د ځمکې په کره کي د کرونا اته ډوله ويروسونه په حرکت کې دي

0 568

په حاضر وخت کې د ځمکې په کره کې د کرونا اته ډوله ويروسونو د ګرځيدو په حال کې دي. کارپوهان وايي چې د کرونا ويروس د نورو تنفسي ناروغيو د ويروسونو په مقايسه ډير سست حرکت کوي.

 

Illustration Mikroskop Coronavirus (picture-alliance/M. Schönherr)

حاضردمه په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس ۸ ډولونه د ګرځيدو په حال کې دي چې په دغې ناروغۍ د اخته کیدو او مړينو يوه پراخه لړۍ يې رامنځ ته کړې ده.

د ۲۰۱۹م کال په دسامبر کې کله چې په چين کې د نوي کرونا ويروس پيښه کشف شوه، تر هغې راوروسته دغه ويروس له چين څخه بهر نورو هيوادونو ته هم ورسيد او اوس يې نژدې ټوله نړۍ نيولې دی. د تازه خپرو شوو ارقامو له مخې تر اوسه له يو ميليون څخه ډير کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او تقریبأ ۶۰ زره هم مړه شوي دي.

د «يو اس اې تودې» د رپوټ په حواله، د يوه ويروس له پاره ژنيتيکي حرکت يا موتاسیون طبيعي دی، خو له نيکه مرغه د کرونا ويروس ژنتيکي حرکت ډير چټک نه دی او دا به ممکن د دې سبب شي چې د موسمي آنلفوانزا خلاف ( چې هرکال يو نوی واکسين ته اړتيا لري)، یوازې يو واحد واکسين ته اړتيا ولري.

د کلیفونیا په پوهنتون کې د عفوني ناروغيو استاد، چارلز چيو، وايي چې د دغه ويروس سرعت د انلفوانزا او د نورو سختو تنفنسي ناروغيو د ويروسونو په مقايسه ۸ تر ۱۰ چنده سست دی.

د کرونا يا کوويد-۱۹ ويروس په اړه يو بل واقعيت چې په علمي ډګر کې په پراخه توګه منل شوی، دا دی چې دغه ويروس په لابراتوار کې نه دی رامنځ ته شوی، بلکې عامل يې ژوي يا حيوانات، په ځانګړې توګه خفاش يا چرمي شاپرکې ښودل شوي دي.

د کوويد-۱۹ ناروغۍ مخفف:د کوويډ ۱۹ ناروغۍ مخفف دا دی: Corona (CO) Virus (VI) Disease (D) او د ۱۹ څخه مقصد، (۲۰۱۹) کال دی.

Frankreich Paris Coronavirus (picture-alliance/abaca/E. Blondet)

د اروپا په لويو ښارونو کې د ترافيکي محدودیت سره د دي اسيد نایټروجن ګاز په اوسط ډول کم شوی دی

په مجموعي ډول د کرونا ويروسونه د ويروسونو د يو لوی خاندان څخه دي چې ناروغۍ يې د سينه بغل څخه نيولې تر شديدو تنفسي ناروغيو پورې رسیږي، لکه: د شديد تنفسي سندروم (SARS) او د منځني ختيځ د تنفسي سندروم (MERS) په څير ناروغيو له ويروسونو څخه.

د کوويد ۱۹ ناروغۍ ویروس له SARS-CoV-2 (سارس-کوويد-۲) څخه جوړ شوی دی. د دغې ناروغۍ عمده علایم دي: تبه، ټوخی، په تنفس کولو کې د ستونزې رامنځ ته کيدل، د عضلاتو درد او د ستړيا احساس.

د کوويد-۱۹ په اړه تر ټولو لويه انديښنه دا ده چې تر اوسه يې د نورو ويروسونو په څير ضد واکسين يا يې ځانګړې درملنه نه ده کشف شوې.

د هوا ککړتيا هم پر دغې ناروغۍ باندي رول لري.

د روانې اوونۍ په سر کې له سټلايت څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د ټولې اروپا په ښارونو کې د ترافيکي محدوديت په نتيجه کې د هوا ککړتيا کمه شوې ده.

د اروپا فضايي آژانس او د اروپا د روغتيا عمومي اتحادېې له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د اروپا په لويو ښارونه؛ لکه: بروکسل، پاريس، مادريد، ميلان او فرانکفورت کي د تير کال په پرته سږکال په اوسط ډول لږ دي اکسيد نايټروجن تولید سوی دی. دي اکسيد نايټروجن په انسانانو کې د زړه او تنفسي ناروغيو، مغزي سکتې او د سږو د سرطان په څير روغتيايي ستونزې پيدا کوي.

د اروپا د روغتيا عمومي اتحاديې په وينا، هغه افراد چې د ککړې هوا درلودونکو ښارونو کې ژوند کوي د نورو په مقايسه د کرونا يا کوويد ۱۹ ويروس په مقابل کې ډير د خطر په معرض کې قرار لري. هر کال په اروپا کې د هوا د ککړتيا له امله شاوخوا ۴۰۰ زره انسانان خپل ژوند له وخت څخه مخکې له لاسه ورکوي.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply