د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې، غبرګونونه او راتلونکې

لیکوال: احمدشاه راشد

0 622

ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په ۶ مه نېټه د افغانستان په هغه ځایونو کې چې هلته یې د تر سره کېدو زمینه برابره وه تر سره شوې، د یادولو وړ ده، چې یادې ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې. دغه ټاکنې له دوه ځله ځنډېدو وروسته تر سره شوې، هغه هم په داسې حال کې تر سره شوې،  چې د افغانستان د نژدې ۳۷ مېلیونه نفوس له منځه شاوخوا ۹ مېلیونو کسانو د رائې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې وه او په ټاکنو کې ۱۸۲۴۴۰۱ رایه ورکوونکو په ۲۴۲۸۱محلونو کې رایه کارولې ده، له دغې ډلې ۳۱ سلنه رایه ورکوونکي ښځینه دي، چې د رایې په شرایطو برابر کسانو ۱۱ سلنه تشکیلوي. ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې/ میزان میاشتې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنو په ورځ پراخه درغلی، د بایومټریک سیستم کې ستونزې، د کمېسیون په دننه کې داخلي اختلافات، د ټاکنیزو ډلو ترمنځ شته ابهامونه هغه څه ؤو، چې له امله یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې  د جدې میاشتې په لومړۍ نېټه باندې اعلان شوې. د لومړنیو پایلو د اعلان په اساس د محمد اشرف غني په رهبرۍ دولت جوړونې ټيم ۵۰ جمع یو پوره کړی او د لومړنیو پایلو په اساس وړونکی ټیم بلل شوی دی.

لومړنۍ پایلې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړې. دغو پایلو ته په کتو، محمد اشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په ګټلو (چې ۵۰٫۶۴ سلنه کېږي) تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګټلې دي. په دویم کتار کې عبدالله عبدالله راځي چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) رایې خپلې کړې دي.  درېیم کتار کې ګلبدین حکمتیار ۳،۸۵ سلنه، همداسې په ترتیب رحمت‌الله نبیل ۱،۸۶ سلنه، فرامرز تمنا ۰،۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي ۰،۸۵ سلنه، عبداللطیف پدرام ۰،۶۹ سلنه ، عنایت‌الله حفیظ ۰،۶۲ سلنه، محمد حکیم تورسن ۰،۳۶ سلنه، احمد ولي مسعود ۰،۲۲ سلنه، محمد شهاب حکیمي ۰،۱۸ سلنه، غلام فاروق نجرابي ۰،۰۹ سلنه، محمد حنیف اتمر ۰،۰۹ سلنه او نور رحمان لېوال ۰،۰۵ سلنه رأیې ګټلي دي. دا وروستۍ پایلې نه دي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په درېیو ورځو کې وروړل کېدونکي شکایتونه ارزوي او پایله یې ټاکنو کمېسیون ته سپاري او بیا وروستۍ پایلې اعلانېږي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې کابو ۱۶۸۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي، یاد شکایتونه د لومړنیو پایلو په اړه نه دي، بلکې د ټاکنو د لومړنیو پړاوونو په تړاو دي. او د قانون له مخې پنځلس ورځې وخت لري چې دا وڅېړي. له کمېسون سره د ثبت شویو شکایتونو لویه برخه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، بیا د محمد اشرف غني او له دې وروسته د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې پورې اړوند دي.

د لومړنیو پایلو پر وړاندې غبرګونونه

د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د لومړنیو پایلو تر اعلانېدو وروسته په خبري کنفرانس کې راڅرګند شو، او د کمېسیون له لوري یې د لومړنیو پایلو اعلان غیرقانوني او جانب دارانه وباله، چې د پاکو او ناپاکو رایو له جلاکولو پرته یې لومړنۍ پایلې اعلان کړې. ده  یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د تقلبي رایو پر وړاندې دریږي او د دوی د قانوني غوښتنو پرته پایلې نه مني او له هر راز قانوني لارې به د خلکو د رایو دفاع وکړي. ده هیله څرګنده کړه چې د دوی قانوني غوښتنو او شکایتونو ته به رسیدګي وشي. ګلبدین حکمتیار هم په یوه خبري غونډه کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا لومړنۍ اعلان شوې پایلې “له تقلبه ډکې” وبللې او اعلان یې وکړ، چې لومړنۍ پایلې دوی ته د منلو نه دي. نوموړي وویل، ټاکنو کې د شوې درغلۍ او د لومړنیو پایلو په اړه به ډېر ژر خپل غبرګون اعلان کړو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د لومړنیو پایلو د اعلانېدو هرکلی وکړ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل: “اوس، ټول افغان چارواکي او ښکېل اړخونه باید د ټاکنو د خوندیتوب او بشپړېدو لپاره خپله ژمنه څرګنده کړي، چې ددغه بهیر د وروستي پړاو د بشپړتیا ساتنه وشي.” په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر ټوېټر د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو او غړو د “هېواد‌پالنې خدمتونو” له کبله او د لومړنیو پایلو له اعلانولو مننه کړې. خو زياته کړې يې ده، هغه ټکی، چې باید خلک یې هېر نه کړي، دا دی، چې دا لومړنۍ پایلې دي او لاهم د وروستیو پایلو اعلان او پرې د خلکو باور ته ډېر نور پړاوونه پاتې دي. ده ويلي، “موږ د وروستیو پایلو تر تاییدېدو مخکې شکایتونو ته رسېدو د اساسي او حیاتي کار ملا تړو.” افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، هم د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی. ده بيا د ټاکنو بهير خونديتابه کې د امنیتي ځواکونو ستاينه کړې ده. په کابل کې د فرانسې سفارت ویلي، چې د شکایتونو له ارزولو وروسته باید ټاکنیز بهیر ژر پای ته ورسېږي، په وينا يې تر څو نوی حکومت د ستونزو د حل او د سولې د بهیر د ښه پرمخ بېولو لپاره د خلکو له ملاتړ نه برخمنه وي. د جرمني سفارت هم د دغو پایلو د اعلان هر کلي تر څنګ پر ټولو نوماندانو غږ کړی چې د ټاکنو قانوني لاروچارو ته دې درناوی وکړي او له ناقانونه کړنو دې ځان وساتي. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پر فېسبوک ولسمشر غني او ټاکنیزې ډلې ته یې مبارکي ورکړې او تمه یې ښودلې چې ډېر ژر د هېواد اقتصادي زوړ پای ته ورسېږي. د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیزې ډلې د لومړنیو پایلو د اعلانېدو هرکلی کړی، خو  وايي “تر څنګ یې مشخص شکایتونه هم لرو.” همدارنګه دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې د ټاکنو د بهیر راتلونکي پړاوونه به هم له کومې ستونزې پرته پر وخت عملي شي.

ټولو طرفونو ته د منلو وړپایلې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په لومړیو کې وویل، چې نږدې لس مېلیونه کسان ښایي  په ټاکنو کې برخه واخلي خو اوس د لومړنیو پایلو له اعلان سره معلومه شوله، چې د خلکو ګډون په ځلونو تر هغه کم ؤو،  له دې سره د ټاکنو کمېسیون د دولت جوړونې ټیم ګټونکی اعلان کړ، خو پاتې نوماندان په دې اعلان او پایلو قناعت نه لري. دوی ان دا ادعا هم کوي چې شکایتونه یې نه دي څېړل شوي او کمېسیون یې وړاندیزونو ته ارزښت نه دی ورکړی. ټاکنې له اوله له ستونزو سره مل وې په دې کې شک نشته دی، خو اوس لومړنۍ پایلې اعلان شوې او وضعیت ته په کتلو سره دا پایلې هېواد د یو بل بحران لوري ته بېولی شي، څکه ټاکنیزې ډلې، ملت او بهرنیان په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون، له یو مېلیون څخه د زیاتو رایو د باطلېدو او په لومړنیو پایلو په اعلان کې دوامدار ځنډ هغه څه ؤو چې د دوی اعتبار یې د ټاکنو په کمېسیون په ټوله کې په ټاکنو باندې له شک سره مخ کړ، نو که چېرې وروستی پایلې اکثریتو ته د منلو نه وي د بل بحران د اېجاد سبب کېدلی شي، خو د یادولو وړ ده، چې په ټاکنو کې درغلۍ معمول دي، چې په ټوله نړۍ کې يې بېلګې شته دي، نو دا کړنه بايد د دې لامل نه شي چې له واک څخه د محرومېدو پر مهال د ټولو افغانانو رايې او قربانۍ بې ځايه ولاړې شي، ځکه له دې پرته به واک ته د رسېدو لپاره نورې لارې، ښايي په اوسنيو شرايطو کې د پام وړ اغېز ونه لري، اوس ټاکنیزو کمېسیونو ته پکار ده، چې د قوانینو په رڼا کې د ولس قناعت خپل کړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې ټول شکایتونه په بې طرفانه توګه وڅېړي او ولس ته دې خپلې پایلې وړاندې کړي. په دې منځ کې د نړیوالې ټولنې او همدا راز د ټاکنیزو پروسو د ملاتړو او همکارو هېوادونو مسؤولیت هم دی، چې کمېسیونونه شفافیت ته اړ کړي، افغانانو ته قناعت ورکړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.

پایله 

د دولت جوړونې ټيم مشر محمد اشرف غني د لومړنیو پایلو د اعلان سره سم د خپل ټیم د بري د لمانځنې په پار د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې غونډه جوړه کړې وه، یادې غونډې ته یې په خبرو کې وویل، چې سوله زموږ لومړیتوب دی خو د افغانستان حکومت د سولې اړوند هڅې تر هغه وخته پورې بندې کړې دي، چې تر څو پورې، نوی حکومت نه وي جوړ شوی او دا په نوي حکومت پورې اړه لري، چې د سولې بهیر تعقیب کړي،

دا چې د ټاکنو وروستۍ پایلې به څه وخت اعلانیږي، ممکن وروستیو پایلو په اعلان سره یو ټیم هم په لومړي دور کې بری خپل نه کړي نو د دویم دور د ترسره کېدو ممکن میاشتې او کال ونیسي، او بل که چېرې دولت جوړونې ټیم بری خپلوي د دوی پر وړاندې د نورو ټیمونو د پایلو نه منل، چې دا خپله یو بحران ته لاره هواروي او بل دا، چې د دولت جوړونې ټیم، چې اکثریت برخه‌وال د ملي یووالي د حکومت ؤو، تل یې طالبانو ته د یوې ډلې خطاب کړی او له دوی نه یې د حکمتیار په ډول د یو ځای کېدو غوښتنه کړې او همېش یې د مقابل طرف نه د خشونت په کمولو ټینګار کړی او خپله یې د هر بل وخت نه خشونت او جګړې ته زور ورکړی.

دا هماغه څه دي چې ولس ور څخه وېره لري او د ملک خواخوږو په وار، وار ترېنه خبر داری ورکړی دی. په ریښتیا هم چی زمونږ د ملک لومړیتوب ټاکنې نه، بلکې سوله ده. کاش موجوده حاکمانو ټاکنو باندې، سولې ته لومړیتوب ورکړی وی، اوس به مونږ په دې ملي پروسه کې یو ګام وړاندې وای. خو په اوس شرایطو کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې د نوي میلادی کال تر پیل پورې درېدلې دي او داسې معلومیږي چې د دوی ترمنخ خبرې به ډېر وخت واخلي. افغان چارواکو ته په کار ده چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره کړي او له امریکایانو وغواړي چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو په موخه له طالبانو سره د خبرو لړۍ تېزه او یوې پایلې ته دې ور سره ورسیږي، طالبانو ته هم په‌کار ده چې د نوي چانس نه پوره استفاده وکړي له امریکایانو علاوه، افغان حکومت سره هم د خبرو مېز ته کیني تر څو چې په افغانستان کې شته بحران ته پای ټکی کېښودل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply