د سختو ورځو صدراعظمه: میرکل د کرونا په بحران کې ځلېدلې

0 648

د انګلا ميرکل په مشرۍ محافظه پال مسيحي اتحاد د کرونا ويروس له بحران سره د حکومت د چلن او د دې پراخ باور له کبله چې ميرکل د دې بحران د مديريت وړتيا لري، په نظر پوښتنو کې ښې پايلې لرلي دي.

    
د آلمان د مسيحي ديموکرات (CDU) او مسيحي سوسيال (CSU) ګوندونو اتحاد چې په دې تيرو څو کلونو کې یې محبوبيت تر ريکارد کچې ټيټ شوی وو، د نظر پوښتنو په حواله د ۳۲ تر ۳۵ فيصده خلکو تائيد ترلاسه کړی دی چې دا په يوازې يو څو اوونيو کې د شپږ تر اوو پواينټونو لوړوالی ښيي.

دا د آلمان د صدراعظمې د مسيحي ډيموکرات ګوند له پاره ناڅاپي بدلون دی چې په همدا تیره مياشت کې د خپل منځي ستونزو او په دې اړه د بحثونو له کبله زيانمن شوی وو چې په ۲۰۲۱م کال کې به چې د ميرکل دوره پای ته ورسيږي، څوک د دغه ګوند له خوا صدارت ته کانديد شي.

د آلمان د اين ټي وي شبکې د آنلاين برخې په سرمقاله کې دې ته په اشارې سره چې تجربه لرونکې سياستوالې د لوبې د ميدان له غاړې په جادويي توګه بیرته پر لوبه کنترول ترلاسه کړی دی، ويل شوي : «ميرکل بیرته راستنه شوې.»

په دغه مقاله کې زياته شوې: «د صدارت پر څوکۍ په خپل وروستي وخت کې هغه د خپلې کاري دورې د تر ټولو ستر سیاسي چيلنج سره مخامخ شوی ده. او داسې ښکاري چې څه چې کيږي [ميرکل یې کوي] هغه د آلمانانو خوښيږي.»

د يوې ساينس پوهې په توګه هغه پر واقعيتونو ښه خبره ده او په آرامه مغزو او سړه سينه یې يو بااضطرابه ملت آرام کړ. د کرونا د بحران له وجې د هغې په مشرتوب پر ائتلافي حکومت هم اعتماد ډېر شوی دی.

که څه هم چې په آلمان کې د مثبتو پيښو شمير مخ پر لوړېدو دی او د دوشنبې په ورځ تر ۵۲ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي دي خو د خپلو اروپايي ګاونډيانو په پرتله دې هېواد کې د مړينو شمير ډېر ټيټ دی.

ميرکل په لومړي سر کې د روغتيا وزير ينس شپاهن، ته د ويروس سره د چلن په تړاو د اختیاراتو د ورکړې له کبله له نيوکو سره مخامخ شوه. خو د مارچ  له يولسمې نيټې راهيسې کله چې هغې د دې وبا په اړه لومړۍ خبري غونډه جوړه کړه، نوره داسې نه ده. تر دې وروسته ميرکل په يو لړ لنډو خبري غونډو کې ګډون وکړ او آن د يوې تلویزيوني وينا په ترڅ کې یې د آلمان له خلکو په کور کې د پاتې کیدو او د ټولنیز لیرې والي د مراعتولو غوښتنه وکړه.

د هغې دغه وينا د ميليونو خلکو له خوا وکتل شوه او دا لومړی ځل وو چې هغه په تیرو ۱۴ کالونو کې د نوي کال د عمومي وينا پرته، مخامخ خلکو ته مخاطبه شوه.  دا ۶۵ کلنه چې د کمو خبرو عادت لرلو له کبله مشهوره ده، په يوه مغازې کې د سودا پر وخت له نورو سره د واټن په مراعتولو او يوازې د اړينو شيانو د اخيستلو له وجې مثال وګرځيده.

ميرکل د ځان د قرنطين کولو له کبله هم وستايل شوه. نوموړې تر هغه وروسته ځان قرنطين کړ چې ډاکتر یې چې دې ته یې واکسين کړی وو، د کرونا په ویروس اخته شو. هغه په دې موده کې له کوره کار کوي او د ويډيو کانفرانسونه له لارې په مهمو غونډه کې ګډون کوي. په دې منځ کې د هغې د کرونا آزموينه منفي ثابته شوې ده.

د کرونا بحران له کبله رامنځته شوي بې سابقې ټولنیز او اقتصادي ټکانونه د ميرکل د ځای ناستي پر ټاکلو اغیز کولی شي.

د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند له خوا د اپريل پر ۲۵مه نيټه د ګوند د نوي مشر د ټاکلو پلان چې هم هغه به بيا په راتلونکي کې د ګوند له خوا د صدراعمظمۍ څوکۍ ته نوماند هم وي، د نورو سترو غونډو په څېر لغوه شوه. د ګوند د مشرتوب له پاره يو کانديد فريدرش میرڅ، دی. نوموړی پر ميرکل د نيوکو له امله هم شهرت لري.

د هغه مخالف کانديد ارمين لاشيت، دی چې د روغتيا د وزير شپاهن ملاتړ هم ورسره دی. شپاهن نن سبا ډېر شهرت پيدا کړی او کابو هره ورځ په خبري غونډه کې ګډون کوي.

د آلمان د مشهورې «بیلد» ورځپاڼې په حواله که چېری اوس پارلماني ټاکنې ترسره کیدلی نو د ميرکل په مشرتوب د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو اتحاد او سوسيال ديموکرات يو وار بيا کولی شو چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د دې ګوند په شهرت کې زياتوالی د زرغون ګوند په تاوان چې د چاپيريال ساتنې پلويان دي، رامنځته شوی. دغه ګوند په دې وورستيو میاشتو کې ډېر پرمختګ کړی وو خو دا چې د کرونا د وبا له کبله د چاپیريال ساتنې موضوع يو څه څنډې ته شوې ده، نو د دغه ګوند شهرت هم کم شوی دی.

د کرونا د بحران د تر ټولو ستر بايلونکی د آلمان ښی اړخه د «آلمان له پاره بديل» ګوند دی. د «ډېر شپیګل» مجلې په دي اړه ليکلي چې د کوويد ۱۹ بحران د هغو «ارزښتونو د مثال په توګه يووالی، اعتبار، احتياط او د علم پر ځواک باور چې دغه ګوند یې نه پيژني، په اړه د خلکو د نظر د تغير سبب شوی دی».

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply