نړۍ ته د مرکزي آسیا ارزښت؛ ایا امریکا په رښتیا له افغانستانه وځي؟

محمد داوود نیازی

0 1,038

مرکزي اسیا د نړۍ د اقتصادي او سیاسي نظام اساسي برخه جوړ وي  چې  له ډیرو مهمو اقتصادي او سیاسي ځواکونو(چین،روسیه،اورپا ټولنه،هندوستان او جاپان) سره اړیکې لري . په تاریخ لحاظ هم مرکزي اسیا د اورپا،لودیزه اسیا،سویلي اسیا،ختیزې اسیا تر منځ د خلکو،اجناسو او فکرونو د نښلولو ټکې و .او د وریښمو په لویه لاره پرته سیمه وه چې د مسلمانانو ځمکه یې له اورپا ،چین او هندوستان سره د وريښمو له لارې تړلې وه .

مرکزي اسیا څه کم سل میلونه نفوس لري چې ټوله ځمکه یې 4,003,451 km2 ده چې  پینځه هېوادونه تاجکستان،اوزبکستان،ترکمنستان،قزاقستان ،قرغسستان په کې شامل دي چې ډیر وخت افغانستان هم په کې راځي ځکه کله افغانستان له سویلي اسیا او کله له مرکزي اسیا سره شمیرل کيږي.لکه څرنګه چې وړاندې د مرکزي اسیا په اړه خبرې وکړې نو دا سیمه په اقتصادي لحاظ ډیره مهمه سیمه ده ځکه دا سیمه د نړۍ ډير زیاتي د انرژې سرچینې لري تر څنګه یې د نړۍ لویو اقتصادي ځواکونو سره پرته ده . له همدې کبله د نړۍ د لوی اقتصادي ځواکونو  تر منځ د اقتصادي جګړې په میدان بدلیدونکې ده . مرکزي اسیا د نړۍ 13 سلنه طبیعې سرچینې لري چې 6 سلنه یې قطعي دي .د ساري په توګه : قزاقستان د نړۍ درې سلنه تیل ،څلور سلنه د ډبرو سکاره او د نړۍ 15 (590-940 کیلور ګرامه )سلنه یورانیم لري،په ډيره پیمانه زینک ،کرومیټ او سرب هم لري او د نړۍ په لسو لویو صادرونکو هېوادونو کې  راځي چې نړۍ ته مس،اوسپنه،سره زر او مګنیزم صادروي په همدې ډول  ترکمنستان اود مرکزي اسیا نور هېوادونه د نړۍ پينځه سلنه طبعي ګاز لري،ازبکستان په ډيره پیمانه د طبعي ګازو زیرمې لري د نړۍ 0.8 سلنه طلا،مس ،سرب او ازبکستان د یورانیم له کبله په نړۍ کې دریم مقام لري ،تاجکستان او قرغزستان د برقي انرژي ډیرې لوی سرچینې لري په همدې ډول ترکمنستان په کلني ډول 360 زره متره مکعب ګازو کلني ډول ظرفیت لري .تاجکستان د مرکزي اسیا د ټولو 65  سلنه اوبه لري چې د زرګونه میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري او هر کال میلیونه ډالره د بريښنا د صادرتو څخه ترلاسه کوي .

لکه څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه چې مرکزي اسیا موقعیت او زیرمې په نړیوال اقتصاد کې ډير مهم رول لري د کاروبار او زیرمو د را ویستلو لپاره مرکزي اسیا ډیرې پانګونې او بنسټونو جوړونې ته اړتیا لري او د نړۍ هېوادونو په دې پوهيږي چې مرکزي اسیا مجبوره ده چې دا زیرمې له راویستلو څخه وروسته صادرې کړي .

نو له همدې کبله د نړۍ لوی اقتصادي هېوادونو په دې سیمه کې دلچسپي لري په ځانګړې توګه روس،چین امریکا او اوسمهال هندوستان او  یاد هېوادونو غواړي په یو نه یو ډول دې هېوادونو ته ځان نژدې کړي .

چین د یو سړک یو کمربند پروژې له لارې غواړي په دې سیمه کې پانګونه وکړي چې  یو دهلیز هم دلته جوړيږي ،د چین د یو سړک یو کمربند پروژه د نړۍ 4.5 میلیارده نفوس رانغاړي د نړۍ په 71 هېوادونه د چین په شمول په کې داخل دي او ټول لګښت یې 4-8 ټریلیون ډالره تخمین شوی دی.

دا پروژه په 2013 زیږدیز کال کې د چین ولسمشر له لوري اعلان شوه چې له مخې به یې

 د سوداګري رامینځته کول ،بنسټیونه جوړول، له اورپا او افریقا سره د اسیا نښلول په همدې ډوی د پخوانیو سړکونو جوړول د ځمکې او بحر له لارې د وریښمو لار جوړول دي  چین تر 2027 زیږدیز کال پورې غواړي 1.5 ټریلونه ډالره پانګونه په دې بروژه ترسره کړي. دا پروژه ټول شپږم دهلیزونه لري چې د نړۍ په ډير مهمو سیمو کې موقعیت لري او درې چې زموږ د لیکنې سره سمون خوري په لاندې ډول دي :

  • چین پاکستان اقتصادي دهلیز دی
  • چین مرکزي او لودیزه اسیا دهلیز دی
  • د چین برما،بنګلادیش او هندوستان دهلیز دی

د چین یو سړک یو کمربند پروژه ډير مهمه ده یو ډیر مهم دهلیز یې په مرکزي او لودیزه اسیا  کې دی چې دلته چین له ډیرو هېوادونو سره سټراټيژیک ملګرتیا هم لري او ځینې هېوادونه دلته د شانګهای غړي هم دی په همدې ډول چین 960 کیلومتر و په اندازه یو پیپ لاین هم له قزاقستان څخه چین په راتلوونکو ددو کالو کې بشپړوي چې هر کال به 20 میلونه ټن تیل چین ته صادروي په همدې ډول 10 ملیارده ډالر یې قزاقستان ته هم د پور په ډول ورکړل .

په همدې ډول روسیه هم هڅه کوي چې په مرکزي اسیا سره خپلې اړیکې قوي کړي د همدې لپاره

لومړی Russia’s Eurasian Economic Union (EEU) په کال 2015 کې رامینځته شو چې روسیه ،قزاقستان،قرغزسیتان ،ارمانیه او بلا روس ترمنځ چې د اروپايي ټولنې بڼه لري چې دلته د پانګې ،توکو،کارګرو او خدماتو ازاد تګ راتګ او یو شان اقتصادي صنعتي پالیسو جوړول .

روسیه له مرکزي اسيا سره ډيرې پخوانۍ اړیکې لري یوازې په شوروي اتحاد کې 70 کاله ملګرتیا کړی ،مرکزي اسیا هېوادونه  په سیاسي،اقتصادي او کلتوري لحاظ ترې اغیزمن دي د مرکزي اسیا هېوادونه اوچې پورې تړلي چې ټوله تکیه په روسې ده .

تر څنګ يې امریکا هم په همدې برخه کې کار کوي د سیمې لپاره نوی ستراتیژي جوړه کړې او امریکه په دې برخه کې ډيرې هڅې هم کړي  ته ځکه امریکان ډير ښه اقتصادي او مالي سرچینې لري چې د د مرکزي اسیا مشرانو ته یې په لاس ورکړي . چې په دی نژدې ملاقات کې چې د قزاقستان ولسشمر له ټرمپ سره په امریکا کې کړی نو له امریکایانو یې غوښتي ول چې د دې په هېواد کې پانګونه وکړي . په همدې ډول د امریکا سیاسي او نظامي ځواک کولای شي چې دوی دلته وساتي چې ښه مثال یې له یوکراین له روسې څخه لیرې کول او دریم امریکان کولای شي چې د نړیوالو موسسو کې د پراخ ځواک په وسیله کولای شي چې ډیر سخت جوړښتونه کنټرول کړي .

د پورتینو مهموالي له کبله امریکا نوی ستراتیژي چې د مرکزي اسیا لپاره جوړه کړې په واضح ډول په کې اشاره شوی ده  دوی وايي یوه باثباته مرکزي اسیا دی رامینځته شي  چې د خپلو شرایط له مخې له نړۍ سره سیاسي،اقتصادي،او امنیتي اړیکې ولري ،له نړیوال بازار سره اړیکې ولري او نړیوال په کې پانګونه وکړي ،ولسواک بنسټونه ولري،قانون حاکمیت وي او بشر حقوقو ته احترام ولري . یوه باثباته مرکزي اسیا کولای شي له امریکا سره د تروریز خلاف مبارزه،سیمه ییز ثبات ،د انرژی امن اوه اقتصادي هوساینه رامینځته کړي چې په همدې موخه امریا 9 میلیارده ډالره مرسته ورسره کړي او او د امریکا په مرسته نړیوال بانک،د پيسو نړیوال صندوق ،اروپا بیارغونې او پرمختيايي بانک د اسیا پراخیتايي بانک له لوري 50 میلیارده ډالره د پور په بڼه ورکړي او د امریکا خصوصي سکتور 31 ملیارده ډالره پانګوه کړې چې ډيرې دندې یې رامینځته کړي دي .په همدې ډول د خلکو تر منځ د اړیکو په برخه کې 40000 شاګرادنو او مسلکيانو تمویل کوي .

دا ستراتیژي شپږ برخې لري چې په دې کې د مرکزي اسیا هېوادونو خپلواکي،د قانون حاکمیت،د ولسواک بنسټونو رامینځته کول ،ترهګرو د ګواښ کموالی او ترهګرو د پټغالو مخنیوي، د سیمه حکومتونو ملاټر،په سیاسي ،نظامي او ملکي برخو کې کار کول ،په افغانستان کې له ثبات سره ملاټر ،مرکزي اسیا هېوادونه له افغانستان سره خپل سیاسي ،اقتصادي ،انرژی لیږد،کلتوري او سوداګریو اړیکو پراختیا چې په دې برخه کې د کاسه زر پروژې ملاټر کړی دی .په همدې ډول د ویزې اسانتیاوې،لاجوردو لار ملاټر او نورو برخو کې همکاري وکړي ،بشر حقوقو ته پاملرنه او احترام او په اخر کې په مرکزي اسیا کې د کاروبار لپاره زمینه برابرول،شفافه،ازاده،مناسبه ،د امریکا د پانګونې لپاره برابره او د پرمختګ لوړ هدفونه ولري امریکا د مرکزي اسیا هېوادونو سره کار کوي چې داسې سیمه رامینځته کړي چې د امریکا په شمول ډیره نړیواله پانګه جذب کړي .

په همدې ډول د امریکا سویلي اسیا په ستراتیژی کې په دې کار کيږي چې هندوستان د چین په وړاندې تعادل وساتي .

هندوستان هم څه کوي له مرکزي اسیا هېوداونو سره اړیکې پراخې کړي ځکه هندوستان د نړۍ څلورم لوی هېواد دی چې انرژي لګښت ترسره کوي،او غواړي له قزاقستان څخه تیل واخلي او اوسمهال تر دوو ملیاردو ډالرو سوداګري له مرکزي اسیا سره لري تر څنګه یې غواړي پاکستان له دي سیمې څخه لیرې وساتي .

پایله

په پایله کې ویلی شو چې مرکزي اسیا راتلونکو کلونو لپاره د نړۍ ډيره مهمه سیمه ده او هر هېواد کوښښ کوي چې دلته ځان ورسوي  چین د یو سړک یو کمربند له لارې له امریکا څخه سویلي اسیا ،لودیزه اسیا او مرکزي اسیا د نیولو  هڅه کوي چې د تر دوو میلیاردو ډیر نفوس په کې میشت دی او د چین لپاره ډيره ښه بازار دی او کولای شي چې دلته د امریکا مخه ونیسي . او چین دلته ټریلیونه ډالره پانګونه کړې او لګيا ده کوي یې ،په همدې ډول امریکا عملا په افغانستان کې شتون لري او خپلې سټراتیژي مرکزي اسیا ته ډيرا روښانه ده چې پانګونه وکړي او افغانستان هم مرکزي اسیا ته نژدې دی هم چین ته،هم ایران چې امریکا وروسره ستونزه لري

په همدې ډول امریکایي وسلو او خرڅلاو او سیمه کې د امریکا اغیز لپاره افغانستان او مرکزي اسیا ډيره مهم دي  او افغانستان هم تر دریو ټریلیون ډالرو زیرمې لري په همدې ډول هندوستان او پاکستان هم هڅه کوي چې له مرکزي اسیا بازار او انرژي واخلي ځکه همدا اوس پاکستان 9000 میګا واټه بريښنا کمښت سره مخ ده   او نورې هم ډيرې ستونزې لري پاکستان نړیوال پور او اسعاري زیرمو کمښت او د کالدراو ارزښت ټيټیدل پاکستان له سخت حالت سره مخ دی نو ځکه دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې له لارې مرکزي اسیا او افغانستان کې خپلې خوښې حکومت راولي تر څنګه یې پاکستان غواړي چې د چین پاکستان اقتصادي دهلیز هم عملي خو امریکا یې مخالفت کوي او څه وخت وړاندې د بهرنیو  چارو وزارت مخالف څرګند کړی و . هندوستان هم په سیمه کې لوی اقتصادي ځواک دی غواړي د مرکزي اسیا هېوادونو بازار ونیسي ،له قزاقستان څخه تیل واخلي او هندوستان د انرژۍ د لګښت له کبله په نړۍ کې څلورم لوی هېواد دی ،هندوستان سره امریکا د وسلو پیرلو تړون هم لري او امریکا په هندوستان کوښښ کوي چې د چین په مقابل کې ودريږي او امریکا د چین سره د تعادل ساتلو په موخه د هندوستان ملاټر کوي . د امریکا لپاره د افغانستان پريښودل ،د مرکزي،سویلي او لودیزې اسیا پريښودل دي چې هم په اقتصادي ،سیاسي او نظامي خپلو سیالانو ته ماتې ده او منځنی ختیز خو د قاسم سلیماني په وژلو څرګنده کړه چې ایران په سیمه کې څومره کار کړی دی . امریکا بیا په افغانستان کې په تیرو اتلسو کالو کې دوه ټریلیونه ډالره لګښت کړی چې دا ډیر کم لګښت نسبت د دوی ګټې ته چې په سیمه کې لري .نو دا پایله ترلاسه کولای شو چې :

لومړی امریکا له طالبانو تړون د امریکا تر ټاکنو دی

دویمه خبره طالبانو د امریکا حضور په یو نه یو ډول منلی

نور نو الله ښه پوهيږي

محمد داود نیازی

اخیستنې :

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply