د کرونا ویروس اغیزې اوږد مهاله دي؟

0 686

لا په دې اړه کره خبره نشي کېدلی، ځکه دا وېروس نوی دی او ځکه یې اړوند ارقام هم تازه دي.

خو ځینو نورو ناروغیو کې چې کله د نا روغ د بدن دفاعي نظام جدي غبرګون ښودلی نو ځینې اوږدمهال تنفسي ستونزې ورته پیدا شوې دي.

دا ستونزې ان له ناروغۍ پنځه کاله وروسته هم پاتې شوي، او اغېزمن کس ته یې فزیکي او رواني ستونزې پیدا شوې دي.

ډاکټران له کرونا وېروس د بشپړ رغېدنې لپاره پر رواني درملنه هم ټینګار کوي.

که چې یو ناروغ د جدي پاملرنې څانګې ته وړل کېږي نو هېڅوک اټکل نشي کولی چې روغ به راووځي که نه.

له بېول کېدو مخکې ډاکټر له ناروغ پوښتنه کوي چې ایا خپلې کورنۍ سره خدای پاماني کول غواړي. دا وضعیت پخپله وېروونکی دی او ډېرو کسانو لپاره رواني تکلیف پیدا کوي.

په دې اړه هم کره شمېر ښودل ګرانه خبره ده. خو د جان هاپکنز پوهنتون وایي، تر دې دمه د څه کم ۳ میلیونه ناروغانو له ډلې یې څه باندې ۸سوه زره  کسان بېرته ښه شوي دي.

خو هر هېواد د شمېرو ثبتولو جلا طریقه لري، او ځینې خو رغېدلي کسان هېڅ شمېرې هم نه او له همدې کبله د عادي علایمو لرونکي ناروغان اصلاً په لېست کې نه راځي.

د کرونا وېروس پر ضد د بدن د دفاعي نظام یا د رغېدنې د دوام په اړه ډېرې خبرې کېږي، خو کره شواهد تر اوسه لږ دي.

هغه کسان چې له دې وېروسه ښه کېږي، تمه کېږي چې بدن به یې پر ضد خپل دفاعي غبرګون پیاوړی کړی وي.

دویم ځل په دې وېروس اخته کېدل ډېر لاملونه درلودلی شي، د بېلګې په توګه کېدای شي د لومړۍ معاینې پایله مو ناسمه وه او هغه وخت تاسې وېروس اصلاً نه درلود، خو اوس پرې اخته شوي یاست.

نو د دې وېروس پر ضد د بدن د دفاعي نظام غبرګون، او د دوامداره خوندیتوب موضوع مهمه ده.

دې برخه کې څېړنې به جوته کړي چې ایا یو کس دویم ځل هم په کرونا وېروس اخته کېدلی شي، او واکسین څومره اغېزمن ثابتېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply