د بریاليو مشرانو درې مهمې ځانګړنې

ژباړه: عبدالله ساپي

0 827

ليکنه: لي نالالينګم (Lee Nallalingham) 

ژباړه: عبدالله ساپي

د یوه بریالي مشر په توګه د شهرت د ترلاسه کولو وراخوا نور اړین شیان هم شته، که تاسې یواځې یو مدیر او یا د یوې برخې رهبر یاست په دې مانا نه ده چې تاسې بریالي یاست. بریالیتوب په دې مانا دی چې ستاسې مشري/رهبري څومره اغېزناکه ده. بریالي رهبران د خپلې ادارې یا چارو د بریا تر شا محرکه قوه ګڼل کېږي، هغوی انساني ځواک رایوځای کوي او پر مټ یې اداره/ټولنه مخ پر وړاندې بیایي.

ځینې اغېزناک مشران دا کار په اسانه ترسره کولای شي او دا د هغوی طبیعي ځانګړنې دي مګر حقیقت دا دی چې تاسې هم دغه وړتیاوې ترلاسه کولای او زده کولای شئ.

د خپل ځان منظم ساتل کیلي ده:

راځئ له یوې ساده معادلې يې پیل کړو، که تاسې نشئ کولای پخپل ټاکلي وخت کار ته ولاړ شئ او یا خپل کار ته لومړیتوب ورکړئ تر څو ډاډمن شئ چې کار مو په سمه توګه او پخپل وخت ترسره کړی نو څنګه له نورو سره مرسته کولای شئ او یا په هغوی اغېز شیندلی شئ او یا د هغوی لپاره الهام کېدلای شئ؟

لوی رهبران هڅاند او پر مخ روان وي، هغوی مسولیت اخیستونکي او منونکي وي او هيڅ ډول لارښوونې او ملاتړ ته اړتیا نه لري، هغوی ځان پخپله اداره کوي او په دې تمرکز کوي چې شیان څه ډول په کارنده توګه سرته ورسوي او دغه پروسه او پوهه له خپلو همکارانو/ټیم سره څه ډول شریکه کړي.

هغوی پوهېږي چې څه ډول واضحې موخې وټاکي او د ترلاسه کولو لپاره یې له هدف سره سم عمل وکړي. د موخو سر ته رسول او ترلاسه کول پر ځان باور رامنځته کوي او د ډاډمنتیا لامل ګرځي.

خلک په طبیعي ډول د هغه چا خوا ته تمایل پیدا کوي چې لاسته‌راوړنې لري او د نورو د مختګ لپاره د هڅونې هنر لري. د چارو د مدیریت پر مهال سخت او بحراني وختونه راځي مګر یواځې غوره او پیاوړي رهبران خپل نظم ساتلای شي او د بحران د مدیریت لپاره کار ته دوام ورکوي.

مالک اوسئ او خوندې چاپېریال رامنځته کړئ:

یو بریالی مشر پوهېږي چې دوی د ښو او بدو په اړه حساب ورکوونکي دي. دوی د بریاوو له امله ستایل کېږي او د ناکامیو مسولیت اخلي او زده کړه ترې کوي. دوی خپلو خوا او شا کسانو ته د مالکیت احساس ورکوي او له هغوی بېرته ورته تمه لري. که یو څوک غلطي یا ناسمه کړنه کوي، متوجه کوي يې خو د سزا ورکولو او تورنولو څخه ډډه کوي.

هغه مشران چې د بدنامولو او تورنولو کلتور رامنځته کوي نوښتګر فکرونه او فکر کوونکي له منځه وړي او په پایله کې محصول او د کړنو روان بهیر په لوی لاس زیانمنوي.

پیاوړي مشران پوهېږي چې د بریا او ناکامۍ پایله ټیم ته راګرځي همدارنګه د ټیم د غړي ناسمه کړنه د ټيم د مشر ناسمه کړنه ګڼل کېږي اما دوی پوهېږي چې ناکامېدا د بریالیتوب لپاره اړینه برخه ده. تاسو باید د خوندې لوبې په تمه ونه اوسئ او نه هم په دې تمه اوسئ چې غلطي به نه کېږي، ډېر احتمال شته چې تاسې ناکام شئ مګر دا باید د دې لامل نشي چې تاسې هر څه په ټپه ودروئ او یا يې بېخي له منځه یوسئ او یا هم له هڅې کولو لاس واخلئ.

یو مشر باید له ټیم سره مرسته وکړي چې د دوی ناسمې/ناکامې کړنې په سمو او بریالیو کړنو وربدلې کړي، له تیرو زده کړه وکړي او د دوی له چلند سره ځان اموخته کړي او له دوی سره په ګډه وروستۍ موخې ته ورسېږي. په هر صورت، یو مشر یوازې د شاوخوا خلکو په څېر(اندازه) ښه دی او دا د دوی مسولیت دی چې له دوی سره په ودې او پرمختګ کې مرسته وکړي.

 

لرلید ولري او په سمه توګه یې وړاندې کړي:

په نهایت کې که خلک یو مشر تعقیبوي نو يو ځای کې اړتیا پېښېږي چې مشران هم خلک تعقیب کړي. بریالي رهبران پوهېږي چې د دوی ټیم، خلک او یا اداره چیرې ده او په واضحه توګه خپله راتلونکې د یو مهال وېش په وړاندې کولو ترسیموي.

د مشهور مشر ( (JFKد وینا په اړه فکر وکړئ، هغه وایي دوی به د یوې لسیزې په اوږدو کې تر سپوږمۍ ولاړ شي، ناسا په دې اړه هیڅ رښتینی نظر نه درلود چې څه ډول د ټاکل شوي مهال وېش په جریان کې دا چاره ترسره کړي ؟ مګر نوموړي د راتلونکې لپاره واضح لید وړاندې کړ او ناسا هغه کار د ۱۰ کلونو پر ځای په ۷ کلونو کې ترسره کړ.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply