کورونا ویروس او نړیوال بدلون

مجیب الرحمن اتل، جرمنی

0 552

په آلمان کې تر تیرې میاشتې ډیرو خلکو داسې ګمان نه کاوه چې د دوي د مارکیټونو دیوالونه به له یوې مودې لپاره له خوراکي توکو تش او یا هم د ځینو مهمو توکو خرڅلاو به د پلورونکو له خوا محدود شي. دا هغه څه وو چې خلکو په آلمان کې د قرنطین له اعلان څخه وروسته تجربه کړل. تر اوسه هم ماسکونه، د عفونت څخه د مخ نیوني مایع او دستکش په درملتونونو کې نه پیدا کیږي. آنلاین خدمتونه هم نور د پخوا په شان کار نکوي او د اخیستل شوي توکو د تسلیمولو نیټه کله څو میاشتې وروسته ښايي. رسنۍ هم د کرونا د ویروس ناروغان او د هغوي ‌د مړیني خبرونه، د روغتونونو بد حالت او د نړیوال روغتیا ادارې د مشر خبري کنفرانسونه پرله پسې خپروي. ساینس پوهان د تلویزونونو په پرده راڅرګندیږي او د واکسین د جوړو په هکله خبرې کوي. دا هرڅه نن کټ مټ لکه د هالیود د ځینو وحشتناکو فلمونو په څیر دي چې منل یې څو مودې وړاندي له موږ لپاره ګران وو.

 لویه آزموینه

هنری کیسنجر، امریکایي سیاست پوه او نظریه ورکونکی، له اوسني بحران څخه وروسته د یوه نوي نړیوال نظم خبره کوي. اما د بحران د اوږدیدلو په حالت کې، کیدای شي د دغه بحران د پراخوالي  کچه دومره لوړه وي چې کولای شي حتی زموږ ورځني عادتونه تر اغیزې لاندې راولي. د مثال په توګه موږ که چیرې د یوې اوږدې مودې لپاره چاته په ښه راغلاست کې لاس نه ورکوو او یا هم ډوډی د ویروس له ویرې په کاچوغه خورو، د دې احتمال ډیر زیات دي چې د کرونا ویروس د بحران څخه وروسته له خپلو پخوانیو عادتونه سره مخه ښه وکړو.

سیاسي کارپوهان د کرونا اپیدیمی د نړۍ د دولتونو لپاره یوه لویه آزموینه بولي. د بحران کنترول او له هغه څخه په بریا وتل، کولای شي چې د سیاسي ساختارونو او سیاسي مشرانو په وړاندې د خلکو د اعتماد د لاسته راوړلو سبب شي. او که چیرې ناکامه شي، خلک به د بدیل په لټه کې وي. دا په دې معنا ده، چې موږ به په ملي کچه د سیاست په ډګر کې د ډیرو بدلونونو شاهدان وو. یو له مهمو پوښتنو څخه به دا وي چې د اقتصاد لیبرالي کیدل، د داسې لویو ستونزو پر وړاندي تر کومې کچې کولای شي چې د عادي وګړو په ګټه او یا هم زیان تمام شي. په دې اړه د امریکا د تورو پوستو او بومي وګړو اوسني ډیر تلفات، په امریکا کې د ټولنیز بیعدالتۍ او ساختاري ستونزو شتون څرګندوي. آلمان چې اقتصاد او سیاست یې له مسیحي زدکړو (د قدرت او ثروت عادلانه ویش) څخه متاثره دی، پر دې توانیدلي چې تر اوسه د نورو غربي هیوادونو په پرتله د کرونا ویروس بحران په ښه ډول اداره کړي. له رواني نظره، د آلمان وګړي هم دې ته چمتو وو چې د بحران واقعیت ومني. دا تر ډیره په آلمان کې د دوي سیاسي رهبرانو تګلارو پورې تړاو نیسي چې خلکو ته یې د بحران په هکله روښانه تصویر وړاندې کړي وو، کوم څه چې په امریکا کې د دونالد ترامپ د ریتوریک او پوپولیستی شعارونو تر سیوري لاندي راغلل.

د یوه نوي نظم په لور

نړۍ لا تراوسه په ټول توان د کرونا ویروس له بحران سره لاس او ګریوان ده. دولتونه ډیر جدي محدودیتونه د اساسي آزادیو پر وړاندې وضع کړي دي تر څو د بحران مخ نیوي وکړي. د کرونا ویروس پر وړاندې د چین بریا (که چیرې چین بیا له بحران سره مخ نشي) د نورو دموکراتیکو هیوادنو لکه امریکا، ایتالیا، اسپانیا او فرانسې له ماتې سره پرتله کیږي او د خلکو لیدلورۍ د پرانیستو پولو، منطقه یی یووالی او ګلوبالیزم پر وړاندې بدلون مومي. اوسني وضع شوي محدودیتونه، دولتونو ته دا فرصت ورکوي چې د خپل اقتدار بنسټونه نورهم پیاوړي کړي. اقتدار پلوه رهبران په دې لټه کې دي چې له بحران څخه په خپله ګته کار واخلي. د هنګري د هیواد صدراعظم چې د خپلو غیرو دموکراتیکو سیاستونو په پار لویدیځ کې پیژندل کیږي، هڅه کړې چې خپل هیواد کې اضطراري حالت اعلان او هیواد د یوه فرمان له لوري اداره کړي. دغه کار هغه ته نامحدوده واک ورکوي چې د دموکراتیکو بنسټونو له سخت غبرګون سره مخ شوی.

په لودیدیځ کې د ډیرو هیوادونو اقتصاد له ستونزو سره مخ دی او د اوسني بحران د نه دریدلو په حالت کې داسې ګمان کیږي چې چین به دا فرصت تر لاسه کړي چې د یوه بی رقیبه نړیواله اقتصادی قوت په توګه را څرګند شي. دولتي او غیر دولتي بنسټونه په چټکۍ د انلاین کیدلو په لوري درومي تر څو خدمتونه وړاندې کړي. دا په دې معنا ده چې د انلاین نړۍ یوه نوي پړوا ته ننوځي. شخصي اطلاعاتو ته د دولتونو له خوا لاس رسۍ او د غیر حضوري صنفونو تدریس اوس له هر پخواني وخت څخه شونۍ  بریښي.

پرمخ پراختیا (دریمه نړۍ) هیوادونو کې داسې څرګندیږي چې د بحران قربانیان به د ټیټی طبقې خلک وي چې ژوند یې تر ډیره په ورځني مزد پورې تړلي دی. دوي نه یواځې دا چې د ویروس پر وړاندې د ځان ساتنې امکانات نلري، بلکې ژوند یې هم په ورځني عاید پورې هم تړلی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره ( یونیسف) له اټکل له مخې، د نړۍ ۴۰ فیصده خلک د پاک ساتلو اولیه امکانات (تشناب او صابون) نلري. له بلې خوا کومې شمیرنې چې وړاندې کیږي په سرعت بدلون مومي خو بیا هم له اټکل له مخې زاړه د ځوانانو په پرتله د کرونا ویروس اصلی قربانیان دي. آیا دا په دې معنا ده چې موږ به خپل زوړ نسل د لاسه ورکوو؟ د وخت تیریدل به دغه پوښتنې ته ځواب ووایي.

د کرونا ویروس ایمانداره او مذهبی کسان هم له یوې لویې آزموینې سره مخ کړي دي. د دغه بحران یو مهم بدلون به د دین په برخه کې وي. ډیر جزم اندیشه ایمانداران به دې ته وهڅوي چې د خپل ایمان په هکله بیا فکر وکړي. دغه بحران به د ډیرو د ایمان د ضعف او یا هم د قوت سبب شي. د آلماني فیلسوف (هابرماس) په انډ، د کرونا اوسنی بحران له یوې عمومي ناپوهې څخه پرده پورته کوي او بشر به له دغه بحران څخه وروسته دې ته وهڅول شي چې پر ډیرو شیانو بیا فکر وکړي.

له کورونا څخه وروسته نړۍ

سر بیړه پر دې چې نظریه ورکونکی او پوهان له بحران څخه وروسته د یوه نوي نظم خبر ورکوي، د دغه نظم ماهیت او ژوروالی د بحران د ختمیدلو وخت او د اوسني نظم د اصلي لوبغاړو (هیوادنو) بریا او ماتې سره  تړاو لري. په دغه بحران کې د سیاسي جوړښتونو قوت او کمزورتیا په مقایسوي ډول ښه څرګندیږي او ټولنیز عدالت، د دولتونو د حاکمیت لمنه او نفوذ او په اقتصادي چارو کې مداخله، حد اقل عاید او صحي خدمتونو ته لاس رسې به له هغو مهمو ټکیو څخه وي چې د کرونا ویروس له بحران څخه وروسته ډیره پاملرنه ځانته راوګاږي. لا تراوسه هم وړاندوینه کیدای شي مخ کې له وخت څخه وي، خو کوم څه چې څرګند دی هغه دا دی چې نړۍ د یوه نوي نظم په لوري درومي چې وګړي به یې له بحران څخه وروسته نوې پوهه او تجربه تر لاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply