له کرونا څخه پېښدونکی اقتصادي ناورین او حل لار

محمد داوود نیازی

0 674

کرونا په نړۍ د روغتیا په برخه کې ناورین رامینځته کړی دی ،او دنړۍ هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د دې ویرس له پراخیدو څخه مخنیوی وکړي ، د دی لپاره په ټوله نړۍ کې نوي سلنه خلک قرنطین دي ،په سفرونه بندیز دی، زده کړې په انلاین ډول ترسره کيږي ،سپورټ پروګرامونه، هنري پروګرامونه،هوټلونه،هټۍ،نندارې ،ټولیزې چارې بندې دي ټوله نړۍ کې د مریضانو د تشخص ټیسټونه ترسره کيږي،هېوادونه د طبي وسایلو له کمښت سره مخ دي . چې له همدې کبله په نړۍ کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په نړۍ کې خلک هره ورځ  دندې او عاید له لاسه ورکوي په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې په کورني ناخالص تولید کې د خدماتو برخه لوړه ده او ټوریزم باندې تکیه لري چې د کارګرو نړیوال سازمان وايي چې ښايي 195 میلونه خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي  تر څنګ یې  په نړۍ کې نړیواله سوداګري هم کمه شوی د ډيرو پرمختیايي هېوادونو صادارت کم شوي،اسعاري له کمښت سره مخ دي ،د تبادلې نرخ باندې منفي اغیز کړی او د نړيوال پور بوج پرې نور هم ډير شوی دی  . او په ټوله نړۍ کې اقتصادي ناورین رامینځته شوی دی تر دې چې په امریکا کې د تیلو نرخون  منفي لوری اختیار کړی دی .

اوس مهال په ټوله نړۍ کې مالي بنسټونه هڅه کوي چې نړۍ له دی اقتصادي ناورین څخه وژغوري هغه هېوادونه چې په اقتصادي لحاظ پیاوړي دي خپل مالي بنسټونه یې  لاس په کار دي او هغه هېوادونه چې ډیر وس او توان نه لري نړيوال مالي بنسټونه ورسره مرسته کوي .

د نړۍ په څير په افغانستان کې هم 1226 خلک په دی ویرس اخته شوي 177 ترې روغ وتي او 40 یې وژلي دي. خو د نړۍ برخلاف افغانستان یو بیوزله هېواد دی چې 16 میلونه خلک یې د بیوزلي د کرښې لاندې ژوند کوي ، د ځینو معتبرو  نړیوالو ادارو د سروې له مخې تقریبا 40 سلنه خلک په کې بیکاره دي خو په افغانستان کې  اوسیدو د حالت سروې له مخې بیا 23.9 سلنه کارګر وزګار ښودلي او له  بله اړخه  د هېواد په  کورنی ناخالص تولید کې خدماتاتو برخه 51.5 سلنه ده  چې له بده مرغه په هېواد کې ټول خدمات په ټپه ولاړ دي او د بیکارۍ سلنه یې لوړه کړې ده او په همدې ډول له ایران او پاکستان څخه د زرګونو هېوادولو راتګ بیکاري لاپسې ډيره کړې چې ورځ تربلې په هېواد کې د بیکارۍ او بیوزلي د ډيرښت سبب ګرځي چې دا به په خپله د هېواد په پیسو یو څه منفي اغیز ولري خو ترڅنګ بیا د نړیوالو مرستو او وارداتو کمښت دا اغیز د اندیښنې وړ نه وي .

په همدې ډول د نړیوالۍ سوداګرۍ  کمښت هم د هېواد په عوایدو منفي اغیز لري ځکه زموږ ډير عواید له د ګمرکي مالیاتو او خدماتو له برخې څخه دي

په هېواد کې تر خدماتو سکتور وروسته بیا صنعت سکتور دی چې د هېواد په کورنی ناخالص تولید کې 23.5 سلنه برخه لري چې ډیری مواد یې له بهر څخه وارديږي په ځانګړی توګه ساختماني چارو چې دا هم تر یو بریده په ټپه ولاړ دی نو په دی برخه کې هم  بیکاري ډيريږي او د دې سکتور وده یې هم کمه کړې ده  .

که  حالات همداسې ادامه پیدا کړي نو بیکارۍ او بیوزلۍ سلنه به نوره هم لوړه شي ،چې موږ به  خدای ناخواسته له لوي انساني ناورین سره مخ شو.

د دې لپاره چې موږ په هېواد کې د ناورین مخه نیولي وي نو لاندې کړنې باید حکومت او ولس په ګډه ترسره کړي :

·        په هېواد کې د کرونا ناروغي د مخنیوي په موخه نړیوالو مرستدویه بنسټونو او ملګرو هېوادونو له هېواد سره څه کم درسوه میلونه ډالرو په اندازه مرسته کړی چې زموږ هیله ده چې دا مرسته تر یو میلیاردو ډالرو پورې ورسيږي چې دا مرستې  او د افغان حکومت له لوري د کرونا فنډ  باید د روڼ مکانیزم له لوري په لاندې ډول ولګول شي  .

·        روغتیايي بنسټونو : په هېواد کې چې څومره  دولتي روغتونونه دي حالت یې ښه نه دي نو که مرسته شوې پیسې د نویو روغتونو په جوړیړو ولګول شوي دوه ګټې به ولري لومړی دا چې  مرستې شوی پيسې به په مناسب ځای مصرف شوی وي  او دویم دا چې زموږ هيوادولو هر کال 300 میلونه ډالر په نورو هيوادونو کې د تداوی په موخه مصرفوي مخنیوی به یې وشي ځکه موږ به د هېواد په داخل کې مناسب روغتیايي خدمات ولرو . ځکه اساسي خبره دا ده چې کرونا دوا نه لري او هغه تنفسي ماشینونه  ناروغ ته په سخت وخت کې لګول کيږي په ټوله نړۍ کې کم دي او هیڅ هېواد له موږ سره په دې برخه کې مرسته نه کوی  نو ښه خبره ده چې پيسې په بسنټونو ولګول شي .

·        په هېواد کې د قرنطین نه مراعت هم د بیوزلۍ مسله ده او لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ، په هيواد کې 16 میلونه خلک بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي نو د دې موضوع د حل په موخه مرستې باید اړمنو سره تر یوې میاشتي ترسره شي له یوه لوري به د خلکو ستونزه حل شي له بله اړخه به قرنطین هم جدي شي او د خوشالي خبره بیا دا ده چې په هېواد کې د غنمو فصل هم رانژدې دی چې د خوارکي توکو په قیمتونو هم اغیز لري . او د قیمتونو د کنټرول په موخه افغان حکومت بازار ته اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت بازار ته  عرضه کړي  .

·        د قرنطین ستونزه ده چې کله پورتني ستونزه حل شوه نو بیا قرنطین باید ډیر جدي شي څو له دی مرض له خپراوي مخنیوی وشي او هغه خلک چې په دی مرض اخته دي هغوی او کورنۍ یې جدي ډول  قرنطین شي څو مرض نور خلکو ته لاړ نه شي  .

·        کاروباري  سکتور سره لازمې مرستې ترسره شي څو دا سکتور له ناورین څخه وژغورل شي ،او ددې سکتور د پیاوړتیا په موخه باید لاندې کړنې ترسره شي :

1)       کارونه یې د پلان له مخې په ډیر احتیاط سره پیل شي

2)     د اوبو او بريښنا بیلونه یې ورکړل شي

3)     هغه کاروبارنو چې پور اخیستې پورې د سباسيډي کول

4)     که پورته اړتیا وي نو پور باید ورته وړیا ورکړل شي بې له سود څخه سود یې باید د کرونا له فنډ څخه ورکړل شي .

5)     جریمي او فیسونه ورته معاف شي

6)     پورنو د ورکړې وخت ډیرول

7)     د پور په ورکړه کې شرایط ورته اسانه ول یانې ضمانت شرایط یې اسانه ول

8)     مالیات پرې کمول او ځینې وخت ورته معاف کول په همدې ډول په ورکړه کې تاخیر رامینځته کول

9)     کرايي د کرونا فنډ له لوري ورکول

10)   هغه کاروبارونه چې صادراتو  او وارداتو په برخه کې کار کوي سوداګریز باورلیکونه ورکول ،

11)    ګمرکي خنډونه لیرې کل

12)   اضافه حصول پورونو ډیرښت

·        خلکو ته د کورنو د ورکړې بهیر چټکول هغه خلک چې عاید لري او کورونه نه لري باید بانکونه ورته کورونه واخلي او د پور دوسیه یې د سوانحو په شکل د ندې په بدلونه سره بدلون ومومي

·        په همدې ډول بانکونود د نغدوالي ډیرول چې په داسې وختونو خلک له بانکونو څخه امانات  بیرته اخلي خدای ناخواسته کوم بانک له ناورین سره مخ نه شي

·        سود نرخ کمول څو خلک په اسانۍ سره پيسې ترلاسه کړي

·        ترلاسه شوی پانګې نه ویش بیرته یې په پرې پانګونه ترسره کول ترڅو د پور د ورکړې ظرفیت یې لوړ شي .

·        د تقاعد ژر اجرا کول

·        د پانګونو انګیزې تقویه کول او مرسته ورسره کول

·        اسلامي بانکوالۍ ته پراختیا ورکول خلکو ته د پور او نور وسایل داسې برابرول چې کاروبارونه رامینځته کړي .

 د پورتنیو کړنو د اجرا لپاره د افغانستان اقتصادي شورا په مشرۍ د مالیې محترم وزارت ،د افغانستان بانک لوی ریاست ، سوداګرۍ صنعت  محترم وزارت، خصوصي بانکونه،سوداګرۍ او صنعت خونې،عامې روغتیا محترم وزارت ،کرونا د مخنیوي کومېټه  او نورې اړوندې ادارې لاس په کار شي څو له دې ناورین څخه هېواد وژغورو ځکه د کرونا ناورین له کبله نړیوال بانک د هېواد اقتصادي وده منفي(-8) اته اټکل کړې ده چې بیرته دا وده مثبتې لور ته بیول ډير وخت او کار ته اړتیا لري .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply