ولسمشر: له کرونا څخه د ځان ژغورنې په موخه روغتیایی سپارښتنې عملې کړئ

0 550

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا څخه د ځان ژغورنې په موخه ټولې هغه سپارښتنې په پام کې ونیسي او عملي یې کړي چې په دې اړه د روغتیایی ادارو له خوا شوې دي.

ولسمشر چې نن په مزارشریف، کندهار، کندز، جلال اباد او هرات ښارونو کې مستحقینو ته د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډې د وېش په اړه په خپل پیغام کې وویل د کرونا وبا له امله رامنځ ته شوې ستونزې حکومت درک  کړې او په خپل ټول وس او امکاناتو د خپلو خلکو لاس نیوی کوو.

ولسمشر وویل چې د همدې ستونزو د حل په موخه یې له کابله د وچې ډوډۍ ویش پیل کړ او نن یې دا لړۍ د هیواد پنځه نورو ښارونو لکه جلال آباد، هرات، کندهار، کندز او مزارشریف ته وغځوله.

ولسمشر وویل دا لړۍ به د روژې تر پایه دوام وکړي او د هېواد نورو ښارونو ته هم وغځول شي.

 هغه وویل چې د دغه بهیر د ښې څارنې  په موخه باید ټول نظارت کې برخه واخلي او له حکومت سره همکاري وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply