د ډاکټرتیتسو ، ناکامورا پروژي به جاري وي

سید عبیدالله نادر

0 586

د ډاکټر تیتسو ناکامورا په وژلو سره به دا د هر چا زړه او ذهن ته لویدلي وي ، چې د ده په مرګ سره به دا د ده کومی پروژی چې ، د ده لاس لاندی وي ، دا به په تپه ودریږي ،او دا خدمتونه به نور نه وي ، هغوي چې د وطن د آبادۍ فکر کوي ، ډیر زیات متأثره شول ، ځکه ډاکتر نا کامورا ډیر خدمتونه وکړل ، او د ده خدمتونه په دي موده کې چې دی په افغانستان کې وو ، ټولو ته محسوس شول ، ولي ډیرو په خپلو سترګو ولیدل ،چې ډاکتر ناکامورا د دي وطن د آبادۍ او سرسبزۍ د پاره نه سټړي کیدونکي هلي ځلي و کړي ، خو د مرګ سره یې د ټولو زړونو ته دا اندیښنه ولویده ، چې نوربه داسي څوک بیا په تیره په پردیو کې جرأت وکړي او یا پیدا شي ، چې د دي وطن په شاړو میرو کې په خپلو خپو وګرځي.

په داسي حال کې چې د بدو حالاتو له کبله د دي وطن اصلي بچیان تښتي او ځانونه د اَمن ځایونو ته رسوي ،نو ټول ناهیلي شول چې ، بل داسي څوک به پیدا نه شي ،ځکه ده په ډیر خرابو شرایطو کې دا خدمتونه تر سره کړل ،چې دې شاړو دشتو او ځنګلو کې ګرځیدل د وطن اصلي خلکو هم نه شوای کولای ،چې دې به په دې خرابو حالاتو کې دا کارونه تر سره کړل ،ډیر خطرات یې په ځان منلي وو ،او په دې دشتو او غرو کې ګرځیدی ، خواوس له نیکه مرغه د جاپان دولت او د ډاکتر ناکامورا ځوی دا غږ پورته کړ ، چې د ده د(پلار) پروژي به جاري ساتي ، او نیمګړي کارونه به یې تر سره کوي  دا یوه لویه امیدواري ده ،او د جاپان حکو مت هم ژمنه وکړه ، چې د تیتسو ناکامورا نیمګړي پروژي به بشپړي کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply