د ملي تاريخ اړوند

لیکوال: جانباز جرار

0 632

د ملي تاريخ لپاره ملي والى او ملي يووالى په کار دى، د ملي تاريخ لپاره ملي بحث ته اړتيا ده، ډاکټر هيوادزاده به راته ويل چې موږ ځکه خوار يوو چې تر اوسه مو هيچا ملي ګټي و نه پېژندلې، مجاهد مو و نه پيژانده، مسلمان او کافر مو و نه پيژانده، موږ د اسلامي مقدساتو څخه هميشه ډېره ناوړه استفاده کړې او اوس يې هم کوو، ځکه خو راباندي عذابونه مسلط دي، ډېرو غلو د مجاهد او متقي په نامه خلګ چور کړل، موږ يوازې د ديني مقدساتو څخه سوء استفاده نه ده کړې، بلکې له هيوادنيو ملي مسائلو څخه د سوء استفادې ترڅنګ مو له ملي مسائلو او فضائلو سره هم د خپلې ګټې لپاره ناوړه چلند کړى، موږ د فرديت يعني فردمحورۍ له مراحلو لا نه يو را وتلي، په فرد محورۍ کې فرد له هرې ممکنې لارې څخه يوازې د خپلې کوټې/برخې د لويولو لپاره کوښښ کوي، د ملت او ټولنې د ګټو چندان پرواداره نه وي، زموږ متمدين او هوښيار کسان هم  يوازې د تمدن په ندرت کې د تمدن تمثل کوي، انسان پېژندونکي په دې عقيده دي چې ابتدايي انسان نظر مدني انسان ته فردي دی، اما مدني انسانان بيا د فرديت له دايرې را وتلي خلګ دي چې ټولنيزو او ملي مسائلو ته ژمن او پر هغوى باندي اګاه خلګ دي، موږ که له خپلو غيري متدينو انسانانو څخه تېر سو او د خپلو متدينو انسانانو نبضونه وګورو بيا پوهيږو چې زموږ هوښيار او پوه کسان په کومه اندازه بيرته د فرديت په نشه کې خمار او خپلو شخصي ګټو ته ژمن دي، زموږ د فردي محروميت څخه راوتلي کسان بيرته په فردي ځانځاني اخته دي، ځکه خو د ملي ګټو، ملي مسائلو، ملي ارزښتونو او ملي تاريخ بنسټونه ورست شوي او خنثا شوي دي، موږ د نورو برخو تر څنګ په تاريخ کې هم د فرد محورۍ تر اغېز لاندي يوو، کله چې د تېرو تاريخي دورو کيسې کوو، ټولې دورې په افرادو پسې منسبوو، تاسو به اوريدلي او يا ويلي وي چې د داوود په وختو کې د نجيب په وختو کې … او يا هم بيا به اينده وايو چې د اشرف غني په وختو کې.

د ملي تاريخ درلودل د هيواد ملي هويت څرګندوي، که خپل تاريخي اثار لږ په غور سره مطالعه کړو  بيا پوهيږو چې موږ له تاريخ سره څه ډول چلند کړى، موږ ته تېر سوي تاريخ څومره ګټه رسولې؟ موږ يې څنګه روزلي يوو؟ او اوس مو څنګه روزي؟ اړتيا څه وه؟ اوس اړتيا څه ده؟ تاريخي حقايق څه ول؟ اوس د تاريخ په نامه څه را پاته دي؟ سبا ته به مو تاريخ څنګه وي؟ تر ټولو مهمه پوښتنه دا چې له تېر تاریخ څخه مو څه ډول زده کړه کړې او څه یې راکړي دي؟ څومره ابتکاري معرفت لري؟

د تېر تاريخ حقايق بالکل زموږ وياړ دي، مګر موږ چې د اوس زمانې د عصري سياليو په ميدان کې په تش جیب لاس وهو دا کیسې نورې پای ته رسیدلې او د تاریخ په شمول اجتماعي علوم هم نور کرار، کرار له ابتدایي مراحلو را وځي او ثبوتي بڼه خپلوي، تر څو به موږ له نورو ټولنو او خلګو سره د پرتلې پر وخت ځان تېري شوې ماضي ته سپارو؟ او يا هم چې کله، کله ژر د هغې دنيا د مزاياو زمه دران شوو، يو چا کيسه کوله چې له کوم انګريز سره مې د خپل تېر تاريخ خبرې کولې، وايي هغه مې خبرې را پرې کړې او ويل يې چې تېر دي پر خپل ځاى اوس څه لرئ!؟

د اوسني عصر اړتيا خو همدا ده، چې د اوس او را روان وخت پر تاريخ باندي خداى راکړې انرژي مصرف کړو، هسي نه چې د سيالۍ له ميدانه د پاته کېدلو په خوږ/ درد کې د ځان د تېرايستلو له پاره هغې دنيا(اخيرت) ته پنا يوسو، ځکه موږ هر وخت چې په داسي ناکام حالت کې بند پاته سو، نو بيا د ځان د خطا ايستلو له پاره وايو چې د کافرو دا دنيا ده، له دې حقيقت سره سم د حاجي عطامحمد هغه يوه مشهوره ټوکه به تاسو اوریدلې وي، چې د يوه کلي څخه بل کلي ته په ورا / واده کې دوو تللو سپين ږيرو چې د هغه بل کلي ښايسته له مڼو ډک باغونه وليدل او په خپل کلي کې يې هغسي باغونه نه درلودل، نو يوه هغه بل ته ور غږ کړ ـ چې اى! دا نو باغونه دي – هغه بل ور غبرګه کړه چې راځه، راځه د کافرو دا دنيا ده(!)

پورته خبره که څه هم د حاجي عطامحمد په بانډارو کې يوه ټوکه ده، اما په عيني حال کې زموږ د حالتو يو واقعي حقيقت هم دى.

که موږ د تاریخ په ملي والي باندي کار و نه کړو، زموږ ملي روحیه په لاسي لاس له منځه ځي، ځکه تاریخ خو خلګ روزي د خلګو روحیه روزي، د خلګو احساساتو ته لوری ورکوي، که یې روزنه مثبت او جوړونکی اړخ ولري خو ښه، که نه خپل تاریخ به مو د غاړي طوق وي، د هیواد د مشهور لیکوال او شاعر سلیمان لایق هغه خبره چې په یوه مرکه کې یې د تاریخ په اړه د فرانسې د امپراتور ۱۶ لویي په باره کې کوله ډېره دقیقه ده، وايي کله چې د ذکر شوي امپرطور په مقابل کې انقلاب وشو، نو بیا ده پوښتنه وکړه چې دا انقلابیون له کومه کېږي، موږ خو نه کومه مدرسه جوړه کړې، نه کومه فاکولته نو دا له کومه سول، وايي چا ورته وویل چې صاحب دا یو شی دی، چې هغه خلګ روزي او هغه ته تاریخ وایو، دا کار د تاریخ دی.

نو تاریخ د نسلونو د روزني له پاره واقعن مهم مکتب دی، که دا مکتب ملي و، ملي نصاب او ملي ښوونکي یې درلودل، بیا نو د ملي ارزښتونه پایښت او درنښت  ډېر اسانه کار دی او که موضوع د دې برعکس وه، بیا نو د ملي تناسب او ملي واحدت را مینځ ته کول هسي خوب او خیال دی، په ملي ایډیالوژۍ کې د فقر، جنګ، بدبختۍ او نا اهلۍ ټغر ډېر ژر ټولیږي.

تاریخ باید له ځان سره ابتکاري معرفت ولري او د ابتکاري پوهي له پاره زمینه برابره کړي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply