دنوي کال په درشل کې دهېوادوالو غوښتنې!

لیکنه شيرمحمدامیني «ستانکزی»

0 961

کال تیر شو، سړه هوا دګرمۍ خواته زورکوي، دانسانانو او د هوا د مرغانو لپاره پسرلی د طبیعت ښکلی موسم او دښکلا منظره ده، چې زموږ زیارکښ بزګران په دې زینتي موسم کې د خپلو کروندو او کرکیلو لپاره منظم پلان جوړوي او دکال په پای کې پایله يې ترلاسه کوي .

دکال پیل ته نه یوازې بزګران خوښ دي، بلکې هروګړی که دنده لري او یا بې روزګاره وي، دخپل ژوند دپرمخ وړلولپاره ځانګړي پلانونه جوړوي . په هر کار کې تصمیم اوپلان درلودل انسان دبریا لوړو موخوته ژر نږدې کوي.

تیرکال چې په جنګونو او همدا رنګه په بېلابیلو ناندریو کې تیرشو، نن هر افغان له حکومت او د دولت  مخالفینونه  هیله او غوښتنه لري، چې نور افغانان بې وسې شوي، د ځورولو او کړیدلو توان نه لري . نو دنوي کال په لومړیو او د پیلیدو سره سم  د رښتینې سولې راتګ ته هیله من دي .

افغانان په نوي کال کې ډېرې هیلې لري او وايي : دولت چې د تیر و څوکلونو ترخې تجربې ترلاسه کړې، نو کیدای شي ددې کال لپاره حکومت د ټول ځواک او واک په وړتیا هېوادوالوته دا ثابته کړي چې رښتیا هم ولس ته کوم خدمت چې په پام کې يې درلود او هغسې لکه چې شوې وای، نه دي شوي، باید چې په خپلو کړو ژمنو ودریږي او دخلکو هیلې راوغوړوي .

 اوس نودولت  باید دخپلو طرحه کړوپلانونو له مخې  ولس ته  په عمل کې هغه څه ثابت کړي، چې هم دولس په ګټه تمام شي او هم د بې روزګارو کسانو لپاره د کارکولو چانس په پام کې ونیول شي.

هېوادوالو ته  ډاډمن امنیت، د پرمختییايي اوبنسټیزو پروژې په لاره اچول، بې روزګاره ځوانانوته کاري آسانتیاوې برابرول، داداري فساد مخه نیول او همدارنګه د دولتي اداروپه چوکاټ کې د روابطو ځای پر لیاقت، استعداد او فکري وړتیا باندې بدلول  داهغه کړنې دي چې که چیرته دولت لازم تدابیر په پام کې ونیسي اودعملي کیدو پلان یې سم وسنجوي، نو دهېوادڅخه به ډېر ژر د بدبختیو غوړیدلی ټغر  ټول اوځای به يې د وحدت او د ملي یوالې ټغر ونیسي.

ولس ته هم لازم ګڼو چې د پسرلي په ښکلي موسم کې خپلو هېوادوالو ته د خدمت او دهېواد په آبادولو، سمسورلو اودنیالګیو په کینولو کې فعاله برخه واخلي، ځکه نیالګي دطبیعت ښکلا ته زرغون رنګ ورکوي او اودراتلونکي نسل لپاره زموږ دلاس نښه پاتې اوثواب يې همدغو کسانوته رسیږي.

نو راځئ چې دپسرلي په  موسم کې  ځانګړې  کاري پلانونه جوړ کړو،  که دولت وي اوکه ولس؛ دواړه په ګډه هېوادوالوته اوږه په اوږه کار وکړي او د هېواد په سمسورونې او روغونې کې ګړندي ګامونه پورته کړي .

نو بیا به خپلو هغو هیلوته چې یادونه يې وشوه په چټکۍ سره ورسیږو او د یوپرمختللي اوډاډمن افغانستان د در لودو شاهدان به واوسو. ان شالله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply