د منظور پښتین او پښتون ژغورنې ملاتړ ولې وکړو؟ 

مشتاق رحېم

0 947

دا پوښتنه ډیر ملګري مطرح کوي. هغو چې د وطن او سیمې په اړه یې معلومات کم دي دا یې پوښتنه ده، کوم چې د خپل تحلیل په مرسته پریکړې ته نه شي رسیدلی دا سوال را پورته کوي او یو شمیر غرضیان دي، ځان په کوچه حسن چپ کې وهي. هڅه کوم، بیلا بیلو ډلو او فکري کتلو ته ځواب ووایم:

که د نړۍ تبعه (cosmopolotinist) یاست نو تر ټولو ډیر مسولیت در په غاړه دې. دا چې تاسې ټوله نړۍ خپل هیواد ګڼئ، او د یو هیواد پر ځای ځان نړۍ پورې تړلي ګڼئ، د نړۍ په هر ګوټ کې چې ظلم کیږي، تاسې یې باید په مقابل کې ودریږئ. که نور څه نه کوئ، نو د مظلوم په ملاتړ احتجاج خو وکړئ، غږ یې جوړ شئ. د مارټن لوتهر کنګ دا خبره خو ومنئ چې یو چیرته ظلم، هر چیرته ظلم دی. په پښتون قام باندې دا څلور لسیزې او بالخصوص دا تیر دوه لسیزې انتها د ظلم شوی. که په ظلم قانع نه یاست، بحث کولی شو.

که امت پال یاست، مذهب مو معیار دی، نو بیا هم درباندې د منظور پښتین او د ملګرو یې پوره پوره حق دی. دغه ډله مسلمانان دي، بلکې په سیمه کې یې د اسلام د بیرغ د پورته ساتلو دپاره پیړۍ پیړۍ مبارزه کړی. په مقابل کې بله مسلمانه ډله غرضي اقداماتو له لارې ظلم کوي، خوارجي برخورد کوي. د حق او باطل په اړه تفکیک وکړئ، که پښتون ژغورنې ډله درته مظلومه ښکاره شوه نو دیني وجیبه مو ده چې ملاتړ یې وکړئ. که نور هیڅ نه شئ کولی نو کم تر کمه له لری خو د دې خلکو حقانیت تاید کړئ.

که افغانستان پال یاست او افغانستان لومړی ګڼئ، او د لر او بر بحث درته بابیزه ښکاري، نو مه هیروئ چې منظور او ملګري یې غواړي پاکستان اړ کړي چې د قبایلي سیمو څخه په ګټه اخیستلو افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي. همدا سیمې دي چې له مودو مودو په افغانستان کې د مداخلې دپاره کاریږي. د منظور ملاتړ به پاکستان اړ کړي چې دغه سیمه په ګډه وډه ساتلو د افغانستان ضد استعمال نه کړي. د افغانستان پالنې اړتیا ده چې د هر هغه خوځښت ملاتړ وشي چې د افغانستان پکې خیر وي. یو شمیر په دې ډله کې دا منطق کاروي چې که تاجک مو تاجکستان سره یوځای کیدل وغواړي یا ازبک د ازبکستان سره. هیله ده د ځان پوه کړئ چې منظور پښتین د افغانستان د بیل شوي وجود ټوټه ده، دا برلن د دیوال شرقي لوري ته میشت جرمن په شان دې، نه په اتریش کې پروت جرمني په شان. سر به مو نه وي خلاص شوی؟ جرمنیان د قوم په توګه ټوټه ټوټه هر چیرته پراته دي، هغوي لوی جرمني نه غواړي، خو برلن د دیوال له کبله ویشلو کلونه مبارزه وکړه چې د برلن دیوال ونړوي او بیل شوي وروڼه سره یو ځای شی. پښتانه په هندوستان کې هم ستر ټبر دې، پښتانه په کراچۍ کې هم لوی شمیر پراته دي، کراچۍ په افغانستان د راګډولو بحث نشته، نو تاسې سر خلاص کړئ او دا د تاجک او تاجکستان منطق مه کاروئ! تاجک او دپښتون په شمول ټول نور قومونه د افغانستان بچي، د افغانستان مالکان او د افغانستان اوسیدونکي دي، هغوي اړ نه دي چې بل چا پسې لاړ شي. هغوي هم د خپل وطن بیله شوې ټوټه بیرته غواړي. تاسې لږ سر خلاص کړئ!

که لوی افغانستان پال یاست، او ګیله لرئ چې منظور د امریکا غږ رحمان بونیري سره په مرکه کې ویلي چې مبارزه یې د کوز پښتون دپاره ده، او لوی افغانستان نه غواړي، نو په یاد ولرئ چې لوی افغانستان کابل په وجود دوه ځایه کړی وو، دا د کابل دنده ده چې بیرته دا وجود را کوشیر کړي. د باچا خان، صمد خان، میرزا علي خان، افضل خان، منظور خان او نورو همدومره توره بس ده چې په پیښور، وزیرستان، جنوبي پښتونخوا، اسلام آباد او بل هر ځای کې درته د لر او بر یو افغان نعره وهي، د ښمامار په خوله کې ناست “یہ جو دهشت گردی هیں اس کے پیچهے وردی هے” چغه پورته کوي. ستا ګیله به هغه مهال ومنم چې د افغانستان د وجود نه انکاریان د افغانستان د قانون په رڼا کې کابل کې محکمې ته کش کړې. باچا خان په خپله جنازه د لر او بر تړون ژوندی وساتلو، منظور یې په مبارزه ژوندی ساتي، لږ بوج خو په ځان هم ومنه کنه خانیه!

هغه چې وايي عدم تشدد کار نه ورکوي، او منظور دې ټوپک پورته کړي، نو دا ټوپک خو میرزا علي خان پورته کړی وو، چا یې ملاتړ وکړ چې منظور ډاډه شي او د ټوپک مبارزه پیل کړي. د ټوپک مبارزه خو بلوڅ دا اووه لسیزې کله تیزه کړي او کله سسته خو تراوسه یې په پنجاب معمولي فشار هم نه دی راوستی. خو د منظور عدم تشدد پنجاب دومره وار خطا کړی چې د تیښتې لار نه ور معلومیږي. د منظور عدم تشدد خو پنجاب ته ستر تشدد ګرځیدلی! د منظور همدومره وس پوره دی، همدا کولی شي. ټول هر څه له ده مه غواړئ!

هغوي چې وايي منظور په دې تکل کې دی چې نیشنل پارتي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي کمزورې کړي نو منظور په ځوانه تنه د بابا ګانو سر ګرځوي. هغه خو حتی د ده خلاف ولاړ پښتون ته ګل خان نه وايي، هغه خو په زغرده د هر هغه چا مخالفت کوي چې په یو نوم او بل نوم د پښتون د ویش لامل برابروي. هو، پارټیانو صرف پارلماني سیاست وکړ، د بشیر بلور، هارون بلور، میا راشد حسین او سلګونو نورو مبارزو شهیدانو د وینو پوښتنه یې ونکړه، منظور د ټولو پوښتنه کوي، د خپلو ورکو عزیزانو لسټ په لاس ګرځي احوال یې غواړي. نو ستر کار ته ستر باید وویل شي، د منظور حق دې چې قد یې د پښتنو اوسنیو مشرانو نه لوړ شي! او دا حق به تاسې ورسره منئ، نه منل ناځواني ده.

یوه ډله وايي چې منظور په حقه دی، مبارزه یې هم سمه ده، خو مونږ باید اول خپل کور دننه ټول مسایل حل کړو، بیا به د اخوا او دیخوا غم وکړو. دا خبره به دې هغه مهال سمه وای چې درته چا ویلي وای چې تکړه شه، شاباس سبا له تورخمه واوړه او د منظوري لښکر غړی شه. دا خبره به دې ما هغه مهال منلې وای چې دلته دې شپه او ورځ د ستونزو د حل دپاره عملي کار کولو. خو د دې ځای ستونزې هم په فیسبوک څاری، او د منظور ملاتړ هم په ټولنیزو رسنیو دی. نو که لسو لیکنو کې دې کومه یوه د منظور په ملاتړ هم ولیکله نو خدا که نړۍ ورانه یا ودانه شي!

خپله ډله معلومه کړئ، او فکر پرې وکړئ، که اړتیا وه راسره بحث وکړئ او بیا مو تګلاره وټاکئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply