امریکا کې د کرونا ویروس له امله د ۱۳۵ زرو کسانو مړینه اټکل شوې

0 847

د  امریکا په پلازمینه واشنګتن کې د سیاتل په پوهنتون کې د مدل جوړولو یوه معتبره موسسه وایي د اګست میاشتې تر څلورمې نیټې پورې به په امریکاکې ۱۳۵ زره کسان د کرونا ویروس له امله مړه شي.

سپینه ماڼۍ تل د دغه موسسې له مډلونو استفاده کوي. دغه موسسې مخکې بله شمېره وړاندې کړې وه ، خو اوس وایي محدودیتونه ژر لیرې شوي او د خلکو تګ راتګ ژر پیل شوی ، نو ځکه یې د مړینې شمېره هم بدله شوې.

د آی اچ آی ام موسسه د واشنګتن د سیاتل ښارپه پوهنتون کې ده چې دوې میاشتې مخکې یې په دې اړه یو بل مدل وړاندې کړی و. د امریکا حکومت په همدې مدل استناده کاوه ، خو پرون یې په خپل مدل کې ځکه بدلون راوستی چې وایي خلکو محدودیتونه مات کړي او ګرځیدل راګرځیدل ډېرشوي دي.

دا موسسه وایي دا چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د امریکا په ۳۱ ایالتونو کې د کرونا ویروس له امله محدودیتونه لغوشي او د خلکو تګ راتګ به هم ډېر شي نو د کویید ۱۹ له امله د مړینې کچه هم لوړیږي.

 دغه موسسې د خپل مدل په وړاندوینه کې ویلي چې تمه کیږي چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې په ۳۱ ایالتونو کې د خلکو ګرځیدل راګرځیدل ډېرشي او هغه واټن چې د خلکو ترمنځ په پام کې نیول شوی و ښایي لږشي، نو خلک به د کرونا ویروس د لیږدولو عامل شي.

د دغه موسسې څرګندونې هم د هغو کارپوهانو سره ورته دي چې ویلي یې و که محدودیتونه ژر لیرې شي ، نو ډیر خلک به په کرونا ویروس اخته شي.

ټرمپ هم د مړینې کچه تر سل زرو پورې پورته کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply