پاکستان د افغانستان په یو څاڅکی اوبو هم حق نه لري

لیکنه: محمد داوود نیازی

0 1,584

په پاکستان د اوبو سړي سر مقدار له (۱۰۰۰) مترو مکعبو څخه لږ ډېر دی، نو د دې له مخې د هغو هېوادونو په قطار کې راځي چې د اوبو د کمښت سره مخ دی د ملګرو ملتونو د سازمان د اخطار له مخې په راتلونکې یوه نیمه لسیزه کې د نړۍ د اوبو زیرمې څلويښت سلنه کميږي چې دا به په صنعتي،تولیدي او کرنیزو کړنو منفي اغیزې ولري چې پر پاکستان یې هم اغېزې ډیر دي د نفوسو وده،د اوبو بې ځایه کارونه او د چاپیریال تغیر او په بارانونو کې کمښت د اوبو د کمښت اصلي لاملونه دي .د پاکستان د فدرال دپراختیا پلان جوړنې ادارې د وینا له مخې په پاکستان کې کلني ډول اوبو ته لاس رسی (۱۲۹۹) متره معکب د (۱۹۹۷-۱۹۹۶) کلونو کې (۱۱۰۱) مترو معکبو ته راټیيت شوی و .د پاکستان په ښارونو کې بې اسلام اباد، کرچی او حیدراباد د ځمکې لاندې اوبه د اوبو اړتیاوې پوره کيږي .په کال (۲۰۰۰) زیږدیز کې په پاکستان کې ټولې اوبه (۱۶۹۳۸۴) میلیارد متره معکبه په لګښت رسیدلې وې چې (۹۶) سلنه په کرنه،2 په سلو کې کورني او (۲) په سلو کې صنعتي برخه کې په لګښت رسیدلې وې .دا چې پاکستان د نفوسو وده ډیره لوړه ده چې په کال (۲۰۲۵) کې به (۱۴۱) میلونه څخه (۲۲۱) میلونو ته ورسید چې د پاکستان په اوبو ،صنعت بريښنا او کرني ډير منفي اغیز ولري د اندوس د سیند د اوبخور مساحت حوزه د پاکستان د ټولې خاورې (۲۵)سلنه جوړه وي چې د پاکستان (۸۰-۸۵) سلنه نفوس هم دلته میشت دی . چې د اندوس او فرعي حوزو د اوبو مقدار (۱۵۲)میلیون ایکرفت ته رسېږي چې چې له ډلې 143 میلیون ایکرفت د خپلو لودیزو فرعي برخو (افغانستان) او (۸،۴)میلیون ایکرفت ختیز برخې (هند) د دې هېواد دي . چې د دې ډلې (۱۰۴) میلیون ایکر فټ په کرنه ،(۳۸) سلنه ایکر فټ سیند ته لویږي او (۱۰)میلیون ایکرفټ د اوبوخور سیستم ضایعات دي د پاکستان د اوبو د بريښنا ظرفیت (۱۷۹۸۰) میګا واټه بریښنا موجود ده چې (۵۰۴۲) میګاوټو ته رسېږي .

د ډهلي ټایمز په (۲۸) مارج (۲۰۰۴) کې د پاکستان له نقله لیکلي و چې د کابل سیند او د کنړ شاخه د اندوس مهمه برخه جوړه وي او که هغوی تر ګټې پورته کړي نو (۱۵) سلنه به کمښت راولي .the nation ورځپاڼې په وینا له افغانستان څخه پاکستان ته هر کال (۱۸) میلیون ایکرفټ اوبو پاکستان ته ځي چې د پاکستان ټولې د اړتیا وړ اوبه (۱۱۶) میلیون ایکرفټ دي .پاکستان د ټولو اوبو له ډلې (۳۶) سلنه له بهر څخه ګټه پورته کوي چې (۲۰) سلنه یې له افغانستان څخه دي .د ملګرو ملتونو د راپور له مخې پاکستان د اوبو د کمښت د هېوادونو په اووم نمبر کې ځای لري .

په دویم قدم کې له پاکستان هېواد سره د اوبو پر سر ستونزې دي چې تر اوسه حل شوي نه دي او پاکستان هم د اوبو او هم د برېښنا له کمښت سره مخ دی، په کشمیر کې چې کوم جنګ را روان دی په ظاهره د کشمیرانو د حقوقو لپاره دی خو په اصلي کې یوه مسله د اوبو هم دی او هر کله چې افغانستان وغواړي د کونړ پر سیند د بريښنا بند جوړ کړي نو پاکستان یې مخالفت کوي پاکستان د کابل پر سیند چې په اټک کې له اباسین سره یوازې کيږي یوازې (۳۵) لوی او کوچني بندونه جوړ کړي دي د دې تر څنګ د پاکستان صنعت هم له همدې اوبو څخه د بریښنا په وسیله پخپله انرژي پوره کوي خو له پاکستان سره د اوبو مسله زموږ لپاره ډيره مهمه او حساسه ده ځکه پاکستان له موږ سره د اوبو سرحد نه لري ځکه افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ مسله لري تر هغې چې دا مسله حل شوی نه وي د اوبو ویش نه رامینځته کيږي ځکه که ته له پاکستان سره د اوبو د ویش خبرې کوی نو بيا مانا دا چې ډیورنډ هم باید ومني ښه خبره دا ده چې افغانستان له دی اوبو څخه په هر لار چې کيږي ګټه پورته کړي .ځکه د اوبو د نړیوال ویش له مخې کوم سیندونه چې په یو هېواد کې سرچینه لري او په هماغه هېواد کې بهیږي ګاونډي پرې حق نه لري نو د کابل سیند له کابله پيل تر اټک پورې ده چې دا دې لوی افغانستان برخه ده .له بلې خوا د پاکستان د اوبو د څیړنې مرکز هم ویلي چې پاکستان به تر کال (۲۰۲۵) پورې د اوبو له قلت سره مخ شي داسیا پراختیايي بانک د راپور پر بنسټ پاکستان په نړۍ کې د اوبو له کمښت څخه ډير اغیزمن دی او په نژدې وخت کې به د هغه هيوادونو په قطار کې ودریږي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي . نو ځکه پاکستان هم هڅه کوي چې د کنړ د سیند پر سر د بند جوړولو مخه ونیسي او پاکستان اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې پاکستان اوبو ته پام ونکړي نو دا به دې ځان وژنې په مانا وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply