په تیرو څلور وییشت ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۳۰ مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي دا دهیواد په بیلابیلو ولایتونو پورې لري.

د دغه پیښو له ډلې ۵۹ پیښې یې په هرات کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال نن په یوه خبرې غونډه کې وویل وزارت غواړي چې د تستونو ظرفیت لوړ کړي.

هغه وایی د  ولسمشر په لارښووونه په هیواد کې د کرونا ویروس ناروغانو له پاره سل زره بسترونه جوړیږي.

هغه وایي له دې ډلې به اتلس زره بسترونه په راتلونکې اونۍ کې جوړ شي.

د ننګرهار روغتیا ریاست وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار او لغمان کې د کرونا ویروس ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه ریاست  ویلي چې له دغو پېښو څخه ۱۲ یې ننګرهار او ۳ یې لغمان ولایت کې ثبت شوې دی.

په دې سره په هیواد کې د کرونا د مثبت پېښو شمېر ۳۲۲۴  ته رسیږي.