د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې د کروناویروس سره مبارزه کې د نړۍ بوختېدا ښایي د ملاریا سره مبارزه ۲۰کاله شاته کړي.

د وړاندوینو له مخې که له ملاریا سره مبارزه هېره شي شاید سږکال په افریقا کې دغه ناروغي شاوخوا ۷۶۹زره انسانان مړه کړي.

دوه کاله مخکې ملاریا په افریقا کې ۳۶۰زره انسانان مړه کړي‌ وو.

د افریقا لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان ساحوي مشر متشیدیسو مویتي وايي:”موږ باید بېرته شاته ولاړ نشو. “

ښاغلي‌مویتي وویل: “په افریقا کې د ملاریا ضد کمپاینونه او د درملو ترلاسه کول ګډوډ شوي‌ دي. زه له ټولو هېوادونو غواړم چې د یو نوي ګواښ سره په مبارزه کې خپلې لاس ته راوړنې ونه بایلي. په لویدیځې افریقا کې د ایبولا د خپرېدو پر مهال، ملاریا تر ایبولا ډېر کسان مړه کړل، موږ باید هغه تېروتنه د کووید۱۹ سره په مبارزه کې تکرار نکړو.”

ملاریا په جنوبي افریقا کې تر نورو ناروغیو ډېر زیان اړوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي په ۲۰۱۸ کې په نړۍ کې د ملاریا د ټولو پېښو ۹۳سلنه یې په جنوبي افریقا کې وه او د ملاریا له کبله د ټولو مړه شویو انسانانو ۹۴سلنه یې افریقایان وو.

د روغتیا د برخې متخصصین اندېښمن دي‌ چې د کرونا سره مبارزې د ملاریا او نورو ناروغیو سره روانې مبارزې اغیزمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افریقا د ناروغیو د کنترول او ثبت مرکز وايي چې په افریقا کې تر دې دمه څه باندې ۲۷زره انسانان په کرونا اخته شوي او ۱۳۰۰ تنه یې مړه شوي دي.

افغانستان او یو شمیر نور هغه هېوادونه چې ګرم موسمونه لري او د ملاریا د غوماشو د تګ راتګ لاره کې موقعیت لري، هرکال سلګونو زره کسان په کې په دغې ناروغۍ اخته کیږي.

په افغانستان کې تېرکال د ملاریا ۲۸۰زره پیښې ثبت شوې وې، چې ۹۰سلنه یې په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې وې.