کرونا به نه وي

پیر محمد کاروان

0 730

خدای به کرونا په تندر و ولي کرونا به نه وي
خو دا ارمان دی چې د څو سترګو رڼا به نه وي

پر څو خولګیو به یې اېښي وي برغولي د مرګ
په کې تربته به خندا وي په خندا به نه وي

ها د معلمې درس له ځوږ د ماشومانو سره
د شنو طوطیانو شور به غلی وي مینا به نه وي

منم مرغان به د مچکو په هجرت وي روان
د بیا راتګ به یې څه هیله تمنا به نه وي

د زړګکیو په خلوت کې ډیوې بلې ساتئ
سېلۍ به تمې شي طوفان باد و بلا به نه وي

د خاورو ښه ده د نرګس ګلاب کړکۍ به لري
د ساینسدان انسان د وسپنې کلا به نه وي

د ډیوه ګیو قافلې به وي روانې د ژوند
ست به په سترګو کې د مینې وي فنا به نه وي

کاروانه هر چېرته چې ځې غلام د مینې اوسه
نه شته کوم ځای چې په کې ستا معشوق مولا به نه وي

۱۳ حمل ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply