د کابل حکومت، اصطلاح څوک او ولې کاروي؟

سرلوڅ مرادزی

0 703

لږ وخت مخکې مې «ایا سوله ممکنه ده؟» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه چې څو بریښناپاڼو او فیسبوک کې خپره شوې، تر سترګو تېره شوه.

دلته د لیکنې د نورو برخو په ښېګڼو او بدګڼو تبصره نه کوم، بلکې غواړم د یوې زړې او اشنا اصطلاح د«کابل حکومت» په اړه چې په نسبي توګه دې لنډه لیکنه کې نهه (۹) ځلې د کابل حکومت، یو ځلې کابل کې د اشرف غني حکومت او یو ځل هم (کابل کې مشران) په بڼه کارېدلې، یوه لنډه تبصره ولرم.

باید هېره نه کړو چې په سیاسي لیکنو سربېره حتی په عامو لیکنو کې هم، هره کلمه او اصطلاح ټاکلی بار او ځای لري. هیڅ اصطلاح، کلمه او د هغو ترکیب باید بېځایه او بېفکره کار نه شي.

د (کابل حکومت) اصطلاح زړه او اشنا ځکه بولم چې پخوا هم د ځینو زوړپالو اشنا څېرو لکه د طالبانو او د شمالټلوالې د استازو لخوا کارېدلې او په ملي ګټو ژمنې رسنۍ ورسره بیخي بلدې او اشنا دي!

پوښتنه دا ده، د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت چې د ټولټاکنو په پایله کې رامنځته شوی، ایا یوازې د کابل حکومت دی؟ ایا دې حکومت ته یوازې کابلیانو رایه ورکړې او د هېواد د نورو ۳۳ ولایتونو افغانانو رایه نه ده ورکړې؟

که دا حکومت د افغان ملت استازی حکومت نه بولو؟ بل استازی حکومت چیری دی او له ټاکنو پرته د هغه د استازولۍ معیار او محک څه شی کېدای شي؟

ایا زموږ منځ کې هغه افغانان چې ځانونه روشنفکر او په څه پوه بولي په دې نه پوهیږي او یا نه دي خبر چې د کابل حکومت اصطلاح د چا له خولې پرله پسې راوځي او څوک دغه اصطلاح د نورو نالوستو او بېخبره افغانانو په خوله کې ورکوی؟

ډیری افغانانو ته جوته ده، د کابل حکومت اصطلاح یوازې طالبان کاروي؛ هغه هم اسلام اباد کې د پوځ او ISI په اشاره، سلا او مشوره! موږ ولې په لویلاس هغه اصطلاحات وکاروو چې د پردیو او پردیپالو لخوا د افغانانو د ملي واکمنۍ د تحریف او سپکاوۍ لپاره کاریږي!

ایا د افغان واکمنۍ لپاره تر دې زیات سپکاوی شته چې منتخب حکومت يي د هېواد له کچې څخه پخپلسر او یا د پردیپالو په غوښتنه او د هغو د خوشالۍ لپاره، د یوه ولایت او ښار کچې ته راټيټ کړو؟ ایا په داسې بېغورۍ د خپل ملي هویت سره جفا نه کوو؟ منتخب حکومت ملي برم او هویت دی.

په نوموړې لیکنه کې د بې پروايۍ له مخې یو ځل د اشرف غني حکومت اصطلاح هم کارشوې چې سړی يي په سیاسي ټرمینالوژۍ کې بیخی نوی نووښت او شاهکار ګڼلی شي!

همدارنګه (کابل کې مشران) چې د مقالي لیکونکي يي د افغان حکومت پر ځای د سیاف، دوستم او عبدالله سره په واک او اتوریته کې مساوي او یوشان کاروي، یو بل سرباری نووښت دی چې ورته وخت کې د خندا وړ هم دی!

خو بلخوا کابل حکومت د اصطلاح تر څنګ چې طالبان يي د اسلام اباد په امر او زموږ کاڼه او ړانده روشنفکران يي د سیاسي ګټو او مصلحت پرته کاروي، داسې نور اصطلاحات لکه د «ارګ حکومت، تک قومي حکومت، انحصاري حکومت، د اشرف غني فاشیستي حکومت»، چې د شمالټلوالې په سیکټاریسټي رسنیو کې ښکته پورته کیږي او کاریږي، نن سبا هم تود بازار لري!

که د عبدالله عبدالله ټولشموله موازي حکومت، د حامد کرزي موقتي حکومت، د ګلبدین سرپرست حکومت او د لطیف پدرام فیډرالي حکومت هم پرې ور اضافه شي، د«ایا سوله ممکنه ده؟» د مقالې لیکونکی د (کابل حکومت) ته به له دغو حکومتونو کوم پورته او بهتر خای ور په برخه شي؟

زه د لیکونکي د هغه ګیلې سره چې له خلیلزاد څخه يي لري، سروکار نه لرم؛ خو په ټوله کې دغه لیکنه هم د لیکونکي د نورو سیاسي لیکنو پشان یوازې په ګیلو مانو راڅرخي، جوړونکي نظر او وړاندیز نه ارایه کیږي او دا خبره چې وايی«زه د یوه داسي افغان په حیث، چي نه سیاسي تجربه او نه سیاسي پوهه لرم» ریښتیا بولم او ورسره موافق یم!

د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۸ مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply