د شيخ محمد عمر خطابي پام وړ

سيد حسين پاچا

0 951

د شيخ محمد عمر خطابي پام وړ :

اشغال اشغال دی ولو که د هر چا له لورې وي

توني بلير، جيک سټرا او د هغه وخت سفير لا ژوندي دي

د طالبانو له استخباراتي محرمو اسنادو له ابهامه ډکه و مشروطه توافقنامه د حديبې د سولې ((صلحې)) سره هېڅ د پرتلې وړ نه ده. له دې خو د تېر جهادي پير د روسانو هغه وړانديز چې مجاهدين بايد د قضيې يو اصلي اړخ وي ډېر شفاف وو او هم د هېواد د ټولو ډلو ټپلو واقشارو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وو. لږ تر لږه هېواد خو به له کورنيو خپلمينځي جګړو، اردو له مينځه تللو او د هېواد ولسمشر، ځواکمن جهادي قوماندانان، ملي بنسټونه يومخيز نه نړېدل او نه به القاعدې، حقاني شبکې، طالب، داعش او نورې پنجابي استخباراتي ډلې راتوکېدې

مشوره : مولوي صاحب ښه به دا وي چې تاسې يوځل ځان پر علم دين پوه کړئ او بيا پر داسې يوې جامع او هر اړخيزې مسالې باندې ځان له هر اړخيز پلوه پوه کړئ. ستاسي علمي صلاحيت د دې ايجاب نه کوي چې پر داسې يو جامع موضوع باندې چې له ديني اړخه کمزوري او هم له سياسي، اقتصادي او نورو عصري زده کړو او علومو بې برخې ياست. د دې جوګه نه ياست چې پرې وغږېږئ. له بده مرغه زما له استاذ شيخ نور محمد ثاقب دولتزی شېوه کيوال د طالبانو د سترې محکمې رئيس پرته تاسې کې داسې څوک نشته چې د يو ديني عالم حساب پرې وشي. له کوم علمي صلاحيت له مخې تاسې دا ډول نيمګړې مشروطه او مبهمه استخباراتي موافقتنامه د حديبې د سولې ((صلحې)) سره ورته وبولئ؟

د ښاغلي شيخ خطابي خبرې په دغه دريو ټکو متمرکزې دي :

  • سوله او د سولې مشروعيت
  • د اشغال انتهاء
  • بين الافغاني استقلال پيلامه

مولوي صاحب همدا ډول د حُديبې سولې يادونه کړې ده. د طالبانو موافقتنامه يې يو مثبت قدم او له شرعي احکامو سره سم بللی او دا يې د مسلمانانو په ګټه بللی دی، خو مولوي صاحب چې د چا په استازولۍ خبرې کوي هغوی دا ملت مسلمان نه بولي. که يې مسلمان بللی، نو له شک پرته چې له ولس او له حکومت سره جګړه ناروا ده.

مولوي صاحب تاسې په ټول درناوي، خو ښه به دا وي چې يو ځل له مولانا فضل الرحمانه هم وپوښته چې په اصل حقيقت دې پوه کړي.

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

مولوي صاحب،

ما ستاسې وينا واورېده. له تاسې مخکې د روسانو د وتلو په وخت کې ارواښاد مولوي خالص هم ستا غوندې د حُديبې د سولې واقعه راپورته کړه او ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني خو د مخامخ خبرو ملاتړی وو، خو ښاغلي حکمتيار د ضياءالحق په لمسون نه د حُديبې د سولې واقعې ته وکتل او نه يې د خيبر او نه يې د مکې فتحې ته، خو څه يې چې زړه غوښتل هماغه وشول او تاسې (طالبان) لکه زموږ د مجاهدينو په شان د هماغه پير يو پاتې شونی ميراث ياست چې د پرديو د استخباراتو په پايله کې رامينځته شوئ او نن ته د دې جوګه شوې چې د طالب وامريکا پر موافقې وغږېږې.

مولوي صاحب،

تاسې خپله منحوسه ومشروطه له ابهامه ډکه توافقنامه د حديبې د سولې (صلحې) سره ورته بللې ده، خو دېته ته دې پام اوسه چې :

  • روسان وامريکايان واروپايي ټولنه يو شانته غيرمسلم دي،
  • د روسانو وړانديز ولې ونه منل شو؟
  • له امريکا سره ولې منښته وشوه؟
  • هماغه پاکستان له يو نه منعه او بل ته د مشروط تړون لپاره قطر ته وروستو،
  • په جهادي تنظيمونو کې له بنسټپالو نه مرحوم مولوي خالص او له منځپالو نه مرحوم پير سيد احمد ګيلاني له روسانو سره د مخامخ تړون طرفدار ول، خو ښاغلي حکمتيار د ټولو په استازيتوب چورلټ انکار وکړ،
  • شهنواز ټني کودتا رامينځته شوه،
  • د جبل السراج ناولی ائتلاف رامينځته شو،
  • حکمتيار خو چا خپلې د صدراعظمۍ څوکۍ ته پرې نه ښووه، اروښاد فريد يې هم په خوند پوه نه شو. اګر چې ښاغلي حکمتيار ويل : ((موږ زر کاله جنګيږو)) خو نن هغه دی چې په کابل کې ناست دی او هېواد کنډوالې شو. د دې برباديو او وينو تويولو ځواب به څوک ورکوي؟ ايا حکمتيار، طالبان او دا نور جهادي تنظيمونه يې له ځواب او مسووليته خلاصېدای شي؟
  • مسعود او نورو ډېرو هم خپل سرونه وخوړل،
  • شاه محمود قريشي له يوې هفتې راهسې په قطر کې دېره وو، او داسې نور….

زه حيران تاسې ته يم چې نه د خپل کورني سياست، سيمه ييز او نه د نړيوال سياست سره اشنا ياست. زموږ خو د مجاهدينو خو پکې غاښونه ووتل، خو رب العالمين دې تا ته هم خير کړي چې د خپلو مشرتابه وو په شان د ډرون او زهري پيچکاريو ښکار نه شې. ملا برادر خو اته نيم کاله د وړانده مړز په شان د رياست په کومه غوجله کې وساتل شو، خو چې په آخر کې تاسې هم د کومې غوجلې مېلمانه نه شئ.

همدا اوس يې ستا له مشرانو کوچ / زوخه ايستلې چې هغه اجرائيوي برخه يې له کانګرس پرته بل څوک نه شي ليدلی. تاسې څه فکر کوئ چې عمرانخان سملاسي منډې له مخې له باجوه سره له موافقې مخکې د يوې ورځې لپاره لاړ او بيرته راغی او قريشي له يوې اوونۍ راهيسې هلته دېره وو. يوې سياسي غونډې ته جنرالان راغواړئ چې د هغې راغوښتنه تاسې او قطر ته ستونزې راولاړولې، خو تاسې له دې هم زده کړه ونه کړه او د سولې د موافقتنامې د لاسليک خبره هم په يو تلېفون کولو سره له عباس ستانکزي ملا عبدالغني برادر ته واړول شوه، نو په دې کې څه ګټه تاسې، هېواد او يا مسلمانانو ته رسيږي؟

مولوي صاحب،

ښه به دا وي چې خپلې د تدريس چارې دې له سياست پرته مخته وړه، خو سياست پاک شی نه دی او ورسره ګنده کېږئ. طالب اوس هغه سوچه طالب پاتې نه دی چې قرآن يې تعريف کړی دی :

يحسبهم الجاهل اغنياء من التعفف تعرفهم بسيمهم لايسئلون الناس الحافًا

علم دين علم دی، خو له بده مرغه چې نن زموږ ديني طبقه د نورو د ګټو لپاره د قربانۍ د ګډورو په شان د پنجاب د منډي پرځای نن د منځني ختيځ په قطري منډي کې پلورل کيږي. دا دومره لګښت له کومه کوئ؟ او څوک مو تمويلوي؟

مولوي صاحب،

انسان چې د پرديو په کېنورکو ((پيسو)) او وسلو، اباتو واعاشو او ښکليو هوټلو او کورونو چې يوځل روږدی شي هغه بيا پاک نه پاتې کيږي او ښوييږي.

نعم الأمير علی باب الفقير

بئس الفقير علی باب الأمير

د علماو او طالبانو طبقه د پرديو د استخباراتو په دروازو کې ښه نه ښکاري. له ستر او مهربان ذات رب العالمين څخه وشرمېږئ!

په درنښت

https://www.youtube.com/watch?v=HrK3t1A8shc

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply