د بالیوډ نامتو ستوری عرفان خان د ۵۳ کلنو په عمر مړ شو

0 915

د بالیوډ سېنما نامتو ستوری عرفان خان پرون سه شنبه اپریل ۲۹ د کولمو د عفونت د ناروغۍ له امله د ممبی ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشتې کې رسنیو اعلان وکړ چې خان په کولمو کې تومور لري.

له هغه وروسته عرفان خان خپله درملنه وکړه او په خپل وروستي فلم (Angrizi Medium) یې کار پیل. هغه فلم چې خپرېدل یې په هند کې د کروناویروس د خورېدو له امله ځنډېلي دي.

عرفان خان لږ تر لږه په ۸۰ فلمونو او تلویزیوني ډرامو کې لوبېدلی دی. هغه د بالیوډ تر څنګ په غربي سینماوو کې هم ښه فلمونو کط کار کړی دی.

د اوسکار جایزې ګټونکی (Life of Pie) د عرفان خان تر ټولو نامتو فلم بلل کیږي.

دغه فلم کې د عرفان خان ښه ځلېدل چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې جوړ شوی په شرق او غرب کې د دغه اداکار مینه وال ډېر کړل.

خان په ۱۹۶۶ کال کې د هند په جیپور کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږیدلې و. د هغه پلار ټېرونه خرڅول.

له هغه وروسته چې عرفان خان ونه کړای شول د کرکټ یو تکړه لوبغاړی شي نو سینما ته یې مخه کړه.

خان د ډرامې ښوونځی پیل کړ او په خپل هنري ژوند کې یې کوښښ وکړ چې په لویو سینمايي نقشونو کې ادارکاري وکړي.

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply