د افغانستان د ناخوالو یو څو بنسټيز لاملونه

محمد عارف رسولي

0 739

د افغانستان د بدبختیو بنسټيزه لاملونه زیات ژور، څو اړخیزه او تاریخي دي، خو عادي خلک چې ورباندې خبر نه وي او سمه ارزونه یې نه شي کولی یوازې نښې او علامې یې ګوري، نه خپله اصلي لاملونه چې که یې چاره ونه کړو له ستونزو نه خلاصېږو.

یو تاریخي لامل دادی چې افغانان د لودیانو، سوري کورنۍ، د هوتکیانو او احمد شاه بابا په وخت په سیمه کې ستر قدرت وو، بیا انګرېزان چې د هند نیمې وچې ته راغلل وېرېدل او خبر وو چې. تېمور شاه او شاه زمان د هند د مسلمانانو په غوښتنه هند ته لښکر کشي کوي، نو یې د فارسیانو سره دسیسه جوړه کړه، شاه زمان ته یې خپل ورور شاه محمود په غاړه کې ورواچاوه او د افغانانو خپل منځي اختلافات پيل او خوار شول. نو ویلی شو چې زموږ د کمزوري کېدو لمړی لامل د نورو په دسیسه زموږ بې اتفاقي وه. زما په کمه پوه او چې له تاریخه مې زده کړي د احمد شاه بابا تر قوي دولت وروسته دا بې اتفاقي سبب شوه چې موږ د غوره نظام او د یوه واک او ځواک لرونکي دولت خاوندان نه شوو او د دولت جوړونې ټول هنرونه مو هېر کړل.

دا وېره بیا نوره هم زیاته شوه او په انګرېزانو کې په عقده بدله شوه، چې دلته یې سترې ماتې وخوړې، بریالي شول چې زموږ له خاورې یوه برخه بېله کړي او د هند لپاره یوه حایل ساحه رامنځته او له افغانانو غچ واخلي. تاسو به له ښمېلاکګرو اورېدلي وي چې ستره تاریخي حافظه لري او زر مسلې نه هېروي.

زموږ د ستونزو بل لامل دا شو چې په نړۍ کې هوښيار ملتونه جګړې له خپلو ملکونو او د خپلو ګټو له ساحو لېرې ساتي. همدا لامل دی چې دوی نیابتي جنګونه کوي د نورو د هېوادونو د ورانېدو او وینو په قیمت. تاریخ پوهان وایي د نړیوالو مهمو نیابتي جګړو له جملې هم د انګرېزانو جګړې له افغانانو سره وې چې له هند څخه لېرې د روسانو مخه په افغانستان کې ونیسي.

انګریز ي امپراتورۍ غوښتل هند له شماله خوانه خوندي وساتي، افغانان یې کمزوري کړي وو، خو ورنه ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه نه وو، بله دا چې روسي تزاري امپراتورۍ هم د منځنۍ اسیا زیات ملکونه لاندې کړي وو، غوښتل یې ځاند هند سمندر تودو اوبو او د هند وچې ته ورسوي، انګرېزان یې په اندونو پوه وو او چاره یې سنجوله، روسانو هم د انګرېز انو د نفوذ څخه تشویش درلود چې منځنۍ اسیاته به راشي. لمړی دواړو استعمارګرانو هڅه وکړه چې افغانستان د سنګر په توګه د بل حریف په وړاندې وکاروي، بیا هوکړې ته ورسېدل چې افغانستان د حایل په توګه وساتي.

د حایل په معنی زیات افغانان سم نه پوهېږي، دوی داسې فکر کوي چې په دې یې موږ خپلې مخې او اختیار ته پرېښودو. خو د حایل معنی دا وه چې که یې فعاله نظامي مداخله نه کوله خو نه یې غوښتل چې افغانان د قوي نظام څښتن شي، سره وېشلي یې وساتي، له بل قوت لکه له فرانسې، جرمن او ترکانو سره داسې اړیکې ونه پالي چې قوت ومومي، سیاسي شعور یې لوړ شي، په عصري علومو مجهز شي، په سیمه کې یو قدرت او سر راپورته کړي. په دې دواړو نړۍ خوړونکو زبرځواکو هوکړه وکړه او دواړو د ځان په ګټه هم بلله چې همداسې ویشلي یې وساتي. پوره په باور سړی ویلی شي چې موږ همدې سترو لوبو او د انګرېز او روس نیابتي جګړو زیات وروسته پاته کړو.

د ټولنیزو علومو او تاریخ پوهان وایي چې دې دورې افغانان زیات د غفلت په خوب ویده کړل، په ظاهره ازاد پرېښودل شول خو تر نظارت لاندې وو او د هر راز سیاسي، نظامي، تعلیمي، دېپلوماتیکي او نورو پرمختګونو یې زموږ هېواد راوګرزاوه.

همدا تشه لامل شوه چې کله د دواړو ښکېلاکګرو اړېکې بدلې شوې، د انګرېز اغیزه کمه شوه، روسانو ته میدان خوشی شو، په افغانانو کې یې په سربازګیرۍ پيل وکړ. په دې وخت کې افغانستان د سیاسي شعور، ملي تفکر، ملي هویت او سیاسي فعالیتونو په ساحه کې هېڅ تجربه نه درلوده، غرب هم افغانستان د روسانو په خوله کې ولیده او د ظاهر شاه او خصوصا داود خان بیا بیا غوښتنووسره سره یې هېڅ مرسته ورسره ونه کړه.

روسانو په افغانستان کې زموږ د خاصو شرایطو او بې خبرۍ له کبله او هم په ټوله نړۍ کې داسې ستراتېژي وموندله چې له روڼ اندو یې خپل ملي هویت او ګټې، دیني او ملي ارزښتونه او هر څه هېر کړل، همغه وو چې په افغانستان کې یې نظامونه بدل او هڅې یې وکړې چې هر څه د شوروي او کمونیستي بلاک تابع کړي، نه یوازې بده نه ورته ښکارېده بلکه ویاړ یې ورباندې کاوه او دا یې د وطن پرستۍ لمړی او تر ټولو مهم شرط وباله.

دوی چې په خپلو شعارونو مست وو دې ته یې نه کتل چې شعارونه او افکار یې افغانان نه مني، او جوپې جوپې له ملکه مهاجرت کوي، دوی ویل موږ زیاتو کسانو ته اړتیا نه لرو، دوی په عامه مجالسو کې د لنین سره کتاب ته اشاره کول چې که ستاسو کتاب قرآن دی نو د دوی دغه سور کتاب د لینین دی چې ورباندې ولاړ دي. دا نه درواغ دي، نه پروپاګند دي ورته او تر دې زیات اسناد شته.

دې خلکو چې په عامو افغانانو ځمکه سره تبۍ کړه، خلک له خپله ښاره، کور، کلي او هېواده ک‌‌‌‌‌‌ډه شول او خپلو هغو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو ایران او پاکستان ته یې پناه یوړه چې زموږ سره ازلي دښمني لري، تاریخ د دوی له ظلمونو په افغانانو ښه خبر دی. خو دوی ته خدای موکه ورکړه چې افغانستان له روسانو سره یو ځای وران کړي، روسانو او ملګرو یې کلي، د اوبه خور او دکرنې سیستم وراناوه خو ای. اس. ای بیا پلونه ، مکتبونه، فابرېکې او نورې زېربناوې ورانولې او ددایران سپاه قدس بیا په افغانستان کې خپل نیابتي لښکر جوړاوه او نتیجه یې اوس ګورو. له افغانستانه به چې کله یو روڼ اندی لکه د اوبو او برق وزېر نړیوال وتلی د قراردادونو او د اوبو د منابعو متخصص جمعه محمد محمدي چې یو پاک او سپېڅلی مسلمان او افغان و، پاکستان ته به یې چې پناه یوړه یا به غرب ته په تګ مجبورېده او یا به وژل کېده.

سړی حیران. شي دې خلکو د ژينېوا د سولې د مذاکراتو رهبري پاکستان ته ورکړې وه، فکر یې کاوه چې که د نجیب له حکومت سره خبرې وکړي نو به مشروعیت ورکړي. په خواشینۍ سره افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا زده نه کړل چې دا خلک دي چې نظام ته مشروعیت ورکوي، دوی کابل ته راغلل، خو زر سره اخته شول، او کوم مشروعیت چې دوی ورباندې حساب کاوه زر یې له لاسه ورکړ.

په راولپن‌‌‌‌‌‌ډۍ او د پښور په ګورنر هاوس کې یې داسې فورمولې ورته جوړې کړې چې ښه یې یقیني کړه چې افغاني تنظيمونه به سره ورباندې خوري او همداسې یې وکړل. زما ښه په یاد دي زه د ‌‌‌‌‌‌ډاکار په موسسه کې وم غوښتل مې چې د لغمان په مشلې کمر کې اوبو وهلی سړک جوړ کړم، د ننګرهار له شورا مو د اوبو د بندولو په نغلو کې موافقه غوښته، که ګورو چې جنرال حمید ګل د هغه وخت افغان دولت نظامي مشاور و او له ځينو افغاني چارواکو سره جلال ابااد ته راغلل.

د دې لن‌‌‌‌‌‌ډې نېمګړې لیکنې مې موخه داده چې افغان غمیزه له پخوا راروانه ده، تاریخي ژورې ریښې لري، یوازې هغه وخت کولی شو په خپلو ملي ستونزو بریا ومومو چې لمړی ځان په ستونزو ښه پوه کړو، بیا په ګ‌‌‌‌‌‌ډه په حل لارو پسې وګرزو.

په پورته موضوعاتو کې خدای شاهد نیسم چې بېله هېوادني درده بله موخه نه لرم.

د یوه ویښ، یو موټي او هوسا ملت په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply