د ترکمنستان د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزی د افغانستان خاورې ته راوغځېد

0 569

برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ او د افغانستان تر پولې د ۲۲۰ کیلوولټ مزي د نښلونې چارې بشپړې شوې.

له برېښنا شرکت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د پولو ترمنځ د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ مزي د ګمن هندیا په نامه هندي کمپنۍ او د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوولټ مزي د نښلونې چارې د KPTL په نامه هندي کمپنۍ له خوا د شبرغان ـ اندخوی په لویه لاره بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، دا پروژه د دریو کلونو په لړکې له ترکمنستانه تر اندخوی ښار او له اندخوی ښار څخه د شبرغان تر طاغن کلي پورې غځېدلې ده.

برېښنا شرکت زیاتوي، ددې پروژې له لارې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږدولو چارې ترسره کېږي چې د کابل په ګدون نور ولایتونه له دې پروژې برخمن کېږي.

ددې پروژې لګښټ ۱۸۰ میلیون امریکايي ډالره دی، چې د آسیا پرمختیايي بانک له لورې ورکول کېږي.

دغه راز ددې دوو سترو پروژو د تنظیم او همغژي په برخه کې، د هندي او کورنیو انجنیرانو امنیت د ټینګښټ په موخه د ترکمنستان په پوله کې د اندخوی سرحدي کنډک قومانداني له خوا یوه موقتي پوسته هم رامنځته شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply