پاکستان د ګړنګ په غاړه له کتابه څخه

سید عبیدالله نادر

0 958

احمد رشید د پاکستان تکړه لیکوال ،(د پاکستان د ګړنګ تر غاړه) کتاب کې چې د کتاب نوم یواځي د پاکستان استخباراتو دپاره یو ټکان ورکونکی پیغام لري ، په شپږم څپرکي کی، د افغانستان د طالبانو سره خبري ،تر عنوان لاندی لیکي :

پاکستان لا هم ډیری طالبان په خپل خوا کې لري، سره لدې چې د طالبانو مشران غواړي، بیرته خپلو کورونو ته ولاړ شي ،له اوږدې جلا وطنۍ وروسته ډیرو طالبانو د پاکستان په خوا کې پولې ته نږدې په ښارونو کې خپل کورونه ودان کړي ،هغوي ځمکي اخیستي ،خپل کاروبارونه یې جوړ کړي ،هټي لري ، او دا رنګه د ټرانسپورت خدمتونه کوي، کوم چې ټول د (آی ،اس ،آی) تر اغیز لاندي دي ، تر اوسه پوري هغوي طالبان له کورنۍ سره یو ځای نه دي نیولي ،چې نور طالبان تر فشار لاندی راولي ،په پاکستان کې( آی، اس آی) طالبانو ته د ګرځیدو، راګرځیدو ، د جګړې له پاره وسایل برابرول ،او د ژوند کولو ښه زمینه برابره کړي، او دا رنګه په دوامداره توګه یې، د پاکستانی او افغانی طالبانو د جذب او ګمارنۍ زمینه برابره کړې ، تر څو هغوي خپلي جګړې ته دوام ورکړي ، ډیری ځانمرګي برید ګر چې په افغانستان کې، ترې کار اخیستل کیږي ،هغه په خټه پاکستانیان دي ،او ډیری یې په پاکستان کې روزل کیږي ، له دي ور آخوا پاکستان ډیرو پښتنو او پنجابي جنګیالیو ته اجازه ورکړې ،چې په افغانستان کې جګړه وکړي ،د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې په قبایلي سیمو کې ، کله هم په هغو ګروپونو او ډلو بریدونه نه دي کړي ،چې له امریکا سره په افغانستان کې جګړي ته تیار دي ،او کوم چې د پاکستان له پوځ سره د جګړي مخالف وو ،دا هغه کار وو چې امریکا او ناټو یې تل ځوروله .

پاکستان دا رنګه یو بله مهمه ډله لاس کې لري ،د حقاني شبکه چې د جلاالدین حقانی په وسیله اداره کیږي ،هغه چې په شمالي وزیرستان میرانشاه کې ځای پر ځای ده ، حقاني چې اوس شپیته کلن دی ، زوړ او په کټ کې پروت دی ،هغه د خوست د ختیځي ولسوالۍ څخه راغلی او د ځدرانو یو قومی مشر وو ،دهغه کورنۍ په ۱۹۷۱ کال کې پاکستان ته کډوال شوي ،او د هغه او د افغان ولسمشر شهید داوود خان خلاف بغاوت کې په کال ۱۹۷۵ کې برخه اخیستی ،هغه د شوروی خلاف سخت مخالفت څرګند کړ ،او په ځدرانو کې یې ، د هغوي خلاف جبهه پرانیسته ،کومه چې د ختیځ افغانستان ډیرو نورو برخو ته هم وغځیده ، د آی ،اس، آي او سي ،آی،ای له خوا تمویلیده ، او مرسته ورسره کیدله ،د ۱۹۱۹۰ لسیزو په اوږدو کې په کورنۍ جګړه کې هغه د آی،اس، آی په امرله طالبانو سره یو ځای شو ،او ۱۹۹۶ کال کې ، د طالبانو په امارت کې وزیر وټاکل شو ، خو د طالبان سره د کلنو په اوږدو کې ،هغه خپله خپلواکی وساتله ،او له (آی ،اس،آی) او القاعده سره یې خپلي ځانګړي اړیکي و پاللي د سپتیمبر د یوولسم وروسته هغه د طالبانو خلاف له خوځښت سره د یو ځای کیدو ډډه وکړه ، سره له دي چې (آی،ای،آی) او (سي ،آی،ای) دواړو ترې غوښتنه وکړه ،خو هغه دا غوښتنه رد کړه ،وروسته هغه د القاعده له غړو سره مرسته وکړه ، چې له افغانستان څخه په تیښته بریالي شي ،هغوي ته یې په میرانشاه کې د پاتي کیدو ځای ورکړ ،او ځان ته یې د امریکا سره د جګړې له پاره یوه جبهه پرانیستله ،سره له دي چې تش په نامه له ملا عمر سره ملا تړي پاتی شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply