القاعده، طالبان او سوله؟

0 707

القاعده د طالبانو په جنګي قوماندانانو د اغیز له لارې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت مخه نیسي

طالبانو اوالقاعده تل له یو بل سره نیژدي اړیکې درلودې او همدا اړیکې د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د سولې پروړاندې خنډونه ډیر شي.

 دا اړیکي د افغانستان د جګړې د عمر په اندازه دي، که څه هم د جهاد په کلونو کې طالبان نه و، خو هماغه قوماندانان  د طالبانو اصلي هسته جوړوي چې له هماغه وخته یې تراوسه له القاعده سره اړیکي ساتلې دي.

 د بیلګې په توګه جلال الدین حقاني چې اوس د طالبانو له رهبرانو شمیرل کیږي، د مجاهدینو له وخته تراوسه له القاعده سره نیژدې اړیکه لري.

دا اړیکي هغه وخت غښتلې شوې چې طالبانو په افغانستان کې حاکمیت درلود. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د نیویارک برجونه ونړیدل امریکا طالبانو ته وړاندیز وکړچې له القاعده او اسامه بن لادن سره اړیکه پرې کړي، خو طالبانو ونه منله .

 که څه هم دوی په دې پوهیدل چې دا کار به یې د واکمنۍ د پای ته رسیدلو په بیه تمام شي.

د امریکا او طالبانو د یونیم کلنې مذاکرې مهم شرط هم  همدا و چې طالبان باید له القاعده سره اړیکي پرې کړي او امریکا ته تضمین ورکړي چې دا هیواد به یوځل بیا له افغانستان څخه نه ګواښل کیږي.

 که د امریکا دا غوښتنه ونه منل شي، نوله شک پرته چې دا خبرې به پایله ونه لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ هم یادونه کړې چې طالبان لاهم له القاعده سره اړیکي لري.

دا رپوټ چې لس ورځې وړاندې خپورشو وايي چې القاعده او طالبان اوږدې او ټینګې اړیکي لري او القاعده افغانستان د خپلې رهبرۍ ځای ټاکلی دی.

 په دغه رپوټ کې راغلي چې ایمن الظواهري، حمزه بن لادن او ملا هبت الله د طالبانو او القاعده د اړیکو او یووالي پر اهمیت ښکاره ټینګار کړی دی.

 ویل کیږي چې په شمال ختیځ کې بدخشان او په سویل کې پکتیکا د القاعده ډلې له پاره خوندي ځایونه دي او دا ډله غواړي د بدخشان په شغنان کې له تاجکستان سره پر پوله خپل حضور پیاوړی کړي.

په هلمند کې د عاصم عمر وژل کیدل یې یوه ښه بیلګه ګڼل کیدای شي. عاصم عمر د هند له پاره د القاعده مشر و.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ځینې پخواني مسوولین هم په دې عقیده دي چې طالبان او القاعده تراوسه هم غښتلې اړیکې لري.

 د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري وايی د طالبانو ځینې جنګي قوماندانان له القاعده سره نیژدې اړیکې لري اوحتی د دغه شبکې تر مستقیم اغیزلاندې دي.

هغه وايی القاعده نه غواړي په  افغانستان کې سوله ټینګه شي او غواړي له طالبانو سره د اړیکو له لارې طالب قوماندانان د سولې مخالفت ته وهڅوي.

 وزیري وايي القاعده په افغانستان کې د سولې د ټینګښت مخالفه ده.

 القاعده له طالبانو سره مالي ملاتړهم کوي، نو ځکه یې په دې ډول پرې اغیزساتلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت یو بل جنرال محمد رادمنش وايي اوس له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پورې د القاعده غړي په افغانستان کې حضور لري او طالبان او القاعده له یو بل سره همکاري کوي.

د طالبانو اوالقاعده اړیکي دومره غښتلې شوې چې ژر یې پرې کول هم آسانه نه دي.

د ولسي جرګې یو غړی محمد عبده وايي طالبان له القاعده سره د اړیکو پرې کولو ته په آسانی نه حاضریږي.

هغه وایي هغه وخت چې طالبانو ۹۰ سلنه د افغانستان خاوره په لاس کې لرله له القاعده سره اړیکو پریکولو ته حاضر نه شول نو اوس به څنګه حاضر شي.

د ولسي جرګې دا غړی وايي طالبانو خپله واکمني له لاسه ورکړه ، خو له القاعده سره یې اړیکي پرې نه کړې.

هغه د طالبانو او القاعده د اړیکو دوام د افغانستان د سولې او امنیت پروړاندې لوی خنډ او د جګړې د دوام لامل ګڼي.

اوس که موخه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول وي نو باید د طالبانواو القاعده اړیکې ختمې شي که نه هرڅومره د سولې هوکړې چې لاسلیک شي نه به جګړه ختمه شي او نه به افغانستان امن.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply