپوله پاتې شه بنګړي دې رانه غواړي

چې مې وس نه وي بیوسه یم کتلی درته نشم
او چې وس مې کله رسي بیوسي دې رانه غواړي

دا چې سترګې د چا رپي ولې رپي څه خبر یې
چې رایاده شوې نو راشه اسویلي دې رانه غواړي

سر خو نه یې چې دې ورکړمه زړګیه ته خو زړه یې
نا به څنګه ورته وایم په مرګي دې رانه غواړي

پیښور درباندې تنګ دی ځه چې بلې خوا ته لاړ شو
خپل دې نه غواړي سعوده او پردي دې رانه غواړي
___________________________________

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply