لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه د کرونا ناروغی له کبله په ټوله نړۍ کې سوداګري کمه شوی او افغانستان بیا هغه هېواد دی چې ټوله تکیه یې په وارداتو ده او د ژوند لومړنې اړتیا هم نشي پوره کولای هغه هم له ګاونډینو هېوادونو واردوي دا چې سوداګرۍ کمه شوی نو په هېواد کې قیمتونه هم لوړ شوي دي .چې ددې قیمتونو لوړوالی اساسي سببونه: د هېواد ته د وارداتو کمښت ، او د  قرنطین په جریان کې د خوارکي توکو د کمښت له ویرې د ډيرو توکو پیرل دي او په هېواد اقتصادي او  ګاونډیو هېوادونو ګوډاګیانو لاس دی او د یادونې وړ ده چې دا قیمتونه بیا په ټول هېواد کې لوړ شوي دي . چې د هېواد د اساسي قانون له مخې په هېواد کې د بازار اقتصاد نظام غوره ګڼل شوی او په بازار کې قیمتونه د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کيږي .

خو له بده مرغه یو شمیر هغه خلک چې له وړاندې له د افغان ملي هویت د مسخه کولو په لټه کې ول او په هماغه وخت کې  د افغانیو د رایجیدو مخالفت کولو اوس د قیمتونو لوړوالی د افغانیو په رایجیدو پورې  تړي چې ځینې ځانګړې موخې لري چې  دا خلک په دریو کټګورو سره ویشلی شو:

1.    لومړی هغه ډله هېوادوالو چې د پرديپالو  د خبرو  تر اغیز لاندې راغلی ،له بده مرغه د موضوع له اصل څخه خبر نه دي ،لومړی موږ باید په دی پوه شو چې افغانۍ د افغان ولس هویت دی ،د کوم پرديپال چارواکي نه ،ترټولو مهمه  خبره ملي سرود،ملي بیرغ او ملي پیسې دا ملي ارزښتونه دي په هیڅ صورت د معاملې وړ نه دي او که هر څوک د دې مسایلو په وړاندې دريږي نو قانون شته له مخې به یې مجازات کيږي . له بله اړخه په اقتصادي لحاظ هم هغه هېوادونه چې موږ  یې د پیسو د کارونې خبرې کوو(پاکستان) د پیسو ارزښت یې زموږ د پیسو دونیم برابره کم دی،106 میلیارده ډالره پوره وړی دی او د ډير بد اقتصادي وضعیت له کبله د پیسو د نړیوال صندوق څخه پور هم غواړی یانې د پیسو ارزښت یې هر ورځ کميږي  .په همدې ډول ایران کې هم زرګونه ځله قیمتونه لوړ شوي خو په دواړو هېوادونو کې خلک له خپلو پیسو څخه کار اخلي ټول ورته درناوی لري ځکه دوی په دی پوهيږي چې پیسې د ولسونو ملي هویت دی .

2.   دویم ډله خلک چې ګاونډیو هېوادونو د ځینو ځانګړو موخو لپاره  په افغانستان کې ګمارلي  چې هغه موخې یې په لاندې ډول دي :

·     پاکستان لا پخوا افغانستان ته د پینځمې صوبې په سترګه کتل هرکال  بودجه یې هم ورته ټاکي  او په ډيرو نړیوال اقتصادي مسایلو کې هم د دې یادونه کوي چې په افغانستان کې زموږ پیسې چليږي او زموږ تر اغیز لاندې دی .

·     په سیمه کې تقریبا 57 میلیاردو ډالرو په اندازه قاچاق،تاریاک،وسلو پیر او ترهګري  د تمویل کړنې ترسره کيږي د افغانیو په رایجیدو سره دا کړنې کميږي ځکه د افغانستان بانک ته معلوميږي چې څومره پیسې په جریان کې دي،څومره کارول کيږي ،کله چې افغانیو ته تقاضا لوړيږي نو بانک په دي پوهيږي چې پیسو ته ولې تقاضا لوړه شوی ده خو که پردي پیسې وي نو بیا دا ډیره ستونزمنه ده چې د دې ستونزو مخنیوی وشي  نو پورتني غیرې قانونی کړنو د اجرا لپاره دا خلک هڅه کوي د افغانیو د رایجیدو مخه ونیسي.

·     ترهګرۍ تمویل : په سیمه کې چې د هر څومره وسلې،باروت او نور د ترهګرۍ وسایل پلور او پیر ترسر کيږي په نورو پیسو ترسره کيږي  ځکه که په افغانیو ترسره شي خو معلوميږي او که په پردیو پیسو ترسره شي نو بیا نه معلوميږي نو ځکه دا خلک دی مسایلو ته لمن وهي څو دا  کار په اسانۍ سره ترسره کړي  هر هغه څوک چې پردیو پیسو کارونه کې لاس لري مانا افغان وژنه کې لاس لري.

·     اوس په افغانستان کې د صرافي پخواني سیستم نوی کيږي په هېواد کې هره معاملې په اړه پوښتنه کيږي چې دا دوی لپاره ډیره ستونزمنه ده او خپلې غیرې قانوني کړنې نه شی ترسره کولای . نو که ترهګر یا بله ډله  که وغواړي په  افغانستان کې اجناس اخلي نو مجبور دي چې صراف سره پیسې تبادله کړي که مقدار یې ډیر وي نو صراف ترې پوښتنه کوي چې دوی بیا خپل شومې موخې ته نه شي رسیدای .

·     افغانۍ په سیمه کې باثباته پیسې دي چې دا د پاکستان لپاره د منلو وړ نه ده او پاکستان غواړي چې افغانستان له پولي ناورین سره مخ کړي .

3.   دریمه ډله خلک مسفدین دي :پخوا به چې خلکو اداري فساد ترسره کولو نو ټولې چارې به یې په پردیو پیسو ترسره کولای د افغانستان په اقتصادي سیستم کې به یې هیڅ یوه معامله نه ثبتیدله اوس چې ورته سیستم جوړ شوي ، نو دوی له دی ویرې چې فسا دیې افشا نه شي په نورو پیسو رشوت اخلي هم اخلي معاملات هم ترسره کوي د پیسو په جریان بیا دومره اغیز نه لري .

که پورتنې خبرې نه وي نو افغانیو کارونه زموږ د ولس او دولت په ګټه ده ځکه چې : د افغانیو په وړاندې تضمین شتون لري،زموږ اسعاري زیرمې تر پاکستانه ډيرې دي او نړیوالې مرستې هم په ډالرو راځي ،سږ کال د افغانستان اقتصادي وده تر پاکستانه لوړه اټکل شوې وه ،پاکستانۍ کالدارې سږ د ډالرو په وړاندې پینځوس سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی په همدې ډول پورنه یې هم ډير زیات دي چې په پیسو منفي اغیز لري،تر افغانستان هلته قیمتونه هم لوړ شوي ول .

خو که بیا هم څوک له پردیو پیسو څخه کار اخلي  نو په هېواد کې د ترهګرو د تمویل خلاف قانون،له فساد سره د مبارزې قانون او د پیسو د معیبدو قانون له مخې به جزا ورکول کيږي .

لیکنه:

محمد داود نیازی