نیمګړې څېرې

لیکنه قطار ظفري

0 611

انساني ټولنه له مختلفو څېرو او بېلابېلو فکرونو جوړه ده، معلومه خبره ده، چې هر انسان ځانګړی اند لري، چې د یاد اند په  شتون کې بیا د خپل ژوند تګلاره ټاکي. خو په نننۍ معاصره نړۍ کې ځیني انسانان تر نورو ډېر خواږه، ځیرک او مینناک وي او ځیني یې نفرت، وېره، شیطانت… خوښونکي او کونکي وي.

دلته د هغو انسانانو ځانګړتیاوې او عادتونو درسره شریکو کوم، چې د خلکو له پامه او نظره بدیږي:

۱- دوی تل ځان خوښونکي وي.

۲- په خپلو خبرو کې دروغ وایي.

۳- چالاکي او فریب یې د ژوند سره کرښه وي، داسې فکر کوي چې دوی مخاطیبن غلط کړل او زه بریالی شوم حال دا، چې مخاطب د کوم مجبوریت او اړتیا له مخې دوی ته سر د هو تر اشارې لاندې خوځوي.

۴- حسد او کینه کوي.

۵- هیڅ وړتیا نه لرې بلکې تش په واعدو او لویو خبرو یې خلکو ته دروغحن قناعت ورکړی وي.

۶- لباس یې ښه رنګین وي، خو فکر او ذهن یې تش د بوسو پنډ وي.

۷- کوښښ یې دا وي، چې هر څوک د ځان ملګری کړي.

۸- نیت،عمل او رفتاریې خراب وي او دټولو اصولو خلاف تګ کوي.

۹- په ادارو او د دندې پر مهال کوښښ کوي، چې ځان پیاوړی وښئ او د مدیر او مشرتابه تر څنګ استوګنه خوښوي.

۱۰- هیڅ راز نه ساتي، شته ملګري ډېر ژر له لاسه ورکوي.

۱۲- له کار او کردار څخه یې خبرې ډېر زیاتي وي.

۱۳- په اخلاقي او اداري فساد ککړ وي.

۱۴- ژوند یې تنګ او ړنګ وي.

۱۵- له کورني جنجاله برخمن وي.

۱۸- له ټولو همکارانو څخه نفرت لري خو یو یا دوه  یې د خپل شیطانت په موخه د ځان کلک ملګري کړي وي.

۱۹- او ….

پورته ځانګړتیاوو ته په کتو په هره ټولنه، دفتر، کاري ځاي او حتا په ځینو کورنیو کې ورته کسان موجود وي چې نور خلک یې له کړنو په تنګ او په عذاب وي خو د وخت او بخت د مجبوریت له امله د هغوی سره یو ځای د ژوند نیمګړې چاري پرمخ وړي.

حل لاره يې څه ده؟!

 له داسې اشخاصو ځان خلاصول هم کومه اسانه کار نه دی او هغه څوک،  چې له دوی سره مبارزه کوي نو باید اتل ونومول شي.

خو ځیني مشورې باید په نظر کې ونیسو؛ موږ وایو چې حق تل ګټونکی او بریالی وي. باید موږ د حق پلوي اوسو او تل حق ته لبیک ووایو.

هغه کړنې، چې دی یې کوي موږ باید له هغو څخه صرف نظر وکړو.

تل حقیقت ووایو، اصول، قواعد… او ټولو شته طرزالعملونه په پام کې ونیسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply