د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر له پنځوس زرو لوړ شو. د فرانس پریس خبري آژانس وایي  امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شمیر تر پنځوس زره کسانو واوښت او تر نهه سوه او شل زره تنو په دغه ویروس اخته دي.

په امریکا کې د جانز هاپکېنز پوهنتون وايي‌ چې تر ټولو ډېر کسان په نیویارک کې مړه شوي دي چې شمېر یې شاوخوا ۱۶۴۰۰ ته رسیږي.

 په دغه هیواد کې  څه باندې ۴.۶ میلیون خلکو ځانونه معاینه کړي چې په کروناویروس اخته نه وي.

په همدې حال کې نږدې ۸۱ زره هغه کسان چې په دغه ویروس اخته وو، اوس بېرته ښه شوي دي.

د کرونا له کبله له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې په امریکا کې ډیری کاروبارونه، ښوونځي، پوهنتونونه، تجارتي شرکتونه او هوايي‌پروازونه بند دي او خلکو ته ویل شوي ‌چې په کورونو کې پاتې شي.