غزل

سید شاه سعود

0 979

ته چې لاړې جدایي درسره لاړه
بی وصاله زندګي درسره لاړه

چې راتلې نو شاعري مې درسره وه
او چې تلې نو شاعري درسره لاړه

هواګانو له دې لتې ورکولې
او بیا خاورې شوې مستي درسره لاړه

د ګلاب وینه مثبته وه ستا نه وه
جنازه د یو ازغي درسره لاړه

په پټو کې یې کرلي دي اوربشې
په ټپو کې تر منګي درسره لاړه

یارانه بس دومره ډیره وي سعوده
تر پیرۍ پورې ځواني درسره لاړه
_________________________
سید شاه سعود

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply