د صلاح لدین رباني پام وړ

سيد حسين پاچا

0 743

د صلاح لدین رباني پام وړ :

که د امتياز لپاره نه جنګېږئ، نو بيا ولې جنجال جوړوئ

پلار دې ولې څوکۍ د کولاب سمڅو ته له ځان سره وړې وه؟

مسعود دې خور خپل ورور ته د دې لپاره وکړه چې جمعيت يوازې دوو کورنيو شخصي ميراث کړي

نوټ : رباني اخوانيت له مصر راخپل کړی وو، خو تګلاره يې د طاهر بدخشي مخته وړله. په بله مانا مخته اخوانی، خو شا ته ستمی وو او ماويست يې د خپلې اخواني ږيرې لاندې پټ کړی وو، نو جمعيت له ايډيولوژيک پلوه اخوانېزم + ستمېزم + ماوېزم چلوټه ده چې په دې دوو کورنيو کې منحصر شوی دی. يا په بله مانا جمعيت ملي صبغه نه لري، بلکې يوه فاميلي صبغه ده چې پنجشير وبدخشان يې سره تړلي دي. اګر چې عطا محمد نور کوښښ کوي چې جمعيت له دې فاميلي انحصاره خلاص او شمال ته يې کړي.

ښاغلی رباني،

سپينه خبره سخته ده، خو انسان مجبوريږي چې کله ناکله ستاسې ناپليتو ته ځواب وويل شي.

تاسې وايی چې : ((زه د واک لپاره نه يم جنګېدلی، بلکې د ټاکنيزې کورتا پر ضد به مبارزه کوم)).

که تاسې مهرباني وکړئ د مرحوم پلار د قبر د برېښنا لګښت ورکړئ، نو د هغه به هم غاړه خلاصه شي. تا ته پته ده چې :

ولباس التقوی ذلک خير واحسن تأويلا

که د چا خپل عمل ناسم او پر مړينه پوروړی وي، نو برېښنا به ورته څه ګټه ورسوي؟

ايا دا به ښه نه وي چې د هغه قبر د برېښنا لګښت پيسې خو حکومت ته ورکړئ! که جها دې کړی وي، خو له دې دولت او جهاده مو ډېره ګټه هم ترلاسه کړې ده. که دا د جهاد ناولتوب نه وای، نو تاسې څه فکر کوئ چې اوس به مو څه حال وای؟ ايا پلار به دې د تنخوا له اړخه د کور لګښتونه ټول پوره کړی وای، نه هېڅکله نه. ايا دا امتياز نه دی چې عام خلک د برېښنا لګښت (بيل) هم ورکوي، خو برېښنا ورته سمه نه رسيږي او ستا د پلار قبر په زرګونو څه چې په لکونو پوروړی دی، نو دا پور خو اړوند شرکت ته ورکړئ داسې نه چې ازبکستان برېښنا بنده نه کړي. حکومت خو اوس د ځينو واکمنو خلکو او شرکتونو ليست هم خپور کړی دی، خو تاسې خپله غاړه خلاص کړئ!

د عبدالله دوه سری حکومت امتياز نه وو څه شی وو؟ تاسې خو دا خپله پانګه او شتمني او ترکيه او نورو ځايونو کې مو بانکونه او ملکيتونه له کومه کړل؟ ستا پلار او ستا کورنۍ لکه چې د انبياء عليهم الصلاة والسلام نه غوره ده که څنګه؟ حضرت عمر رضی الله عنه د بيبيانو د حلوا سپما شوي اوړه بيت المال ته وګرځول، خو تاسې د جهاد له برکته وراسته شوئ، نو دا د امتياز لپاره چې جنګېدلي نه ياست، نو څه ته جنګېدلي ياست؟ تاسې وخدای او خپل ضمير دې چې تاسې د بهرنيو چارو د وزارت مستحق ياست؟ ايا دا امتياز نه دی، نو څه دي؟ تاسې امتياز څه شي ته وايی؟

داسې وکړه چې مور ته دې ووايه چې د خپل څښتن د قبر د برېښنا لګښت پور خو اړوند شرکت ته ورکړي چې غاړه يې خلاص شي، ولې يې پېټی درنوئ؟

پلار خو دې چې چا ته مرغانچه نه ورکوله او د هغه مرغانچې د نه ورکړې په پار مو د کابل ښار لوټې لوټې کړ نن هغه هم په کابل کې ناست دی، خو خپله نشته. پلار دې د شورای اهل حل العقد په پلمه په واک خېټه واچوله. نه يې خپل سيال صدارت ته پرېښوده او نه يې خپله کولی شوه چې طالبانو خو ورپسې د کولاب سمڅو پورې وځغلولو او د رحمانوف غېږ ته مو ځانونه ورواچول او بيا همدې مشر لالا بيرته له سمڅو ګرد وهلي راويستلئ او د واک څښتنان يې کړئ. همدا اوس هم د بُن د ناسم وېش پايله ده چې خپله ماتې زغملای نه شئ او هماغه نازولتوب غواړئ :

نه به ناصر خان وي

نه به يې تل د سرو اوښان وي

ايا د تکساس د ولايت سناتور ته په تمه ياست که څنګه چې نظام درته بدل کړي؟

روهي :

سرلوڅ مرادزی

عبدالله بيا ((دوه سری حکومت)) غواړي!

[[ چې کاڼې اخلې ځان پرې ولې، ملامت څوک دی؟

په يو تازه خبر کې ګوهمارټ د امريکا د ګانګرس پخوانی غړی وايي: ((د مسعود (احمد ضيا مسعود) په ګډون د شمالي ټلوالې مشرانو مونږ ته څو څو ځلې ويلي چې تاسو نه شۍ کولی د ټول عمر لپاره په افغانستان پاتې شۍ، يوه ورځ بايد لاړشۍ، مګر مخکې له ې چې ولاړشۍ، تاسو بايد د افغانستان اساسي قانون بدل کړۍ او د حکومتولی غير متمرکز نظام يا سيستم رامنځته کړئ.

ګوهمارت زياتوي، ما مسعود ته وويل چې څنګه به وکړای شو ستاسو دولت دې ته راضي کړو چې اساسي قانون بدل کړي؟ په ځواب کې ، مسعود وويل، تاسو د دولت لپاره ترټولو ډېره مرسته ورکونکي ياست او تاسو کولی شئ دا بدلون راوړئ)) ]]

تاسې وطالبان لږ په دې خپلو ګرېوانو کې سر کښته کړئ چې تاسې د واک لپاره په قرآن هم اړ نه شوئ او هغوی بيا قرآن نه مني. نه سوله مني او نه خپلې غوښتنې د ملي – اسلامي او اخلاقي ارزښتونو په رڼا کې مطرح کولی شي. وان تنازغتم في شي فردوه الی الله، شريعت واسلامي نظام غواړي، خو خپله پرې ملنډې وهي او په قطر کې جنرال فيض او نور خپلې توافقتنامې ته راغواړي او ستاسې پلار خو لا د شهيد داوود خان د وخت د محکمې د پرېکړې پر اساس مجرم او بري الذمه شوی نه دی. آخواته نوره د الله تعالی معامله ده، خو قانون لا تراوسه بښلی او بري الذمه کړی نه دی.

اګر چې د مرحوم حضرت په وخت کې خو هر چا ځانونه خپله وبښل، خو دا چې قانون بښلي او يا يې بښلی شي يا نه دا نو تاسې به خپله پوهېږئ، خو آخوا ته د الله تعالی اختيار دی چې خپل به وبښي، خو د بندګانو نه. د الله تعالی نېکبخته پلار دې په جهاد و رياست او تاسې په وزارت ماړه نه شوئ، نو نور تاسې د څه لپاره جنګېږئ؟ د کار خلک نه ياست!

په درنښت

سيد حسين پاچا

رباني : د امتياز لپاره نه يم جنګېدلی، د ټاکنيزې کودتا پر ضد به مبارزه کوم

https://www.taand.com/archives/148934

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply