د ښوونځي ناکامان مو طب لولي

عزت الله نورزی

0 659

دوه کاله وړاندې مې په یوه ښوونیز مرکز کې پښتو ژبه تدریسوله چې شاګردان یې ټول دري ژبې وو، او زیاتره هغه کسان وو چې په ورځني ژوند کې مجبور وو چې پښتو ژبه زده کړي. یو ډاکټر صاحب چې په یوه دولتي روغتون کې یې کار کاوه، مګر اوس یې خپله روغتون خلاصاوه، او پښتو ژبه یې هم ورته زده کوه. یوه ورځ مې ترې وپوښتل(دري):

ـــ ښاغلی ډاکتر صاحب، تاسې دومره وخت په روغتون کې کار کاوه، له دري ژبو سره ستاسې افها او تفهیم اسان وو، مګر د پښتنو سره مو څنګه افهام او تفهیم کاوه!؟

ډاکټر ځواب راکړ (دري):

ــــ د نارغ چې کوم ځای خوږ شي، یا درد کوي – په هماغه ځای لاس نیسي، نو داسې یې وبوله چې افهام او تفهیم هم ورسره ډېر سخت نه دی، او بل په دولتي روغتون کې د ناروغانو شمېر تر حساب هم زیات وي، نو سړی مجبورېږي چې ناروغان تر ځان تېر کړي.

له یوې خوا د طب پوهنځي زیات شول او له بله پلو ناروغان زیات شول او هم‌مهاله درمل هم زیات را واردېږي، نه پوهېږم ښه او بد ټول د لوی خدای ج په لاس دي، خو هر شی تر شا یو لامل لري.

پخوا یو دود و، څوک به چې په ښوونځي کې ناکام شو، پلار به دیني مدرسې ته ولېږ، د دوی دغه کار هم پر خپل ځای، خو موږ باید تکړه کسان دیني مدرسې ته ولېږو، ځکه له همدې لارې اسلام، وطن او ځانته خدمت کولی شو.

اوس چې کوم متعلم د کانکور په ازموینه کې ناکام شي، طب شروع کړي! د ځینو خو نتایج معلوم نه وي، په یوه پوهنتون کې یې داخله کړې وي! که مو دا حال وي، د ډاکټرانو به مو ځای نه کېږي، مګر د زکام ناروغ ته به سترګو ګورو او درملنه به یې د مرګ لامل کېږي.

طب د ځینو نورو پوهنځیو په شان اسان نه دی، او د ځان له مسوولیت سره د نورو خلکو د ژوند او مرګ مسوولیت درته متوجې کېږي، که د یوه ناروغ په درملنه کې عادي تېروتنه وشي ښايي د هغه د مرګ لامل شي، او داسې کسان چې دوولس کاله په ښوونځي که درس ولولي او یو مضمون یې پښتو وي او اووه کاله پوهنتون ولولي او څو کاله په تخصص کې تېر کړي او داسې ژبه زده نه کړي چې د ناروغ ژبه یې ده، نو د ده به ایکو څه وي!؟ له ده څخه د خدمت کومه طمعه لرئ!؟

هر څوک فردي ازادي لري، مګر زموږ ټول ډاکټران ښه سیاستمداران هم دي، دا لویې چوکۍ هم دوی نیولې دي!، خو دغه کار یې هم خپل دی. هغه کسان چې د طب د کتاب مخ یې راخلاص کړی نه وي او په ځینو ولایتونو کې د ناروغانو درملنه کوي، ښايي چې د دولت د بې‌‌غورې علاوه انساني ژوند ته توهین وي.

نو له مسوولو کسانو مې هیله ده چې دغو برخې ته پاملرنه وکړي، هېواد او ګړي مو له بدبختۍ خلاص کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply