عباس ستانکزی: هند له څلویښتو کلونو را په دېخوا په افغانستان کې منفي رول لوبولی

0 875

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال  شیر محمد عباس ستانکزی  وایي، امریکا د طالب زندانیانو په خوشي کولو کې پاتې راغلې او د حکومت تر څنګ يې د جګړې د دوام او بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ پړه پر غاړه ده.

ستانکزي  ویلي  چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون مطابق باید د مارچ تر لسمې نېټې پنځه زره طالب زندانیان خلاص او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو حکومت په دې برخه کې خنډونه واچول او امریکا ددې بند په عملي کولو کې پاتې راغله، نو ځکه به یې د جګړې د دوام او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ پړه په غاړه وي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان تیار دي، د افغانستان د ټولو خلکو له استازو سره خبرې وکړې  خو  د حکومت په استازیتوب له هیچا سره خبرو ته تیار نه دي.

ستانکزی وایي  که د هند حکومت د افغانستان د سولې په پروسه او د نوي افغانستان په رغولو کې مثبت ګامونه اخستل غواړي، دوی یې په نېک ګام شماری، خو د نوموړي په خبره، هند په دې وروستیو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان دننه منفي رول لوبولی او د ملت په ځای یې له یوه «فاسد» ټولي سره اقتصادي، نظامي او سیاسي اړیکې ساتلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply