پير اغا او ډله يې د بلک واټر په رول کې

سيد حسين پاچا

0 1,180

پير اغا او ډله يې د بلک واټر په رول کې

ايريک پرنس خو له طالبانو او له موافقتنامې يې ښه پرده پورته کړه

 

خليلزاد و ملا فاضل خو د پير اغا له ازمايښتي عملياتو لا له مخکې نه پرده پورته کړې وه، خو پير اغا ځان سپين چرګ بللو او ولسمشر غني يې کافر، خو نن يې کفر په سيمه ييزه ونړيواله کچه د بدنامه بلکواټر له مشر نه د روسيې له نظامي تحقيقاتي مرکزه هم پرده پورته شوه چې سړی د لوی لوبې ښکار شوی دی

 

نوټ : که د کابل د ادارې مشر له کفارو [يهودو او نصاراو] سره په ملګرتيا کافر وي، نو د ملا داد الله او د کورنۍ وژنه يې او همدا ډول د ملا فاضل او خليلزاد پر بنسټ له يوکال راهيسې په ننګرهار کې زموږ د شينوارو سيمې په ګډو ازمايښتي عملياتو کې برخه اخېستل [ګډون] څنګه توجيه کوي؟ خپله ملګرتيا ورته اسلام او د بل ورته کفر ښکاري دا څنګه؟ سړی خو د هغه بدنامې کمپنۍ ملګری وخوت چې عراقيانو له خپل هېواده رخصت کړه. او همدارنګه د چين و روسيه ملګرتيا هم د کره او مستندو لاسوندونو له مخې توجيه کړي نه يوازې د دې فتوی پر بنسټ چې د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل روا دي ځکه دا مشکوکه، بېثباته ده او د استخباراتي فشار له امله ده. د طالبي نظام په ړنګونه کې ولې درېواړه حريم وکارول شول؟ هلته له امريکا سره مرسته جايز او دې لور ته يې بيا پر ضد له روسانو وسلې وپيسې اخېستل جايز بولي، نو دا ۳۳ ميليارده ډالره نغدي مرسته او دروغ پلورنه څنګه توجيه کېدای شي؟ ولې له چين څخه د مرستې فتوی نه ورکول کيږي؟

 

 

خبريال ويب پاڼه :

وسله والو طالبانو ومنله چې د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د والي شراف الدين تقي مرستيال ملا عبدالاحد افغان پوځ ژوندی نيولی دی .

ملا عبدالاحد د طالبانو د پخواني‌ځواکمن قوماندان ملا دادالله اخوند ملګری وو او په هلمند کې د ملا منان تر مرګ وروسته چې کله شراف الدين تقي د هلمند والي‌وټاکل شو نو دوه مرستيالان يې وټاکل چې يو يې ملا عبدالاحد وو.

ملا عبدال احد په هلمند ولايت کې  د خلکو د ستونزو حل کولو او له ولس سره د رابطې په برخه کې کار کاوه .

نوموړي د ملا دادالله تر مرګ وروسته له منصور دادالله سره ملګری وو،‌خو چې کله منصور دادالله د پير اغا له لورې ووژل شو ؛ د ډېری نورو طالبانو په څېر ملا عبدالا حد هم هلمند ته مخه کړه .

ملا عبدالاحد د ملا منان له اخښي سره تر اړيکو ورسوته دغه منصب ته ورسېدو .‌

 

د ملا فاضل مظلوم خبرې :

افغانستان کې به بيا داسې خلکو ته ځای نه ورکول کيږي، لکه اوس چې زموږ مجاهدين .پير اغا چې پروسږکال تللی وو، يو کال يې په جلال اباد کې ورسره جنګ وکړ. دا هغه کسان ول چې موږ په دوی باندې خپل ايمان تړلی وو او دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل مشران قرباني کړل. دا هغه کسان ول چې موږ پر هغوی باندې خپل آمران قرباني کړل او زموږ ټول نظام پر دوی باندې ولاړ وو. هغوی راغلل او زموږ پر ضد پر کافر باندې ودرېدل او ويې ويل چې ((دا ملحدين دي، او دا مشرکين دي او دا اسلامي نظام نه دی)).

 

زلمی خليلزاد :

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي. استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې ننګرهار کې د داعش خلاف وروستی کمپاين د متحده ايالاتو/ ايئتلاف، افغان ځواکونو له خوا د کمپاين يوه بيلګه ده چې طالبانو هم پکې برخه درلوده.

خليلزاد د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن بللي چې په وينا يې له کبله يې د داعش- خراسان ډلې سيمې او جنګيالي له لاسه ورکړل او په دې برخه کې رښتونی پرمختګ شوی.

خليلزاد ليکي: په ننګرهار کې وروستی کمپاين، يوه بېګله ده. د متحدو ايالتونو/ائتلاف او افغان امنيتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغېزمنو عملياتو له کبله داعش-خراسان سيمې او جنګيالي وبايلل، سلګونه تسليم شول.

 

استاذ صاحبزاده مشرقيوال :

د ملا عمر غيرت او د ملا فاضل جهالت

[[خونن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي اود هغه مجاهدينوپرخلاف خبرې کوي او د درواغو افتراګانې پرې کوي دکومو نه د دفاع په خاطر چې مشرملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړ او امارت په کلي توګه د منځه لاړ او همدغه عالمي مجاهدين وو چی بيرته يی د جهاد په صف کې نوی روح پوکړ او تر دوه کالوپوری د امارت د مکملې خاتمې باوجود يې د وزيرستان د قبايلونه د جهاد بيرغ رپاند وساته او ترآخره د امارت سره بيعت کې پاتې شو خو اوس امارت د هغوی د سرونو سوداګانې کوي. موجوده امارت د امريکايانو او پاکستانيانو سره  د تحريک طالبان پاکستان ، القاعده او داعش پر خلاف د جنګ اوتصفيې تعهد کړی . او د طالبانوموجوده خاين امارت او د موجوده ملا برادر چې يو ګونګ او مسخ شوی انسان دی او لس دقيقې خبری هم نه شي کولی او د هيبت الله او ملا منصورپه لاس او د پاکستان او امريکا په پلان د ملا دادالله رحمه الله په شان قهرمان او د هغه ټوله کورنۍ او په په سلګونو د ازبک او چيچين مجاهدينوکورنۍ د ښځو او ماشومانو سره شهيدانې کړې چې د هغې کره شواهد موجود دي . د امارت دسقوط په وخت کې هم مخلص مجاهدين قرباني شو، بنديان شواو په امارت کې د پاکستاني استخباراتو مُهرې بچ او د پاکستان په اسلام آباد، ايبټ آباد کويټه اوکوهاټ کې مېشته شو.]]

داسې برېښي چې د بلک واټر ((تورې اوبه)) يا د تورو اوبو مشر ايريک پرنس د خپلې ادعا لپاره همدا برخه الزامي دليل نيسي چې طالبان به راتلونکې د ده کمپنۍ په بڼه راڅرګند شي :

PART TWO

In conjunction with the announcement of this agreement, the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will take the following steps to prevent any group or individual, including al-Qa’ida, from using the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies:

1. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not allow any of its members, other individuals or groups, including al-Qa’ida, to use the soil of Afghanistan to threaten the security of the United States and its allies. 

 

2. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will send a clear message that those who pose a threat to the security of the United States and its allies have no place in Afghanistan, and will instruct members of the Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban not to cooperate with groups or individuals threatening the security of the United States and its allies

 

3. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will prevent any group or individual in Afghanistan from threatening the security of the United States and its allies, and will prevent them from recruiting, training, and fundraising and will not host them in accordance with the commitments in this agreement. 

 

4. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban is committed to deal with those seeking asylum or residence in Afghanistan according to international migration law and the commitments of this agreement, so that such persons do not pose a threat to the security of the United States and its allies. 

 

5. The Islamic Emirate of Afghanistan which is not recognized by the United States as a state and is known as the Taliban will not provide visas, passports, travel permits, or other legal documents to those who pose a threat to the security of the United States and its allies to enter Afghanistan.

 

داسې ويل کيږي چې د ايريک خور ولسمشر ټرمپ ته خورا نژدې ده او داسې انګېرل کېده چې مشر لالا غواړي چې د افغانستان جګړه خصوصي کړي چې ولسمشر غني يې لا له وړاندې نه مخالفت کړی وو او ايريک ان تر دې پورې وړاندې تللی وو او ويلي يې وو : ((که ولسمشر غني زموږ سپارښتنې ونه مني، نو د نجيب په سرنوشت به اخته شي)) او دېته ورته څرګندونې پاکستاني زيد حامد هم کړې وې. د ښاغلي خليلزاد ټاکنه هم کېدای شي چې د همدې لابۍ يوه برخه وي. له ډيويد هېل رانيولې تراوسه پورې دا پروسه همداسې له لوړو او ژورو سره مخته روانه ده چې ښاغلی محب مجبور شو ځينې په زغرده څرګندونې هلته وکړي او دا ګروهه ((کينه)) له ولسمشر غني سره تراوسه پالل کيږي.

 

د مولانا محمد خان شيراني خبرې ((کرايي قاتلان)) :

ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :

·         ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).

·         دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).

·         دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)

·         ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).

·         د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).

 

تېر ته په کتو ملا عبدالکبير، شيخ محمد عمر عمري، ملا فاضل، پير اغا او د کوټې شوری داسې نورو غړو ته دا د کفر د يهودو او نصاراو د ملګرتيا او انډيوالۍ انسان ته زموږ د تېر جهادي پير ناخوالې را په زړه کوي چې څنګه هغه وخت موږ د خپلې ناپوهۍ له امله د سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي شبکو په لومو کې ونښتو او د هغوی د ناولو موخو ښکار شو او نن زموږ دغه طالبي زورور بيا د هماغه هوبه هو زړې لوبې ښکار شو. د خپل نظام پر ضد د خلکو ملګرتيا مو له پامه غورځولې او د خپل نظام او حکومت ړنګونه او نه مننه راته اولويت او جهاد ښکاري او لا زياتی پرې ټينګار هم کوو.

 

که د آيريک پرنس خبرې او د مولانا محمد خان شيراني خبرې سره پرتله کړو، نو دې پايلې ته رسيږو چې د جګړې د خصوصي کونې بوي ترې راخېژي او دا هغه څه دي چې ولسمشر يې لا له مخکې نه مخالفت کړی او د نوموړي د فعاليت مخه يې نيولې، نو زموږ د اسلامي امارت د علماو او د پاکستان د علماو ترمينځ په څرګنده توپير تر سترګو کيږي او هغوی له موږه په دغه سياسي – استخباراتي مسايلو کې ښه اشنا دي. ولې بيا هم مولانا محمد خان شيراني خپله غاړه خلاصه کړې او د ځينو نورو لکه د خېټور چرګوړي طاهر القادري، مفتي منيب او داسې نورو خو ژوره کرکه له موږ سره تر سترګو کيږي.

 

زما مشوره د خپل هېواد علماو ته او ان طالبانو ته دا ده چې موږ بايد له هر اړخيز پلوه ځانونه بسيا کړو. د ديني علومو ترڅنګ موږ بايد خپل تاريخ، خپله جغرافيه، خپل اقتصاد، خپل هويت، خپله خپلواکي، سياسي پوهاوي سره اشنا اوسو. زموږ فتواوې بايد جامع او هر اړخيزې وې. که موږ پر علم ((پوهه)) واکمن اوسو، نو په اسانه به د چا د هر اړخيزو لومو په دامونو کې نه ښکاريږو او که خدای مه کړه ناپوه اوسو، نو د کرنيل امام غوندې د يو بېګانه جاسوس چې پر خپله هېرا منډي يې سترګې پټې کړې او پر يوې سپينې پګړې او امامت يې داسې غولولي وو چې لا زياتي يې زموږ د مرګ فتوی هم ورکړې وه :

((د افغانانو وينې مردارې دي پرېږده چې توې شي)).

او بيا لا هغه ته مو د خپلو ايماندارو، ښکليو او سرشارو کندهاريو پېغلو صفتونه ورته کول او د واده وړانديزونه ورته کول. که مو پوهه لرلای، نو دا به مو حال نه وای!

 

هغه ملاله چې موږ او زما تاريخ پرې وياړي او د وخت مجاهدين يې وننګول :

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايګو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

موږ به د قيامت پر ورځ د هغې روح ته څه ځواب وايو؟

که د امارت ساده ګانو او لېونيانو سره يې ځواب وي، نو را وړاندې دې يې کړي او کنه د دوی ايماندارۍ او غيرت ايله همدا ايجابوله چې يو بېګانه جاسوس ته د خپلو ايماندارو او با شهامتو پېغلو د نکاح کولو وړانديز ورته وکړي؟

 

من اعظم مشاهد المعركه :

أثناء القتال الشرس حول صنم ‘سومنات’ رأى بعض عقلاء الهنود مدى إصرار المسلمين على هدم ‘سومنات’ وشراستهم في القتال حتى ولو قتلوا جميعاً عن بكرة أبيهم، فطلبوا الاجتماع مع السلطان ‘محمود’ ، وعرضوا عليهم أموالاً هائلة، وكنوزاً عظيمة في سبيل ترك ‘سومنات’ والرحيل عنه، ظناً منهم أن المسلمين ما جاءوا إلا لأجل الأموال والكنوز فجمع السلطان ‘محمود’ قادته، واستشارهم في ذلك، فأشاروا عليه بقبول الأموال للمجهود الضخم والأموال الطائلة التي أنفقت على تلك الحملة الجهادية، فبات السلطان ‘محمود’ طول ليلته يفكر ويستخير الله عز وجل، ولما أصبح قرر هدم الصنم ‘سونمات’، وعدم قبول الأموال وقال كلمته الشهيرة:

((وإنى فكرت في الأمر الذي ذكر، فرأيت إذا نوديت يوم القيامة أين ‘محمود’ الذي كسر الصنم ؟ أحب إلى من أن يقال : الذي ترك الصنم لأجل ما يناله من الدنيا ؟!))

 

ما په دې [امر/کار] کې سوچ کولو چې ومې ليدلو :

که ما ته د نياو (عدالت) پر ورځ غږ وشي هغه محمود چې بوت يې مات کړی (نړولی) چېری دی؟

پر دی وياړم، خو دا مې پر ځان نه لوريږي چې راته وويل شي چې بوت يې د مال (دنيا) لپاره پرېښی وو.

 

د يو جاهل طالب لپاره موږ اوس دومره سپک شو چې د يو بېګانه جاسوس لپاره د خپلو سپېڅلو، ايماندارو، معصومو او باشهامته پېغلو په حق کې مو د هغوی له پوښتنې پرته چې شرعي محرم او ولي يې هم نه کيږو، د واده وړانديزونه کوو، نو له شيخ ملا هيبة الله راواخله تر پير اغا وملا فاضل پورې ورته څه ځواب لري؟ دا حق د کفالت دوی ته چا ورکړی؟ داسې برېښي چې تش په نوم پير اغا کنزالدقائق کې کتاب النکاح هم نه ده لوستې. خدای خبر چې خپله به يې څه حال وي؟

 

زما نغوته او نيوکه شيخ محمد عمر عمري ته متوجه ده چې تاسې د يو کفالت او ولايت له حقه ناخبره ياست، نو د طالبانو دغسې نيمګړې مشروطه موافقتنامه او ډله چې په راتلونکې کې به د بلک واټر په بڼه راڅرګنديږي څنګه د حُديبې د سولې (صلحې) سره پرتله کوئ؟ ايا ستاسې و د پير اغا او د ډلې علمي صلاحيت مو ايله همدومره ايجابوي که څنګه؟

 

پايله وپاملرنه :

ګرانو هېوادوالو په تېره بيا د هېواد راتلونکي ځوان نسل ته مې مشوره دا ده چې ځانونه وېښ، هوښيار او په پوهه سنبال او بسيا کړئ. يوازېنی شی چې هغه موږ ته نجات راکولی شي هغه هر اړخيزه پوهه او پوهاوی دی. ځکه خو وايی چې ((فقيه واحد اشد علی الشيطان من الف عابد)) له زرو ناپوهو نه يو پوه ښه دی چې هغه د خپلې پوهې له امله له ځانه دفاع او له خلکو سره استدلال کولی شي. که مو استدلال کولی شوای چې خپل د دفاع وزير ملا عبيدالله، ملا اختر عثماني، ملا معتصم اغا، مولوي ثاقب، مولوي عبدالسلام ضعيف او داسې نورو په تړاو مو سوچ واستدلال کولی شوای، نو نن به مو دا حال نه وای.

 

لږ تر لږه خو به د وخت سفير ته چا نه ويلی ((ته موږ ته نور ارزښت نه لرې))

Torture and Abuse on the USS Bataan and in Bagram and Kandahar: An Excerpt from “My Life with the Taliban” by Mullah Abdul Salam Zaeef

نوره دردوونکې کيسه يې دلته لوستلای شئ چې د آی ايس آی د واکمنانو په مخ کې څنګه بېعزته شوی؟ نن هغه ټول هېر شول او ملا فاضل وپير اغا بيا افغان ولسمشر يا د دوی په ټکو د کابل د ادارې مشر د کفارو په ملګرتيا او انډيوالۍ کافر او ځانونه مسلمانان او مجاهدين بولي چې خپل سفير يې د خپل مسلمان له لاسه د همدې کفارو په لاسونو بېعزته شوی او مېجر عامر خپله منلې چې :

((د امريکا ډېر خدمت کړی، د طالبانو حکومت مو ورته ړنګ کړ، شپږ سوه کسان مو وروسپارل او ملا ضعيف مو بېعزته کړ))، خو پير اغا بيا ځان په قرآن پوه هم بولي، احاديث مبارکه هم ورته ياد او حنفي فقه کې هم معلومات لري، نو د خپل امارت د سفير بېعزتي د کوم ايات وحديث او يا حنفي فقهې له مخې جايز بولي؟ شيخ عمر يې بيا موافقتنامه د حُديبې د سولې (صلحې) سره ورته بولي، نو فاعتبروا يا اولی الابصار چې دوی لېونيان وساده ګان دي او که نور خلک؟

 

زما مشوره د امارت لېونيانو او ساده ګانو ته دا ده چې تاسې يې زموږ له جهاديانو زده کړئ. او برناحقه له خپل توان او علمي صلاحيته لوړ پر خپلو وړو خولو پر افغان ولسمشر او ولس باندې د کفر ټاپې ونه لګوئ! دا څپه يو پلا مخکې موږ جهاديانو هم ازمايلې ده. که موږ ته يې ګټه کړي وي، نو تاسې به يې هم وکړي. که موږ ښاد شوي يو، نو تاسې به هم ښاد شئ! دا به انصاف نه وي چې خپله ملګرتيا وانډيوالي او راتلونکی رول درته مشروع او د نورو درته نامشروع ښکاري.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

ايريک پرنس : د امريکا په نوي ماموريت کې به طالبان د بلک واټر رول ولوبوي

https://www.taand.com/archives/149009

طالبانو ومنله چې د هېلمند مرستيال والي افغان پوځ نيولی

https://khabarial.com/archives/2825

آی ايس آی د کوټې شوری طالب مشران هېلمند ته لېږلي

https://khabarial.com/archives/2619

د ملا عمر غيرت او د ملا فاضل جهالت / استاذ صاحبزاده مشرقيوال

https://tolafghan.com/articles/36009

ټاس : طالبان د بلک واټر په رول کې راڅرګنديږي

http://www.dawatmedia24.com/%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86%db%90-%da%86%d8%a7%d8%b1%db%90%d8%8c-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88%d9%86%d9%87%d8%8c-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1%d9%86%d9%87/%d9%bc%d8%a7%d8%b3-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d9%84%da%a9-%d9%88%d8%a7%d9%bc%d8%b1-%d9%be%d9%87-%d8%b1%d9%88%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%b1%d8%a7%da%85%d8%b1%da%ab%d9%86%d8%af/

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply