ملت کېدنه

محمد جواد مختار

0 507

څه وخت د مخه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن په یو بحث کې ویلي و چې افغانان هیڅکله یو ملت کېدای نه شي دا خبره په رسنیو کې ښه وشاربل شوه او ګڼ شمېر افغانانو یې په اړه ډول، ډول غبرګونونه څرګند کړل. 

راځئ اول په ملت کېدنه و غږيږو چې ملت کېدنه څه شی دی او وروسته به په دې خبرې وکړو چې د جوبایډن څرګندونې د کوم هدف لپاره وې؟ 

د ملت کېدنې اړخونه:

ملت کېدنه دوه اړخونه لري. یو سیاسي او بله اجتماعي ملت کېدنه، په اکاډمیکو بحثونو کې سیاسي ملت کېدنه ډېره تر بحث لاندې راځي او ټولنیزه ملت کېدنه د ټولنېزو علومو د عالمانو او قانون پوهانو له لورې تر بحث لاندې نیول کېږي په دې برخه کې ښکېل کسان باید د ټولنې له عنعناتو، رسوماتو، او د ژوند د هرې برخې له تړلو ځمکني حقیقتونو خبر وي.

د ټولنیزې ملت کېدنې لوازمات:

 د ټولنیزې ملت کېدنې لپاره یو شمېر لوازمات او ارزښتونه شته چې په مراعت کولو یې ملتونه د تهذیب لوړو پوړیو ته رسيدلي او په دې برخه کې تر ټولو مهم شی د وضع شویو قوانینو رعایت دی، همدا رنګه د قبیلوي ذهنيت او ګټو پرېښودل د ټولنیزې ملت کېدنې لپاره اساسي اجزاء دي، قبیلوي ذهنیت لا تر اوسه هم په موږ کې رايج دی او په کلکه یې عملي کوو، زموږ ښارونه هم قبیلوي شکل لري چې د ښار ټول لوازمات نه پوره کوي، په ښارونو کې د ژوند د هرې برخې لپاره اصول وضع کېږی او بیا هماغه اصول هر سړی په ځان عملي کوي، خو موږ ټول وضع شوی اصول تر پښو لاندې کوو نه د ټرافیکي د اشارو پروا ساتو، نه هم د ښار د پاکۍ په اړه فکر کوو ټول کوښښ مو دا وي چې منحیث د فرد په اسانه او لنډه لار تر نورو مخکې شو او له هرې ممکنه لارې یوازې خپله وږې خېټه ډکه کړو، یعنې وضع شوي اصول زموږ د مزاج برخه نه ده او کله چې په دغسې یو حالت کې قرار ولرو نو د ټولنیزې ملت کېدنې لپاره ځینې پړاونه شته چې باید ووهل شي.

د ژوند کولو لپاره ځینی اصول، ارزښتونه او اقدار باید شته وي چې ځینی یې لرو هم لکه تیږه ايښودل، څلي او نرخونه چې لا هم ښاري نه دي او د اوسني عصر د انصاف ورکولو د پروسې غوښتنې نه پوره کوي؛ چې ښېګڼې او بدګڼې یې لیکنه اوږدوي.

کله چې د ارزښتونو رعایت عام شي او قانون پلی شي. د خلکو سوچ پراخ شي نو دې ته د مدنیت په لور پرمختګ وايي دلته د خلکو د فکر دایره ځکه محدوده ده چې د ژوند په ډېرو لومړنیو اړتیاوو کې سره اخته دي.

د ډاکټر میا سهیل انشاء دا خبره بلکل سمه ده چې موږ د ملت په توګه د پورته شیانو د تر لاسه کولو په هڅه کې یو او د [ملت کېدنې له مرحلې تېريږو او لا په بشپړه توګه ملت نه یو].

سیاسي ملت کېدنه:

په سیاسی لحاظ موږ ملت یو اما د جګړو او بهرنیو لاسونو له امله خورا ځپل شوی ملت! موږ د دنیا د ملتونو په منځ کې سرلوړی ملت نه یو ځکه خو جوبایډن موږ پورې تمسخر کړی،  د ملت کېدنې مسایل مو له ستونزو سره مخ دي چې ښکاره سیاسي وجوهات لري د دې مسؤلیت تر ډېره

 د جوبایډن او د واشنګټن ادارې ته ورګرځي. موږ د ملت کېدنې پوره پوټنشیل لرو او په دې خبره جوبایډن هم پوهيږي دوی دلته ټول هغه فکتورونه له منځه وړي چې په هغې ملت را ټولیږي او ملت کېدنې ته پرمختګ ورکوي، امریکا د هر هغه فکتور په ضعیفه کولو کې لاس لري چې له وجې زموږ ملت کېدنه وده کوي.په افغانستان کې اوږد جنګ او د امریکا کمزورې او او د خپلو ګټو په سیاست ولاړ تعهد ددې لامل شوی چې دلته د ملت روښانه مخ داغداره شي.

د سیاسي ملت کېدنې فکتورونه: 

د سیاسي ملت جوړېدنې مهم فکتورونه ګډه جغرافیه، معلوم سرحدات، امنیت، اقتصاد او د دولت مشروعیت دی چې په متزلزل شکل د ودې په حال کې دي، په سیاسي لحاظ زموږ د ملت کېدنې خبره په دې هم سمه ده چې موږ دلته انګریزان مات کړي، روسان مو په ګونډو کړل که چيرې موږ ملت نه وای دا کار ناممکن و. 

زموږ د ملت په غېږه کې پراته قومونه پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن … په خپلو کې د دښمنۍ هیڅ تاریخچه نه لري، همدا اوس چې هېواد مو د جګړو له امله کنډو کپر دی په هیڅ قوم کې داسې یوه ډله نشته چې د بل قوم په مقابل کې دې جګړه وکړي یا دې یو قوم د بل قوم دښمن وي. دا کوم اور چې بل دی دا د نړيوالو په لاسونو بل شوی اور دی چې د خپل بام نه یې لرې کړی او زموږ په انګړ کې یې لمبې پورته کېږي. که د جوبایډن او د هغه د هېواد اداره دلته د تروریستي کړیو په ختمولو کې جدي شي دلته د ښې حکومتولۍ، شفافو ټاکنو او د افغانستان د دولت د موقف په توسعه کې کومک وکړي نو زموږ د ملت کېدو جوهر به بېرته را ژوندی شي موږ به هغه وخت ملت نه وای چې په هېواد کې یو یا څو قومونه را پورته شوی وای او د خپلو امکاناتو په مرسته یې ویلای وای چې موږ بېلېږو. 

د ملت جوړېدنې پر وړاندې خنډونه:

په افغانستان کې د نورو هېوادونو مداخلت د خپلو ګټو لپاره ده  ځیني خلک دا فکر کوي چې د نړيوالو په حضور کې به امنیت او سوله وي خو دا هیڅ امکان نه لري ځکه د ګلوبلایزیشن استازي له خپلو ګټو پرته چېرته هم نه ځي، د دوی ټوله پالیسي دا ده چې  اور بل کړه، د خپلو حریفانو لمنو ته یې صادر کړه او د بل په شر کې د خپل هېواد خیر و لټوه، د دې کار لپاره له امریکا سره د پاکستان غوندې کالوني او د قبایلو په څېر ازادې علاقې شته چې هلته د خپلې خوښې هر قسم جنګي اچار جوړولای شي.

په افغانستان کې د امریکا له لورې د نظام کمزوري کول، د سیاسي ډلو ټپلو غیر مشروع ملاتړ، په مختلفو نومونو د جنګي ډلو ملاتړ، د ترهګرۍ د لارو چارو تنظیم او مالي ملاتړهغه څه دي  چې زموږ د ملت شیرازه او جوړښتونه یې متضرر کړي دي.

ددې تر څنګ یو شمېر نور سيمه ایز قوتونه هم شته چې زموږ د ملت ريښې وباسي، عربان غواړي زموږ د خاورې له لارې جنت ته لاړ شي، ایران هم د خپل مذهب او فرهنګ د غوره والي داعیه پرمخ وړي، پاکستان مو ځمکې، اوبو او هر هغه څه ته خېټه په اوبو کې ایښې چې دوی یې تر لاسه کولای شي.

د مدني کېدلو پوټنشیل:

مدني کېدل د یوې ورځې یا یو کال خبره نه ده چې یوه ډله کښیني او ووايي چې راځئ! په دې کال کې مدني او سیولایز شو دې ته کار په کار دی حکومت به ددې پروسې سرپرستي کوي، دوامداره عامه پوهاوی او نظارت به کوي او دا هغه وخت امکان لري چې جنګ نه وي، که وي هم د وخت حکومت باید دا په خپل لومړیتوب کې ونیسي ددې لپاره په کار دي چې حکومت د مدني کېدلو لپاره د زده کړو زمینه هر چاته برابره کړي، د قانون په پلي کولو کې بیخي جدي وي، د کار خلک په دندو و ګماري او د خپل مشروعیت لپاره کار وکړي، ، د افرادو پر ځای ادارې حاکمې شي او د خلکو په تګ راتګ ادارې متضررې نه شي، څومره چې د دولت مشروعیت زیاتیږي هماغومره په لرې پرتو سیمو کې د حکومت مینه د خلکو په زړونو ننوځي او ځان د قانون په پلي کولو کې محفوظ ګڼي چې بیا له زړه د قانون احترام او پابندي کوي.

دا خبر دلته بیا د یادونې وړ ده چې حتی زموږ د دولتونو مشروعیت هم د امریکا او نورو بهرنیو قوتونو له امله تر پوښتنې لاندې راغلی دی، خلکو د ملت په توګه خپل زعیم د رایې په واسطه و ټاکه خو د امریکا د لاسوهنو له امله خراب شو او داسې یوه ګډوله یې را منځته کړه چې د ملت په زړه کې د دولت لپاره احترام او په خپلو رایو باور یې له منځه لاړ، دلته د امریکا د حکومت اخلاص تر سوال لاندې دی او د ملت کېدنې پروسه نه حمایه کوي.

موږ چې په کوم حالت کې په ټاکنو کې برخه واخېسته دا په خپله د ملت کېدنې یو غټ ثبوت دی.

د ملت کېدنې پر وړاندې زموږ په ملت کې ستونزې: 

قومي او قبایلي سوچ ، د عارضي ګټو لپاره د ملي ګټو تروړل، د خپلې ټولنې د خیر او بقا لپاره د سټراټيژیک او اوږد فکر نشتوالی(یوازې په دې فکر یو چې نن څه وخورم، څنګه ژوندی پاتې شم، او دا کار هم د نورو د را څملولو له لارې)، د زد کړو کمی، د ټیکنالوژۍ سر نا بلدتیا، د اصولو او قانون نه مراعت( اصول او قانون مراحل لري چې مراعتول یې اړین، خو زمانګیر دي زموږ فکر دا دی چې هر څه ته په یو شېبه کې لاسرسی و لرو).

په پای کې ددې خبرې یادول اړین بولم چې د مدنیت مانا دا نه ده چې موږ دې غربې کلتور را خپل کړو، او یا دې هم لنډې او تنګې جامې واغوندو او یا دې هم خپل دیني رسومات تر پښو لاندې کړو بلکې خپلې ښېګڼې او د نورو ملتونو ښېګڼې چې هغوی یې د عروج پوړیو ته رسولي سره یو ځای کړو او له دې لارې یو پرمختللی ملت شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply