سوشیالیزم (socialism)

لیکنه: محمدعثمان غني

0 1,355

چي ورته اشترکي نظام هم وايي.

دسوشیالیزم رامنځته کیدل د سرمایه داري نظام د رد لپاره شوي دي،داچي کپیټلیزم داسي نظریه درلوده چي هر کس باید خپل کار ته ازاد وي، او هر څنګه چي زیاته ګټه کولای سي همدومره ازادي لري،په سرمایه داري نظام کي هر څه د عرضي او تقاضا له مخي تاکل کیږي،چي په دغه نظام کي هیڅ ډول د ټولني دعمومي ګټي خبره نه مطرح کیږي،او دګټي په موضع کي چي تجار هر څومره ګټه کولای شي اجازه ورکول سوي ده نو دلته شتمن نور هم شتمن کیږي او فقیر نور هم فقیر کیږي ،نو ځکه دلته سوشیالیزم سر راښکاره کړ،او په کپیټلیزم يي نیوکه وکه،خو دوی له شخصي ملکیت څخه ډډه کړي او هر څه عام ملکیت بولي.

سوشیالیزم په سرمایه داري نظام دانیوکه کوي چي هر څه دبازار عرضي او تقاضا ته پریږدي چي دا کار په ټولنه کي ټولنیزه بي عدالتي منځته راوړي،چي ساده ترین مثال يي دادي کله چي عرضه دکار زیاته سي نو مزد یا اجوره یي کمیږي،نو دلته کاریګر مجبور دی چي په ډیره کمه اجوره باندي کار وکړي،نو دسوشیالیزم له آنده دعرضي او تقاضا قانون یو ظالمانه قانون دی،هر څه باید دولت ته وسپارل سي،دولت باید داتصمیم ونیسي چي کوم څه باید تولد سي او څومره تولید سي؟

سوشیالیزم د سرمایه داري نظام خلاف دتولید عوامل دوه شیان بولي(ځمکه،او کاریګر)ځمکه به ددولت سره وي او انساني قوه به د دولت په قوانینو تګ کوي،یوه بله خبره داچي ځیني کسان planned Economy  هم ورته وایي هغه داچي دا نظام یو تصمیم نیسي دهرڅه لپاره او هغه به هم دولت نیسي،

دسوشیالیزم اساسي اصول

1)     ټولنیز ملکیت collective property :

له دغه اصل څخه دسوشیالیزم هدف دادی چی د تولید عوامل هغه که ځمکه وي که کارخایونه وي ټول ددولت په لاس کي دي،شخصي ملکیت به نه وي،فقط هغه شیان چي شخص پوري مربوط وي هغه شخصي ملکیت بلل کیږي،او هغه ګټه چي یوه شخصي تصدی لاسته راوړي تر مقدار اضافه به دولت ته سپاري،او کاریګرو ته به يي دولت تنخواه ورکوي.

2)     پلان جوړول planning

دوهم اصل دی چي دولت به ټولو اقتصادي فعالیتونو ته پلان جوړوي،څومره تولید وکړي ؟

په کومه برخه کي تولید؟…

یوه خبره چي دلته یادونه ضرور ده هغه داچي سرمایه داري نظام هم په خپلو قواعدو پاتي نسو چي تول څه باید ددولت په لاس کي وي،سوکه سوکه دولت مداخله په بازار کي ضرور وه خصوصاُ دبازار دنظم لپاره چي د وخت په تیریدو سره (ګډ اقتصاد mix economy ) رامنځته سو.

داهم په زیاته توګه دکپیتلیزم اصلاح شوی شکل دی چي په وخت دضرورت کي به دولت مداخله کوي،

چي دلته د public sector  او private sector  خبره مطرح کیږي،

3)     ټولنیزه ګټه collective interest:

  په سوشیالیزم کي اجتماعي ګتي په شخصي کتو باندي غوره دي،

4)     دعاید مساوي ویش دی equitable distribution of income:

دا دسوشیالیزم څلورم اصل دی،چي دتولید څخه چي کوم عاید لاسته راځي باید دخلکو په منځ کي په مساوي ډول باندي تقسیم شي، دشتمن او مسکین په منځ کي باید زیات تفاوت پاتي نشي،مګر په اضل دسوشیالیزم خبري هم هسي لاپي وي هغسي ډول چي دول ویل په عمل کي داسي نه وو.

د سوشیالیزم اقتصادي نظام ځانګړتیاوي

·        دفردي ملکیت له منځه وړل او ټول دولت ته سپارل

·        په افرادو دملي عاید ویش پداسي شان چي له ټولیز عدالت سره برابر وي او په تولیدي عملیه کي يي  برخه اخیستي وي

·        په دي سیستم کي هدف ګټه نه ،بلکي دټولیزي رفاه رامنځته کول دي

·        ملي اقتصاد ته په پلانیزه توګه پراختیا ورکول

·        شخصي ازادي له منځه وړل

·        دعاید جدید ویش

·        په دی نظام هرچاته دپرمختګ مناسبه موقع په لاس ورځي

 

دسوسيالستي اقتصادي سيستم ښيګڼي:

سوسيالستي نظام ځيني ښيګني لري چي په لاندي ډول دي

(١) دمنابعوبهترتخصيص اوتعين :

په سوسيالستي نظام کي اقتصادي منابع په باکفايته توګه دزياتوګټواوکارونولپاره په کاروړل کيږي په سرمايه داري نظام کي دمارکيټ انحصاري اونهايي غيرعادلانه عوايدوپه وجه دتوليددعواملوتقسيم په مختلفواهدافوباندي باکفايته نه وي مګرپه سوسياليزم کي چي توليدات ددولت دپلان په اساس صورت نيسي مثلادټولني ضرورت څه شي دى؟ اوڅومره دى؟ چىپدي توګه په کاراچول کيږي چي دهغي په وسيله دټولنيزژوندسطه لوړه شي

دا منابع او وسايل دداسي اجناسو دتوليدلپاره تخصيص کيږي چي په هغي سره دټولني اکثروافرادو ته ګټه ورسيږي

(٢) دتوليدپه استعدادکي اضافه والى :

په سوسيالستي اقتصادي نظام کي ملي توليدات په ښه ډول زياتوالى مومي چي دلايل يي په لاندي ډول دي

(الف): سرمايه داري نظام دحرکت لرونکى ګټي په محور ګرځي چي پدي خا طرهرشخص خپله ګټه لاسته راوړي تخنيک اوتحقيقاتي معلومات په راز کي ساتي ترڅودمقابل لوري څخه زياته ګټه ترلاسه کړي مګر په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي په نوي اختراع شوي ميتودونواوساينسي تحقيق ترسره کيږي ترڅودټولني خدمت وکړي چي پدي ډول په مجموعي توګه دهيوادپه صنعتي توليداتو کي زياتوالى رامينځته کيږي

(ب):په سرمايه داري نظام کي چي کوم انحصارات رامينځته کيږي هغوى دخپل توليد مقدارکم ساتي ترڅوقيمتونه لوړ شي اوزياته ګټه لاسته راوړي مګرپه سوسياليزم کي دتوليداتو په مقدارکي په هيڅ صورت کموالى نه رامينځته کيږي ځکه هلته توليد دګټي دلاسته راوړلولپاره نه وي مګردټولنيزوضرورتونو د پوره کولو لپاره او د توليداتو د زياتوالي لپاره هر ممکن کوښښ کيږي .

(ج):  په سرمايه داري نظام کي مختلف توليدونکي د خپلو توليداتو د زياتوالي لپاره يو د بل سره  دمقابلي په خاطر په اعلاناتو او اشتهاراتو باندي پيسي لګوي .

 چي په حقيقت کي د ټولني دملي شتمني او پانګي د ضايع کيدو سبب ګرځي مګر په سوسياليزم کي چي دتوليداتو پروسه د حکومت په نوم وي پدي خاطر په اعلاناتو باندي بيځايه پيسي نه مصرفيږي .

همدارنګه په سر مايه داري نظام کي دتوليد د استعداد څخه پوره پوره استفاده صورت نه نيسي اود توليـــــــــــــد يوه برخه ئي بيځايه پريږدي مګر په سوسيالستي اقتصادي نظام کي د ټولو توليدي وسايلو څخه په پوره توګه استفاده صورت  نيسي (1).

 (٣):  چټک اقتصادي پرمختګ :

په سوسيالستي اقتصادي نظام کي د اقتصادي پرمختګ رفتار ډير ګړندى (تيز) وي ځکه چي د حکومت لخوا د مؤثري پلان جوړوني په نتيجه کي دتوليد ټول عوامل په بهترين او نتيجه  خيزي طريقي سره پکار وړل کيږي اوهغه په هيڅ صورت کي بيځايه نه پريږدي چي د هغي په نتيجه کي دسړي سر حقيقي عايد په تيزى سره لوړيږي روس او چين هيوادونو ته اشاره وکړه (٢)

دسوشیالیزم نمګړتیاوې

ü     سوشیالیزم هر څه دولت ته سپاري او هر څه به ددولت په خوښه کیږي ،دلته له انسان څخه هغه فردي ازادي اخیستل کیږي او دانسان کاملاُ ازادي سلب کیږي چي دا مستقیمُ ظلم دی

ü     داچي مزد اجوره ددولت لخوا ټاکل کیږي نو دلته مه یو کاریګر هرحومره کار وکړي دهغه اجوره له هغه ټاکلي حد څخه نسی زیاتیدلای نو دلته تولید زیاتوالی او پرمختګ نسي کولای او نوښت نسي راتلای او منفي تاثیر لري.

(١) داقتصادي ازادۍ له مينځه وړل:

په سوسيالستي اقتصادي نظام کى فردى ملکيت او فردى اقتصادى فعاليت پائى ته رسيږي او هر شخص د يو اجتماعى نظام د يو پرزى شکل غوره کوى دغه سيستم د خلکو شخصى وخت او خود مختارى باندى غټ ګذار ګڼل کيږي چې پدي توګه د انسان ذاتى شخصيت ختميږي او د انسان د خپلى خو ښى او استعداد مطابق نه کسب انتخابولى شى او نه د خپل قوت او توانائى څخه د زړه له اخلاصه استفاده کوى

(٢)د مستهلکينود فردى ازادى له منځه وړل :

پدي سيستم کى دمستهلکينو ازادى پاى ته رسيږي ځکه چې پدي سيستم کى بى کفايته اجناس توليديږي او د اجناسو معيار ختميږى او په نتيجه کى مستهلکين په پراخه پيمانه دخپل انتخاب شوي جنس څخه محروميږي  

 

(٣) د جذبى او مقابلى ختمول:

پدي نظام کى په کلي توګه په خپله خوښه د کار کولو ازادى پاى ته رسيږى او انسان ته د زيات کار کولو او نورو څخه په اقتصادى چارو کى د مخکي کيدو جذبه وروسته پاتى کيږي ځکه يواځى ګټه انسان تشويقوى چې هغه خپل ذهنى استعداد او جسمانى قوت په کار واچوى او دډير کوښښ په نتيجه کى ډيره ګټه لاسته راوړى.

(٤):ټول اقتصادي کوښوښونه او فعاليتونه چي دصنعتي انکشاف په خاطر تر سره کيږي جرائت ،زړورتيا ،پراخه تجربه ،دتاوان خطر پخپل سر اخستل ،لازمه اداره او معقول پلا ن جوړوني ته ضرورت لري چي د هغي په واسطه توليدي اوتجارتي فعاليت ښه وده کوي او په نتيجه کي زياته ګټه لاس ته راځي .

ددي برعکس د سوسيالستي اقتصادي سيستم مؤلدين ،کارفريان اوتجارتي اشخاص چي هغوي د اقتصادي فعاليت په مقابل کي معاش اخلي په هغي کي داپورتنۍ ځانګرتيــــــاوي مو جودي نه وي ځکه چي د هغوي هدف خپل معاش لاس ته راوړل وي  پدي توګه هغوي نيغ  په نيغه او خواخوږي سره توليدي او تجارتي فعاليتونه په صحيح توګه سرته نشي رسولي .

(٥)- سوسيالستي اقتصادي نظام فردي ملکيت په رسميت نه پيژني خو په استثنائي توګه پدي وروستيو کي ئي افرادو ته د کښت او کر کيلي ځيني الاتو د ترکارۍ د ځمکي او ډيرو لږو چرګانو د ساتلو اجاره  ور کړي ده.[1]

(٦)- سوسيالستان داوسپنيزخونړي ځواک څخه پرته حکومت نشي کولاي نو اقتصادي پرمختګ به پدي نظام کي څرنګه رامينځته شي .

(٧)- سوسيالستي اقتصادي سيستم به واقعي توګه ونه توانيد چي خپلو اهدافو ته ورسيږ ي هلته چي شعار ئي پورته کړ هرڅوک بايد د خپل وس په اندازه کار وکړي او د خپل ضرورت په اندازه مزد واخلي .

په سوسياليزم کي سړي پدي پوهيږي چي دده دکار محصول دده ندي او ده ته نه ورکول کيږي ، دغه نظام په حقيقت کي دټولني په افرادو کي ظلم رامينځته کوي او په عمل او فکر دواړو کي  ازادي له مينځه وړي .

(٨)- په سوسيالستي اقتصادي سيستم کي په اقتصادي چارو کي ډير ټولنيز مفاسد څرګنديږي ،لکه رشوت ،خيانت اوداسي نور .

 

داچي دسوشیالیزم لمړی تجربه شوروي اتحاد وو نو دسوشیالیزم دسقوط سره روسيي ریس جمهور ګورباچوف ( کاشکي سوشیالیزم موږ نه وای عملي کړی اوس به مو دا تاوان نه وای لیدلای کاشکي دافریقا به کوم کوچني هیواد  کي تجربه شوای وای)

پخوا وختونو کي په سوشیالیزم کي یو اصطلاح ډیره مروجه وه utopian  دغه اصطلاح د یوه کتاب له نامه څخه اخستل شوي وه،داسي معنا تري اخستل کیده چی هر څه دچا خوښ سي هغه استعمالولای سي بغیر له کوم پرداخت څخه، خو دغه نظریه یوه خیالي بڼه درلوده او کوم دعمل جامه يي نه درلوده ،

سوشیالیزم داسي وایي چي دتولید عوامل دوه دي یوه ځمکه و دوهم کار هغه سرمایه او ماشین الات د ځمکي او کار زیږنده دي، دلته دشتمني ویش یوازي د مزد با اجوري په واسطه کیږي ځکه نور ټول ددولت په لاس کی دی،

ددوی مشهور اقتصاد پوه کارل مارکس داسی نظریه درلوده چي هر څه دکار په نتجه کی منځته راغلي دي، نو ځکه دتولید عامل هم کار دی ، دسرمایي څخه ګټه او دځمکي څخه ګټي یو اضافي عوامل دي، چي دغه نظریه یي دیوي تیوري په حیث منلي وه او دغه تیوري ته يي theory of surplus value   ویل کیږي.

له لوستلو څخه مو مننه کوم

عثمان غني

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply