په الوتکه کې يوه پياله قهوه په۸۵۰۰ يورو تمامه شوې

0 623

 

که چیري په الوتکه کې د پرواز په اوږدو کې ستاسو د قهوې پياله وښويږي، پر بدن باندې مو وپاشل شي او له امله يې وسوځی، آيا هوايي شرکت تاسو ته تاوان درکوي؟ د اروپا د عدالت محکمه وايي، هو. هوايي شرکت باید خساره ورکړي.

دغه ډول يوه پيښه له مايورکا څخه وين ته د پرواز پر مهال له یوه مساپر سره شوې وه.

څو کاله مخکې يوه شپږ کلنه نجلۍ د خپلې کورنۍ سره په يوه پرواز کې د مایورکا له ټاپو څخه د اتريش پلازمينه ويانا ښار ته په پرواز کې ول. دغه نجلۍ د پرواز پر وخت د خپل پلار تر څنګ ناسته وه. د نجلې پلار د يوې پيالې ګرمې قهوې فرمايش ورکړ. دغه پلار د قهوې د ترلاسه کيدو وروسته، هغه ېې د خپل مخې ميز پر سر کيښوده. دغه پياله د ميز له سره وښويده او قهوه يې د نجلۍ پر سينې او ورنونو توېې شوه چې په نتيجه کې يې نجلۍ په شديده توګه وسوځيده.

د نجلۍ مور او پلار دغه هوايي شرکت د پيښه مسئول وګاڼه او ورڅخه يې وغوښتل چې د پيښې په بدل کې ورته ۸۵۰۰ يورو خساره ورکړي. دا لا معلومه نه وه چې څه شی د قهوې پيالې د ښويدو سبب شوی دی.

هوایي شرکت ژمن وو چې دوی يوازې د هغي پيښې مسئوليت مني چې هغه له پرواز سره تړلې وي. د بيلګې په توګه داسې يوه پيښه چې د پرواز پر وخت د طیارې د ډير سخت ټکان په نتيجه کې رامنځ ته شي.

خو د اروپا د عدلي محکمې له هوايي شرکت سره هم نظره نه وه او په دې برخه کې يې بل تصمیم ونيو. دغې محکمې د دغه شکايت په اړه اعلان وکړ چې یو هوايي شرکت د ټولو هغو پيښو پر وړاندې مسئوليت لري چې د پرواز په ارتباط رامنځ ته کيږي.

په دې معنی که چيرته د پرواز پر وخت د گرمي قهوې يوه پياله د مساپر پر ځان باندې توييږي او دليل ېې هم معلوم نه وي چې له امله يې هغه ټپي کيږي، نو په داسې حالت کې هوايي شرکت به موظف وي چې خساره ورکړي.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply