ستورپوهانو نوې سیاره موندلې ده

0 1,299

ستورپوهانو یوه لرې سیاره مومندلې چې ښایي د وسپنې باران پکې ورېږي.

د واسپ۶۷ ب په نوم دا سیاره تر خپل کوربه ستوري دومره نږدې تاویږي چې د ورځې تودوخه یې تر ۲۴۰۰ سانتي ګراد لوړېږي او په بړاس د فلزاتو بدلولو لپاره پوره ګرمه وي.

د سیارې د شپې لوری(تیاره اړخ) زر درجې یخ دی او دا بړاس شوي فلزات منجمدولی او پر باران بدلولی شي.

د جنیوا پوهنتون استاد ډاکټر ډیویډ ایرن رایخ دا حالت هیښوونکی چاپېریال بللی دی.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، “تصور وکړه! د اوبو د څاڅکو په ځای د وسپنې باران در باندې ورېږي“.

دې سویسي څېړونکي او ملګرو یې خپلې موندنې طبیعت مجله کې خپرې کړې دي.

دغې ډلې دا موندنې د اروپايي تروېتون په سوېلي څانګه کې کړې دي چې په چیلي کې دی.

دا سیاره له موږ ۶۴۰ لمریز کلونه لرې ده، خو دومره خپل ستوري ته نږدې ده چې په ۴۳ ساعتونو کې یو ځل ترې چورلېږي.

د دې سیارې بله ځانګړنه دا ده چې تل یې یو لوری(روښانه لوري) له ستوري تاویږي او ساینسپوهان یې دا چلن “بشپړ تړل شوی” بولي.

د ځمکې سپوږمۍ هم ورته چلن لري او موږ یې یوازې یو لوری یا اړخ وینو.

دا په دې مانا چې د واسپ ۷۶ب سیارې د ورځې لوری رڼا سېځلی دی.

په اصل کې دا مخ یې باید دومره ګرم وي چې ټولې وریځې پکې تیت پرک وي او دې اتوموسپیر کې ټول مالیکولونه په ځاني یا انفرادي اتومونو بدل شي.

د ډاکټر ایرن رایخ ډله وايي، د سیارې د روښانه او تیاره لوري( د ورځې او شپې لوري) ترمنځ د تودوخي خورا لوی توپیر ډېر چټک باد پیدا کوي چې پریوه ساعت کې اتلس زره کیلومتره چټکتیا لري.

سایسنپوهانو د سنجوونکو الو په کارولو سره موندلې چې دې سیاره کې د ماښام پر مهال- چې ورځ خپل ځای شپې ته پرېږدي- سخته وسپنه په بړاس یا بخار بدلېږي، خو په سهار کې د وسپنې نښې له منځه ځي.

ډاکټر ایرن رایخ زیاتوي: “زموږ حدس یا ګومان دا دی چې وسپنه د شپې مخ(تیاره لوري) کې منجمده یا متراکمه کېږي، که څه هم تودوخه ۱۴ سوه سانتي ګراد درجې وي، خو لا هم دومره یخني وي چې په ورېځ، باران یا ممکن څاڅکو بدله شي“.

د هغه په خبره، “دا ښايي د اتوموسپیر خورا ژورو پوړونو یا طبقو ته ولوېږي چې اوسنیو وسایلو سره ورته لاسرسی نه لرو“.

واسپ ۷۶ب ستره ګازي سیاره ده او ممکن تر مشتري سیارې دوه چنده لویه وي.

د وارویک پوهنتون استاد پوهاند ډون پولاکو وايي، د داسې عجیبې غریبې نړۍ د موندلو وړاندوینه ډېره سخته وه.

نوموړي وویل، “د دې شي مدارونه خپل ستوري ته ډېر نږدې دي. د خپل ستوري په بهرني اتوموسپیر کې نڅېږي. داسې فزیکي حالت لري چې تراوسه موږ پرې پوهېدلی نه شو“.

د هغه په خبره، “دا سیاره به یا خپل ستوري کې ختمېږي یا به یې د ستوري راډیو اکټیف وړانګې له منځه یوسي“.

ډاکټر یران رایخ د ګرافیک ناولونو مینوال دی او د سویس له فریدریک پیترس انځورګرو یې غوښتي چې د دې سیاري یوه انځوریزه تشریح جوړه کړي.

دی زیاتوي: “تر ډېره دا ډول موندنې موږ په تري ډي جوړښت سره وینو، خو خلکو ته دا سخته وي چې ووايي، دا ریښتوني انځورونه دي که کمپیوټر تولید کړي، خو د څه ور زیاتولو سره به موږ چا ته دوکه نه ور کوو”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply