د کورونا په اړه تازه څېړنې

ژباړه: غازي محمد تکل

0 651

لیکنه : Jonathon Chadwick

دا لیکنه مې خوښه شوه ځکه د کورونا په اړه چې نن سبا یوه حیاتي موضوع ده مهم او تازه مالومات په کې موجود دي . متن په انګلېسي وو او پرون د مارچ په اتلسمه خپور شوی وو، خو بیا مې پښتو ته وژباړل . هدف مې داوو چې هغه نور خلک چې په انګلېسي نه پوهېږي ، هم له دې مهمو مالوماتو برخمن شي . په دې هېله چې د خوښې وړ مو ګرځیدلي وي . مهرباني وکړئ له نورو سره یې هم شریک کړئ.

د ناروغي نښې

په لاندې لیکنه کې د کرونا ناروغي په اړه ځیني مهم مالومات راټول شوي دي .

د امالومات د هغو دوو څېړنو نه راټول شوي چې په ووهان کې ترسره شوي دي. ووهان هغه ځای دی چې دا وایروس لومړی ځل هلته پیدا شول. تبه، د ستوني وچوالی او د ستړیا احساس د کورونا له لومړیو نښو څخه دي خو تنفسي ستونزې د لومړیو نښو څخه پنځه ورځې وروسته راښکاره کېږي . تبه، چې د دې ناروغي لومړۍ نښه ده په متوسط ډول تر دوولسو ۱۲ ورځو پورې دوام کوي .

ساینس پوهانو د دې ناروغۍ د نښو په اړه لا هم څېړنې کوي او وخت په وخت يې له نورو خلکو سره شریکوي. کورونا ناروغي د یوه ساده ټوخي څخه شروع کېږي او بالاخره د شدیدو تنفسي ستونزو سبب ګیږي. د ووهان چې د ناروغي ( COVID 19) مرکز دی یوه نوې څیړنه دا ښیي چې دا ناروغي د تبې څخه شروع کېږي او د تنفس بندوالي سبب ګرځي  دا څېړنه په هغو ناروغانو شوې وه چې د ۲۰۱۹ ډسمبر په ۲۹ مه په ووهان کې روغتون ته داخل شوي وو او بیا د ۲۰۲۰جنوري په ۳۱ مه نېټه یو شمیر روغ رخصت او یو شمیر مړه شوي وو. په دې اړه مالومات ښيي چې د ناروغانو چې ۱۹۱ تنه وو او دوولس ورځې بستر وو ۴۵ سلنه یې له روغتون نه د رخصت کېدو په وخت کې هم ټوخی درلود. په دې برسېرهDyspnoea  یا د تنفس بندښت به له ۱۳ ورځو وروسته د هغو ناروغانو چې روغ پاته کېږي، له منځه ځي او هغه ناروغان چې د ښه کېدو چانس يې نه وي د تنفس بندوالی یې تر اخري لحظې موجود وي. د دې ناروغانو د روغتون نه د رخصت کېدو متوسطه اندازه ۲۲ ورځې او د مرګ د ورځو متوسطه اندازه ۱۸.۵ ورځې وې

د یوه بل تحقیقاتي ټېم مالومات بیا ښيي چې کورونا ناروغي کیدای شي د یوه عادي ټوخي نه شروع شي او په اتو ۸ ورځو کې د شدیدو تنفسي ستونزو سبب شي . دا ناروغي چې تر اوسه یې تر یو میلیون زیات کسان نیولي او ۵۹۰۰۰ یې مړه کړي، لومړنۍ نښې یې تبه، د ستړیا احساس او وچ ټوخی دي. دې ډلې پلنټونکو د ووهان پوهنتون په ژونګنان روغتون کې د کورونا ۱۳۸ ناروغان څېړلي. دوی وایي د کورونا ناروغانو د لومړیو نښو او تنفسي ستونزو تر منځ متوسط واټن ۵ ورځې وو او له اوو او یا اتو ۸ ورځو وروسته ناروغانو Ventilator یا تنفسي الې ته اړتیا پیداکوله. د دې ډلې ناروغانو نه ۲۶ سلنه يې  ICU یا جدی مراقبت ته اړتیا درلوده او د مرګ چانس یې ۴.۳ سلنه وو. د دې څیړنې د ناروغانو چې ۱۳۸ تنه وو، ۶ تنه يې مړه شول. د دې ۱۳۸ ناروغانو ۹۹ ٪ يې تبه درلوده چې د دې ناروغي لومړنۍ نښه ګڼل کېږي . د ناروغانو نیمایي (۵۰) سلنه یې د ستړیا احساس او وچ ټوخی درلود او د ناروغانو یو په دری برخه يې د عضلاتو درد او تنفسي ستونزو نه شکایت کاوه. د کورونا ناروغانو د جملې نه ۸۵ ٪ یوازې د ناروغي لومړۍ مرحله چې اوه ۷ ورځې وه تېره کړي وه او پاته نور دوهمې مرحلې ته تللي وو چې دوه نورې اونۍ نیسي. یو عادی کس کېدای شي له ۵ ورځو نیولي تر ۷ ورځو پورې په کورونا اخته شي خو د ناروغي نښې ښکاره نه کړي. او دا چې د کورونا پېژندل سخت دي، ستونزه یې دا ده چې ډېرې نښې یې د عادي زکام غوندې دي او خلک نه پوهېږي چې زکام دی که کورونا. د کورونا ناروغي د نښو پرمختګ په مختلفو مراحلو کې په لاندې ډول دی.

لومړۍ ورځ: ناروغ  ته تبه، ستړیا، د عضلاتو درد او وچ ټوخی پیداکېږي او ډیر کم شمېر ناروغانو ته د زړه بدوالی او اسهال هم پیداکېږي .

پنځمه ورځ: هغه ناروغان چې مخکنۍ تنفسي ستونزي او یا هم کوم نور روغتیایي مشکلات ولري په تنفسي ستونزو اخته کېږي. د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز (CDC) د مالوماتو له مخي هغه نښې چې په ناروغي د اخته کیدو نه له دوو تر څوارلسو ۲ـ۱۴ ورځو کې ناروغ ته پیداکېږي، تبه، ټوخی او د تنفس لنډوالی دي. د هغې څېړنې چې په کې ۱۳۸ ناروغانو ګډون کړی وو، ۱۰ سلنه یې د تبې او تنفسي ستونزو سره د مخامخ کېدو نه مخکې اسهال او زړه بدوالی درلود.

اوومه ورځ: د ناروغیو د مخنیوي مرکز CDC له نظره هغه ناروغان چې په دې مرحله کې تنفسي ستونزې ورته پیدا شوي باید بیستر شي. هغه ناروغان چې د سینې درد، تنفسي ستونزې، او مخ رنګ تغیر وویني، بیړني مراقبت ته اړتیا لري. د دوهمې څېړنې په اساس، اوومه ورځ له بله اړخه هم ډېره مهمه ده هغه دا چې  د ۸۵ سلنه د کورونا ناروغانو د ناروغي نښې په دې وخت کې له منځه ځي او ناروغ د تجرید یا قرنطین څخه راوځي. په دې اړه لارښوونې وایي چې په دې وخت کې ناروغ باید د ۱۴ ورځو لپاره ځان قرنطین کړي او د کور له نورو غړو ځان لېري وساتي.

اتمه ورځ: هغه ناروغان چې حالت یې نازک وي، په دې مرحله کې ورته د تنفسي سیستم تازه ستونزې پیداکېږي چې هغه ARDS دی چې د ناروغ سږي نشي کولای ټول بدن ته پوره اکسیجن ورسوي. د CDC د مالوماتو له مخې ۱۵ سلنه ناروغان دغه حالت ته رارسېږي.

لسمه ورځ: هغه ناروغان چې د تنفسي سیستم ستونزې یې زیاتې وي، د ICU یا جدی مراقبت خونې ته داخلېږي. د دوهمې څیړنې نتایجو هم دا وښوده چې په روغتون کې د بیستر کېدلو وخت متوسط ه موده س ورځې وه .

دوولسمه ورځ: د لومړۍ څیړنۍ د پایلو مطابق، په دې مرحله کې تبه کېدای شي ورکه شي. د تبې لپاره هغه ډیر وخت دوولس ورځې دوام دی خو ټوخی کېدای شي تر ډېرو ورځو پورې دوام وکړي. په دې برسېره د تنفسي ستونزې لپاره هم دیارلس ورځې وخت ښودل شوی چې دوام کوي او د مړینې لپاره په کې د پلټنې په اساس ۱۸.۵ ورځې ښودل شوي

سره له دې چې په کورونا وایروس د مړینو فیصدي کمه ده؛ ولې خلک اندېښنه کوي؟

دا چې نړیواله ټولنه د دې وایروس په هکله ډېره اندېښمنه ده، علت یې دا دی چې تر اوسه د دې وایروس په اړه ډېر کم مالومات موجود دي او په ډېرې چټکې سره خپرېږي. دا چې دا وایروس په سږو باندې تاثیر کوي، په همدې خاطر د SARS وایروس ته ورته دی چې په ۲۰۰۳ کې يې په اسیا کې ۸۰۰۰ کسان ناروغان کړل او ۸۰۰ ورنه مړه شول مګر د کورونا وایروس د مرګ اندازه د SARS  نه کمه ده ځکه کورونا وایروس د مرګ چانس په پنځوسو کې یو دی خو د SARS د مرګ چانس په لسو کې یو دی. د اندېښنې بل علت دا دی چې دا وایروس د انسانانو لپاره نوی وایروس دی او تر اوسه ورسره انسان مخ شوی نه دی لکه د زکام وایروس نو کېدای شي د هغه په مقابل کې د انسان مدافع سیستم مقاومت ونه کړای شي. په دې اړه ډاکتر Peter Horby په جنوري میاشت کې په اکسفورډ پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل چې نوي وایروسونه نسبت د نورو وایروسونو په پرتله د انسانانو په منځ ډېر کې په چټکۍ سره سرایت کوي ځکه د انسانانو دفاعي سیستم ورسره مقاومت نشي کولای. د اکثره موسمي وایروسونو د مرګ اندازه په ۱۰۰۰ کې یو وي خو د کورونا په اړه تر اوسه بشپړ مالومات نسته خو کېدای شي دوه سلنه ۲ ٪ وي او دا د هغه وایروس سره برابره دی چې په ۱۹۱۸ کې په فرانسه کې رامنځ ته شو او یوه نړیواله وبا ګڼل شوې وه.

کورونا وایروس څنګه خپرېږ ي؟

دا چې دا ناروغي د ټوخي او پرنجي له لارې له یوه کس نه بل کس ته انتقالېږ ي، په دې سبب ډېره ساري ګڼل شوي او بل دا چې مخکې له دې یو څوک پوه شي چې دا ناروغي لري ، نورو کسانو ته یې انتقالولای شي . دا چې د خولې د ناړو او د سترګو د اوبو له لارې هم انتقالیدای شي ، په دې سبب د انسانانو تر منځ نږدې اړیکې لکه د یو بل ښکلول او د خوراک د وسایلو شریک کول ډېر خطرناک دي . همدارنګه دا وایروس کولای شي په سطحه لکه فولاد او پلاستیک د ۷۲ ساعتونو لپاره پاته شي او د لمس سره انسانانو ته انتقال شي . په لومړیو کې اوازه وه چې دا وایروس له ژوندیو حیواناتو نه انسانانو ته ور انتقالېږي خو وروسته مالومه سوه چې داسې نه ده بلکه دا ناروغي له یوه انسان نه بل انسان ته انتقالېږي .

د کورونا نښې څه شی دي ؟

کله چې څوک په کرونا مرض شي ، نو له دوو ورځو نیولي تر ۱۴ ورځو پورې یې نښانې ښکاري خو په دې جریان کې هم له ناروغ څخه نورو کسانو ته دا وایروس انتقالیدای شي. د دې ناروغي نښې د پوزې بهیدنه، ټوخی، د ستوني درد، او په لوړه درجه تبه دي. اکثره ناروغان يې پرته له کومې تداوي بیرته ښه کېږي. یو تعداد خلک چې عمر یې لوړ وي او یا کومه مخکنۍ ناروغي ولري په هغوی کې د سینه بغل سبب ګرخي. د سینه بغل په صورت کې د نوموړو ناروغانو د سږو داخلي برخه پړسېږي او له مایعاتو دکېږي او باالاخره د تنفس د بندښت سبب ګرځي چې په دې سبب مړینه رامنځ ته کېږي. د ځوانو او کم عمره خلکو په اړه مالومات ښيي چې دا ناروغي پرې ډېر تاثیر نه کوي او سبب یې د زکام په مقابل کې د ځوانانو حساسیت ښودلی او داسې باور هم شته چې کیدای شي کوم نور سببونه ولري .

د کرونا وایروس په اړه جنتیکي ټیسټونه څه وایي ؟

 په چین کې ساینس پوهانو د کرونا وایروس ۱۹ ډولونه کشف کړل چې اوس پرې نوره نړۍ کار کوي . د امالومات کولای شي د نړۍ نورو خلکو سره مرسته وکړي تر څو داسې ټیسټونه رامنځ ته کړي چې مالوم کړي دا وایروس کومې ناروغي رامنځ ته کوي او څنګه تداوي کېدای شي. ځینې معاینات ښيي چې د کرونا وایروس په لومړیو کې چې خپور شوی وو ډېر میو ټیشن یا شکل ته تغیر نه دی ورکړی خو د چین د ناروغیو د مخنیوي ادارې رییس بیا وایي چې د کرونا وایروس خپل شکل ته تغیر ورکړی او ځکه داسې په چټکي سره خپور شو. دا خبره کیدای شي د وایروس سره د مقابلې لارې د سختي سره مخ کړي ځکه هر ځل چې هغه انالایز کېږي ، نو کیدای شي وایروس خپل شکل ته تغیر ورکړي . په دې اړه نورې راتلونکې څېړنې کیدای شۍ دا ثابته کړي چې ایا دې وایروس په لومړیو کې لیږ خلک په ناروغي اخته کړي او که د وایروس مخلتف شکلونه موجود وو او په مستقله توګه يې خلک په ناروغي اخته کول.

د کورونا وایروس څومره خطرناکه دی ؟

د کورونا وایروس له وجې د مرګ اندازه دوه ۲ سلنه ده او دا اندازه په ۱۹۱۸ کې په هسپانیا کې د رامنځ ته شوي زکام سره برابره ده کوم چې پنځوس میلیونه کسان یې مړه کړل. متخصصین په دې اړه مشکوک دي چې دا وایروس څومره خطري دی ځکه هغه ریکارډ شوي کیسونه کیدای شي د واقعي کیسونو سره توپیر ولري. د دې سبب دا یاد شوی چې اکثره د کرونا مریضان هیڅ په ځان خبر نه وي او کومې نښې يې نه مالومېږي او یواځي هغه خلک معاینه کېږي کوم چې شدیدې ستونزې ولري. په دې اساس دوی باور لري چې د مرګ اندازه یې کیدای شي د دې نه لوړه وي. له بله اړخه د روغتیا نړیوال سازمان هییت Bruce Alyward چې چین ته په ماموریت تللی وو، دا مالومات تر لاسه کړي چې ریکارډ شوي کیسونه سم دي او د واقعي کیسونو سره توپیر نه لري .

ایا د کورونا وایروس علاج کېدای شي؟

د کورونا وایروس علاج نشته او د هغه مهارول سخته دي . انټي بیوټیک خو هسي هم د کرونا وایروس په ضد کار نکوي ځکه دا وایروس دی او د وایروس ضد درمل جوړول هم ډېر وخت او ډېرو پیسو ته اړتیا لري. ډا ځکه چې دا وایروس نوی دی او تر څو داسې یو واکسین چې د هغه په مقابل کې اغیزمن ثابت شي، د وایروس په اړه هر اړخیز پوهاوي ته اړتیا لري. د دې برسېره د کرونا په مقابل کې د درملو جوړول هم د پورتنیو عواملو په سبب سخت او مشکل کار دی . د امریکا د روغتیا ملي انسټیټوټ او ټکزاس د Baylor پوهنتون په اوس وخت کې په یوه د کرونا ضد واکسین کار کوي خو دا واکسین په عمومي توګه د ټول کورونا وایروس په ضد دي او د SARS په اړه موجوده مالوماتو په اساس جوړېږي خو دا کار هم کېدای شي یو کال او یا زیات وخت ونیسي. د اوس لپاره د ټولې نړۍ هڅه په دې ده چې په کرونا وایروس ناروغان بیستر کړي تر څو د ناروغي نښې ورنه ختمې شي او بل دا چې نورو خلکو ته سرایت ونه کړي . په ټوله نړۍ کې په هوایي میدانونو کې د روغتیا کارکوونکې موجود دي او د مسافرینو د بدن د تودوخي درجه ګوري او هغه خلک چې د بدن د تودوخي درجه یې لوړه وي، معاینه کوي چې د کرونا ناروغي ونلري ځکه لوړه تبه د کرونا لومړنۍ نښه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply