ښاغلي حکمتيار ته يوه مشوره

سيد حسين پاچا

0 630

ښاغلي حکمتيار ته يوه مشوره :

د مؤقت ((عبوري)) حکومت وړانديز يوه بې اساسه غوښتنه ده

له راتګ سره دې هغه پاتې حزب هم ټوټه ټوټه کړ، نو څنګه به مؤقت حکومت جوړ کړې؟

له يو چا چې خپل زوی بېزاره او خپل پلار د ټولو غميزو مسؤول بولي، نو هغه به نور څنګه يووالي ته راوبولي؟

نوټ : هېښنده لا دا چې ښاغلی حکمتيار د بهير د انحصار (ګروګان) خبره کوي، خو خپل ځانته نه ګوري چې خپل حزب يې ګروګان کړی او له خپلې سرتنبه ګۍ (سرزورۍ) نه يې ټوټه کړ. هغه څه چې ورته پاتې وو له راتګ سره يې په کال کې دننه هم دنګې دوالې کړ. انحصار نور څه ته وايي؟ حزب له سره نوې تګلارې او نوي ملتپاله ځوان ته اړتيا لري چې له سره هر څه د ملي اسلامي ارزښتونو په رڼا او چوکاټ کې ورغوي.

طرحه :

  • طالب وسله وال د افغان ځواکونو په ليکو کې ځای پر ځای کيږي،
  • د سولې پلاوی بايد کوچنی وي،
  • مذاکرات بايد د بهرنيانو له حضور پرته په يو بې طرفه درېيمګړي هېواد کې ترسره شي،
  • د سولې پر مهال بايد ټول لوري اوربند، د طالب بنديانو پرېښوول او په امنيتي ليکو کې شامل شي،
  • په افغاني مذاکراتو کې دې مؤقت حکومت جوړ او مشران دې يې وټاکل شي،
  • له سولې وروسته بايد مؤقت حکومت جوړ شي،
  • ټاکنې ترسره کړي، خو له يو کال بايد زيات نه وي،
  • د مؤقت حکومت مشر او کابينه يې بايد په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او يو کس (فرد) نه شي چې دا بهير (پروسه) انحصار کړي،
  • امريکا وطالبان بايد ژر تر ژره د سولې هوکړې ته ورسيږي.

ښاغلی حکمتيار،

که له تاسې وپوښتل شي چې نن په نړۍ کې په رښتينې يو بېلوري هېواد را په ګوته کړه، نو مشکله چې په را په ګوتو يې کړې.

په اوسني دور کې بايد ښځو ته برخه ورکړل شي. ستا له کوشني پلاوي داسې برېښي چې هماغه د جهادي پير اووه مشران سره راټول او ملتانی دوړن درته هر څه وټاکي.

تاسې د بهرني نفوذ خبره کوئ، نو تاسې دا راته ويلای شئ چې د شهيد محمد داوود خان له وخته تر همدا نن ورځې پورې پخپل هېواد کې هم د بهرنيانو له نفوذه خلاص نه يې، نو ته به چېرته د دوی نفوذه او شتونه خلاص شې؟ نه اسمان ته ختای شې او نه په مځکه ننوتی شې، نو د زمکې پر مخ خو نن داسې يو هېواد نه تر سترګو کيږي هغه دې د سترو قوتونو نه خلاص وي. ان تر دې چې د جهاد په اوايلو کې هم د همدې ځواکمنو قوتونو په خوښه د پنجابي رياست وعرب په لاس د الله تعالی کورته د قسم لپاره ورننه ايستل شوئ، خو له راوتو سره مو لارې جلا وې چې لا تر ننه هماغه جلا پاتې دي.

دا به ستا ناپوهي وي چې د عبدالله په يو ورتګ سره تا ته هر څه وبښل شي، خو هغه هم خپل مجبوريتونو اخېستی چې څنګه په واک کې پاتې شي او د دې لپاره يې وروسته هڅه د ډاکټري انورالحق احدي وکړه چې که غني يې اجرائيه رياست او يا اجرائيه رياست ته ورته په يوه بله څوکۍ په واک کې پرېږدي او پرسونل ته يې په حکومت کې ځای ورکړي، نو تا ته به څه در ورسيږي؟ له ائتلاف وروسته خو ستر درز رامينځته شو چې تر پنځوسو پورې لوړپوړي او مهم کسان درڅخه جلا شول، نو اوس خو ستا هغه برخه به څنګه شي؟

تاسې د مؤقت حکومت لپاره يو کال وخت ټاکئ، خو له راتګ سره دې څه وکړل؟ تاسې خو دوه پړکه شوئ، نو يو څوک چې د دې جوګه نه وي چې خپل هغه مرور ملګري پخلا نه شي کړای، بلکې هغه ورسره ولاړ ملګري ترې هم خوابدي شي، نو تاسې به په دې يو کال کې د هېواد په کچه له نورو ډلو ټپلو او له بهرنۍ نړۍ سره څنګه اړيکه جوړه کړئ؟ خپله پخپل حزب کې درباندې نور څوک راټوليږي، نو نور هېواد خو ستره خبره ده. همدا اوس هم که د بهرنيانو لاس درڅخه لنډ شي، نو ګومان نه کوم چې له خپل زوی او دوه زومانو پرته درباندې بل څوک راټول شي، خو هغوی به هم مجبوره وي.

د الله تعالی نېکبخته مخينه دې ټوله په نفاق او سرزورۍ کې تېره شوې او لا تر ننه په نفاق کې اخته يې. لږ ګرېوان ته سر کښته کړه او چا چې راوستې، نو اوس ورسره د خپل لالچ لپاره ناباندې مه کوه! عيني شرايطو ته په کتو چې دا څومره سهميه اخلې، نو دا هم درته ډېره ده او له دې نوره زياته غوښتنه به درته ګټه ونه کړي. تاسې د مشرتابه ګۍ ستونزه لرئ او دې جوګه نه ياست چې څوک په ځان راټول کړئ، بلکې د دې ښه جوګه ياست چې هغه خپل خوا کې ولاړ ملګري و ملاتړي هم له ځانه بېزاره کړئ او تل مو همداسې کړي دي. له وقاد وسيرته راواخله تر ارغنديوال وجمعه خان همدرد پورې او لا پاتې نور دې هم الله تعالی خير کړي چې بله زلزله د حزب په دننه کې ونه شي. که دا مو حال وي، نو هغه ورځ لېرې نه ده چې له يو زوی او دوه زومانو سره به يوازې په ميدان پاتې يې او نور به هېڅ درپاتې نه وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

حکمتيار: سولې لپاره بايد يو کلن مؤقت حکومت جوړ او مشران يې بايد کانديدان نه شي

http://www.taand.com/archives/144160#comment-116164

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply