ملا انصاري، په هرات کې د قرنطین پروړاندې لوی خنډ دی

0 728

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت او د هرات سیمه ییزو مسوولینو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د ډیروالي د مخنیوي په موخه په کورونو کې پاتې شئ، خو  د هرات اوسیدونکي ورته پام نه کوي.

د هرات اوسیدونکي وایي ستونزه داده چې  په هرات کې ملایان او یا نور روحاني مذهبی شخصیتونه چې په خلکو کې نفوذ لري د  روغتیا وزارت او حکومتي سیمه ییزو مسولینو خبرې بابیزه ګڼي او حتی وایي چې دا تجارتي مسایل دي.

د هرات د جامع جومات ملا او خطیب  مجیب الرحمان انصاري یو له همدې کسانو دی چې له حکومت سره په دې برخه کې نه یوازې همکار نه دی بلکې د دوی د سپارښتنو ضد عمل کوي.

په داسې حال کې په ټوله اسلامي نړۍ کې د جماعت لمونځونه ځنډول شوي او په افغانستان کې د حج او اوقافو وزارت او د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې له ټولیدو ډډه وکړي  د هرات د جامع جومات ملا زرګونه کسان راټولوي او لایې راغونډیدو ته هڅوي.

نن د جمعې لمانځه لپاره د هرات په عیدګاه کې زرګونه خلک راټول شوي وو.

  دغو خلکو ته په خبرو کې مولوي مجیب الرحمن انصاري وویل چې د خپل مال او دنیا له پاره دا تبلیغات کوي چې مه راټولیږی او په کورونو کې پاتې شئ. هغه وایی کرونا ویروس مسلمانان نه وژني.

مجیب انصاري وایي: ” کورونو ته چې لاړئ دوه دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړئ ځکه په امریکا کې کرونا په څلورویشت ساعتونو کې ۱۸۰۰ کسان وژني ، په ایټالیا کې په څلور ویشت ساعتونو کې ۴۵۰ کسان وژني، خو په افغانستان کې تراوسه څلویښت کسان مړه دي”.

د ملا انصاري دا خبرې او کارونه د حکومت او د وخت له غوښتنو او اړتیاوو سره په ټکر کي دي، ځکه په هرات کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس اصلي ځای بلل کیږي د زرګونو کسانو را ټولېدل له شک پرته چې یو لوی خطر دی او کولای شي یو لوی ناورین رامنځ ته کړي.

د هرات اوسیدونکي وایي دولت باید د انصاري د دغو کړنو مخه ونیسي او ورته قناعت ورکړي چې کرونا ویروس یو نړیواله ستونزه ده او د ده دا کارونه کولای شي نه یوازې هرات بلکې ټول افغانستان له یوه لوی بشري ناورین سره مخ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply