ایرو ایشیا ورځپاڼه وایي چې طالبان د خپلو زندانیانو تر څنګ د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي هم دي.
د ایرو ایشیا ریویو ورځپاڼې د راپور له مخې افغان حکومت د طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې یوازې هغه طالب بندیان به خوشې کړي چې د افغانستان او متحدینو ملي امنیت ته ګواښ نه وي.
د ایرو ایشیا ورځپاڼه وايي، افغان حکومت اړ نه دی چې د طالبانو هغه زندانیان ورخوشې کړي چې په اصل کې پاکستانیان دي.
ورځپاڼه وايي، طالبان د پاکستاني بندیانو تر څنګ ۱۵ هغه طالبان هم غواړي چې په لویو بریدونو کې ښکیل دي او له دې منځه یې یو هم لیل الدین دی چې د چهار راهي زنبق د لوی برید طراح و.
دغه برید په ۲۰۱۷ کال کې ۹۰ کسان ووژل او ۴۰۰ یې ژوبل کړل.
افغان حکومت د طالبانو ۵۵۰ بندیان تر اوسه ورخوشې کړي دي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320