څرنگه د قرنطين وخت په رخصتۍ بدلولی شئ؟ يو څو وړاندیزونه

0 625

که سړی له داسې يوه حالت سره مخامخ شي چې په کور کې قرنطين شي او يا یي د رخصتۍ پلان شوی سفر د کرونا ويروس له کبله لغوه شي، نو څه ډول دغه وخت په يوې ښې رخصتۍ بدلولی شي، دلته د يو څو وړانديزونو په اړه لوستلی شئ.

هر څه د انسان په ليد پورې اړه لري

د کرونا ويروس چټک خپريدل په رښتيا هم د انسان پر روان اغیز لرلی شي. په ځانگړي توگه هغه وخت چې په نظر کې نيول شوې رخصتي او سفر یې لغوه شي او يا دا چې سړی بايد قرنطين شي. آیا تاسې د داسې څه سره مخ شوي ياست؟ دلته تر ټولو مهمه دادي چې انسان پر دې څه ډول غبرگون ښيي. که سړی خفه او يا په غوسه شي نو دا وضعيت نور هم پسې خرابوي. نو د دې پر ځای به ښه داوي چې تر څو چې روغ ياست د دې وزگار وخت څخه خوند واخلئ.

Eine junge Frau bepflanzt ihren Balkon (picture-alliance/dpa/F. Gabbert)

رخصتي په بالکون کې

ونو غوټۍ سپړلي دي او د سپرلي گلان د ځمکې راټوکيږي. ژمی به ژر پای ته ورسيږي. له دې وخت څخه د خپل باغ په سمون کې کار واخلئ او يا په بالکون کې د بوټو او گلانونو سره وخت تیر کړئ. او بيا چې کله لمر وي نو د لمر عينکې مو پر سترگو کړئ، ميوزک واورئ او فکر وکړئ چې د سمندر پر غاړه ياست.

Entspannung auf dem Balkon (picture-alliance/S. Pilick)

کتاب ولولئ

که نور څه نه وي نو پر کوچ يا کټ کښېنئ او هغه کتابونه ولولئ چې له دېرې مودې راهيسې مو په آلمارۍ کې پراته دي او د لوستلو وخت مو یې نه لاره. د نورو ملکونو په اړه معلومات پيدا کړئ، سفر نامې ولولئ. په دې توگه به تاسې تر کرونا وروسته د سفر کولو نور ځایونه هم موندلي وي.

Ein Frau liest daheim ein Buch (picture-alliance/Bildagentur-online/Begsteiger)

د نورو له سفرونو خوند واخلئ

دا چې سړی په اوس وخت کې سفر نه شي کولی دا معنی نه لري چې سېل او ساعت تیري نه لري. تاسې له نورو سفر کوونکو له سفرونو خوند اخيستلی شئ. د نړۍ بېلا بېلو برخو ته د سفر مستند فلمونه ليدلای شئ.

Sendung Check-in User (DW/S. Bonney-Cox)

ځان مو آرام کړئ

آیا ستاسو هغه رخصتۍ خوښيږي چې مساږونه پکې وکړئ او د پوست د تازه کیدو ماسکونه مو پر مخ ووهل شی؟ نو بيا په خپل کور کې خپل ټپ ته ورشئ او د ځان د آرامولو له پاره حمام وکړئ. تاسې به حتماً په خپل آلمارۍ کې د مخ ماسک هم پیدا کړئ.

Wellness (picture-alliance/dpa/L. J. Nukari)

د کورنۍ له پاره وخت

د رخصتۍ او سفر پر وخت تر ټولو ښه خبره داوي چې سړی له خپلې کورنۍ او دوستان سره وخت تیروي. د نن سبا په مصروف ژوند کې تاسې د خپلې کورنۍ سره څومره وخت تیروئ؟ له ماشومانو سره مو لډو او ورته نورې لوبې وکړئ او يا ورسره په گډه د تېرو سفرونو عکسونه وگورئ.

Familienspiele (picture-alliance/blickwinkel/McPhoto/BilderBox)

په گډه پخلی وکړئ

د کرونا د بحران پر وخت به هم خوراکي مغازې پرانيستي وي نو ولې يو نوي څه نه پخوئ؟ د نويو پخلو نسخې پيدا کړئ او په گډه یې پاخه کړئ.

Kochen (picture-alliance/Bildagentur-online)

له وزگار وخت څخه خوند واخلئ

د رخصتۍ د ورځې تر ټولو ښه خبره داوي چې سړی کولی شي يو څه تنبل وي او آرام پريوزي. تاسې هم همداسې وکړئ.

Ein Hund faulenzt im Bett (picture-alliance/imagebroker/A. Sarti)

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply